افغانستان

د منځنۍ اسیا په سويل کې يو هېواد چې د «اسيا زړه» په نوم هم يادېږي

افغانستان رسماً د افغانستان اسلامي امارت په غرونو کې کلابند يو غرنيز او سمسور هېواد دی چې د "۴۳ میلیونه" وګړو او «۶۵۲۸۶۴» کیلومتره مربع ځمکي په درلودلو[۸] [۹]سره د آسيا په زړه کي پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي چي په لوېدیځ کي له ایران، په شمال لویدیځ کي له ترکمنستان، په شمال کي له ازبکستان او تاجکستان او په شمال ختیځ کي له چین سره ګډه پوله لري. همدارنګه په سوېل او سوېل ختیځ کي له پاکستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه باندي پروت دی. افغانستان له تاریخي پلوه د لرغوني ګندهارا، باختر، اریا، سیستان، ارغنداب، غلغلې ښار، ضحاک ښار، کاپیسا او کابلستان تمدنونو کهول او ټاټوبۍ دی.

د افغانستان اسلامي امارت
امارت اسلامی افغانستان
افغانستان
ناره: 

لا إله إلا الله، محمد رسول الله
له الله (ج) پرته بل هېڅوک د عبادت وړ ندی او محمد (ص) د هغه رسول دی.

ترانه: 
موقعیت افغانستان
پلازمېنه
او تر ټولو ستر ښار
کابل
۳۴°۳۱′ شمال ۶۹°۱۱′ ختیځ / 34.517°شمال 69.183°ختيځ / 34.517; 69.183
رسمي ژبې
قومي ډلې
دين
(۲۰۱۵)
وګړنومافغان
حکومتمرکزي حکومت
اسلامي امارت
مولوي ھیبت الله اخوندزاده
ملا محمد حسن اخوند
• د سترې محکمې مشر
عبد الحكيم اسحاقزى
قانون جوړونهد افغانستان ستره محکمه
جوړښت
۱۷۰۹۱۷۳۸
۱۷۴۷–۱۸۲۳
۱۸۲۳–۱۸۳۹
۱۸۳۹–۱۸۴۲
د امارت بیا راتګ
۲۷ می ۱۸۶۳
۲۶ مې ۱۸۷۹
۱۹ اګست ۱۹۱۹
۹ جون ۱۹۲۶
۱۷ جولای ۱۹۷۳
۲۷-۲۸ اپریل ۱۹۷۸
۲۸ اپریل ۱۹۹۲
۲۷ سپتمبر ۱۹۹۶
۲۶ جنوري ۲۰۰۴
۱۵ اګست ۲۰۲۱
سيمه
• ټولټال
۶۵۲٬۸۶۷[۱] kم2 (۲۵۲٬۰۷۳ ميل2) (۴۰م)
• اوبه (٪)
ډېره ټيټه
نفوس
• ۲۰۲۳ اټکل
Neutral increase ۴۱.۱۲۸.۷۷۱[۲] (۳۷م)
• ګڼه ګوڼه
۴۸٫۰۸/كم2 (۱۲۴٫۵/ميل2)
جي‌ډي‌پي (پي‌پي‌پي)۲۰۲۰ اټکل
• ټولټال
۱۷۰ ملیارده ډالره[۳]
• پر کس
۶۱۱ ډالره[۳]
جي‌ډي‌پي (شاوخوا)اټکل
• ټولټال
۲۰،۱۳۶ ملیارده ډالره[۳]
د بشري پرمختيا کچه (۲۰۲۰ لږوالۍ)۱۸۲م[۴][۵]
پیسېافغانۍ (؋)(AFN)
سيمه ييز وختيو‌ټي‌سي۴:۳۰+
هجري شمسي[۶]
(د افغانستان وخت)
د ورځې د رڼا خوندي کولو وخت نه څارل کېږي[۷]
انټرنيټي ډومېن.af

د افغانستان هغه تاریخ چي تر اسلام مخکي پیلیږي د بلخ او امو سیند له اریایي تمدن څخه سرچینه اخلي چي مشهوره واکمنۍ یې د بلخ اریایان، د کاپیسا پاچاهي، د کوشانیانو دوره، د اسکندر مقدوني دوره او ګریکو بودیک تمدن ګڼل سوي دي. ورپسې تر اسلام وروسته د هیواد په مشهوره واکمنیو کي طاهریان، صفاریان، سامانیان، غزنویان او د هرات تیموریان (چي په تاریخ کي ورته د ختیځ رینسانس د واکمنۍ په سترګه کتل کیږي) په ځانګړې توګه د یادوني وړ دي.

افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. یاد هیواد د تاريخ له نظره يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی، چي له همدې امله په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول سوې.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال کي معاصر افغانستان د لومړي ځل له پاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او پولي یې معلومې شوې. دغه پولي چي تر انګریزي استعمار مخکي دافغانستان رسمي سرحدات ګڼل کېدل، وروسته دبریتانوي هند او تزاري روسیې له خوا په زور له افغانستان څخه جلا اوپخپلو مستعمرو پوري ونښلول سوه. تر انګریزي استعمار وروسته اوسنئ نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده او غازي امان الله خان وتوانېدی چي دخپل ولس په مرسته دغه هیواد ته خپلواکي ورپه برخه کړي.

د محمد ظاهر شاه اوږدمهالې واکمنۍ په وروستيو کې د ځينو بدلونونو او مډرن جمهوريت جوړولو لپاره سردار محمد داوود خان په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې پر دولت سوله ييزه کودتا وکړه چې په پايله کې يې د افغانستان جمهوريت رامېنځته شو. داوود خان د جمهوريت په پيل کې د هیواد رغونې لپاره ډېرې درنې پروژې په کار واچولې همداراز ډېر ژر او چټک بشپړېدلې، افغانستان په پراخه کچه بدلون وموند، بهرنی سياست او ډيپلوماسي يې له پخوا ځواکمنه شوه، خو د پينځه کلونو واکمنۍ وروسته د خلق ډيموکراتيک ګوند پلويانو په واک کې د داخلېدو غوښتنې پيل کړې چې د سردار داوود خان له غبرګون سره مخ شوې او د خلق ګوند غړي لکه نورمحمد ترکی، سلېمان لايق او ځينې نور غړي يې بنديان کړل، دې کار د خلقیانو او حکومت ترمېنځ واټن ډېر کړ چې په پايله کې خلقيانو عام ولس او پوځ پر حکومت باندې راوپاڅاوه چې په پايله کې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت رامېنځته شو چې نورمحمد ترکی رسماً د هېواد ولسمشر شو، د يو کال وروسته د خلقيانو په مینځ کې مخالفتونه رامېنځته شول، د دې ګوند بل مشهور غړي حفيظ الله امين پر نورمحمد ترکي کودتاه وکړل، تر دې دمه د افغانستان خپل داخلي حکومت وو هېڅ بهرني لاسوهنې يا بل څه نه وې، خو له لنډې مودې وروسته د خلق ګوند يو بل ياغي شوي غړي ببرک کارمل د شوروي پوځيانو سره يوځای افغانستان ته رادننه شو چې په پايله کې يې د لومړي ځل لپاره د بهرنيو په مرسته او خوښه یو حکومت جوړ کړ، د هغه له واکمنۍ سره داخلي جګړو هم زور واخيست چې ترننه پورې دا هېواد ورڅخه کړېږي.

تاريخ

 
د باميانو بودايي پژۍ, چي لرغونتوب يې تر لمړنۍ پېړۍ پوري رسیدی، او د نړۍ تر ټولو ستر پژۍ وو د طالبانو د لمړۍ واکمنۍ په وختونو کي په ٢٠٠٠ زېږديز کال کي له مینځه يووړل سو.

تر تاریخ مخکي دوره

په افغانستان کي د لرغونپوهانو له لوري د کیندنو پر اساس د یوشمېر انساني غړو او اعضاوو موندنه دا ښيي چي پردغه خاوره لمړنئ انساني ژوند تر تاریخ مخکي دورې ته ورګرځي او شاوخوا 52000 کاله مخینه یا قدامت لري[۱۰].

د اریایانو لرغونې دوره

تر تاریخ وړاندي دورې را وروسته د افغانستان په خاوره کي تر ټولو لرغونې دوره د امو سیند په اوږدو کي د باختر (بلخ) مدنیت دی، چي د حضرت عیسی(ع) تر پیدایښت 2200 کلونه په هاخوا پیل سوی دی. تاریخونه په ډاګه کوي چي تر عیسوي زیږد 2000 کاله مخکي لرغونو اریایانو له مرکزي اسیا څخه افغانستان ته کډي پیل او ددغه سیمي له باختریانو سره یې اړیکي ورغولې. دوی د امو سیند په سوېل کي د هندوکوش له غرونو سره میشت سول. یاده دوره د افغان تاریخ ویدي مدنیت بلل کیږي چي مشهوره قبیلې یې پکت (پښتون)، الینا ( د لغمان او نورستان خلک) او ځیني نور وه. ددې دورې ډېرئ تاریخونه د لرغونو هندي ویدونو په سرچینو کي موندل کیږي[۱۱].

د اریایانو بل تمدن تر زیږد 1200 کاله مخکي پیل سوی دی چي د معلوماتو سرچینه یې د اوستا په نامه اثر دی، کوم چي پنځه بابه لري. په دې دوره کي د لرغوني افغانستان مشهوره واکمن یما د بلخ ښار ودان کړ. یما د اوستایي مدنیت اړوند پیشدادي کورنۍ څخه واک ته رسېدلی وو، او تر تهمورث او کیومرث وروسته یې چاري په لاس کي واخیستې. دنوموړي د واکمنۍ پر مهال نه یوازي دا چي افغانستان د هغه زمانې له پرمختللي تمدن سره اشنا سو، بلکي په دې هیواد کي د زرتشت دین هم پرمختګ وکړ، او شاوخوا سیمو ته خپور سو.

تر عیسوي زیږد اووه پېړۍ مخکي افغانستان د ماد په نوم یوې ستري واکمنۍ لاندي راغی، چي شاوخوا یوه نیمه پېړۍ یې له تور سمندر څخه نیولې د هند تر پولو پوري لوی شمېر سیمي په واک کي اخیستي وې. د مادیانو پلازمینه هګمتان نومېدل او ددې واکمنۍ څلور پاچهان د افغانستان په تاریخ کي ډېر شهرت لري چي نومونه یې په ترتیب سره دیوکس (Deices)، فره اورتس (فرورتیش)، هووخ شتر (کواکزار) او استیاګس (Asteyages) دي[۱۲]. فرانسوی تاریخ پوه ډار مستتر وایي چي د مادیانو ژبه پښتو ژبي ته نژدې یا ورته بڼه درلوده، او هرودوت په دې اړه یوه بېلګه د (سپي) لفظ وړاندي کوي چي مادیانو به ورته سپاکو ویل. ددوی په واکمني کي د اریايي خلکو یو ټبر چي خلکو (پارسوا) بلل، له شمال څخه سوېل ته کوچ وکړ او پر هغه ځمکه باندي مېشت سول، چي وروسته یې نوم پارس سو.

هخامنشیان

د ماد واکمنۍ په وروستیو کلونو کي د کوروش په نامه ددوی یو چارواکۍ چي د ماد د وروستي واکمن د لور زوی کېدی، د بغاوت رپۍ پورته کړ اوپه لنډ وخت کي یې د هخامنشیانو په نوم یوه بله واکمني چي تر مخکنیو مادیانو هم لویه وه رامنځ ته کړه. هخامنشي واکمنانو په اصل کي د ماد واکمني تر چتر لاندي د سیمه ییزو مشرانو په توګه واک مخته وړی، خو کله چي د ماد اخري واکمن (استیاګس) خپله لور ماندانه (Mandane) دویم کمبوجیه ته ورکړه، ددوی دواړو له یوځایوالي څخه کوروش وزېږېدی او همدغه شخص د ماد واکمني ته د پای ټکئ کښېښود.

د هخامنشیانو واکمنۍ نفوس په هغه زمانه کي تر 49 میلیونه وګړو زیات وو[۱۳]، او د اسیا لویه سیمه یې تر واک لاندي کړې وه. ددې کورنۍ نژدې دیارلسو واکمنانو له 550 مخکي تر زیږد څخه بیا تر 330 مخکي تر زیږد پوري یو په بل پسې حکومتونه وکړه، څو چي د یونان له لوري د مقدوني سکندر په مشرۍ خونړي بریدونه ورباندي پیل او په لنډ وخت کي یې له پښو وغورځول. دهخامنشیانو په دور کي د افغانستان اړوند مشهوره ولایتي سیمي چي ساتراپي یې بلل او مشر یې ساتراپ نومېدی عبارت وې له : پرثوه Parthava (خراسان او ګرګان)، باختریش (بلخ)، زرنګه Zaranka (زرنج یا سیستان)، هره یوه Haraiva (هرات)، ګداره (د کابل سیند او پیښور)، ته ته ګوش (د کوهاټ، بنو او خټکو سیمي) او هراووتیش Harauvatish (اراکوزی یا ارغنداب) څخه.

هیرودوت پخپل کتاب کي د هخامنشي واکمنۍ اړوند ځیني خلک او ټبرونه ګنداریوي، دادیکای، پارس او پکتوان بللي دي، چي تاریخ پوهانو یې ګنداریوي د اوسني کندهار، دادیکای یې تاجکان او پکتوان یې پښتانه گڼلي دي[۱۴].

سکندر مقدوني

تر زیږد درې نیمي وړاندي کله چي د هخامنشي واکمنۍ چاري د داریوش په نوم یو ناتوانه واکمن ته په لاس ورغلې، ورسره سم په یونان کي هم ستر اوښتون رامنځ ته سو، او د سکندر په نامه شخص دخپل پلار تر مړیني وروسته د یونان واګي په لاس کي واخیستې. سکندر چي د لوی سکندر او مقدوني سکندر په نوم هم پېژندل کيږي د دویم فیلیپ زوی وو او په 336 مخکي تر زیږد کي یې هغه وخت د یونان تخت او تاج ترلاسه کړ کله چي یې پلار په یوه مېله ځای کي ووژل سو. نوموړی د خپل پلار په څېر د منظم سلطنت څښتن وو او چي څنګه واک ته ورسېدی د ځواکمن لښکر تر جوړولو وروسته يې د هخامنشي واکمنۍ سره ډغري پیل کړې.

څرنګه چي د هخامنشي واکمنۍ پرمهال د پارس او ختیځ خلکو خلکو له یونان سره لویي نښتي کړي وې، سکندر هم د یادي دښمنۍ او پر نړۍ باندي د واک د ترلاسه کولو په پار مخ د اسیا په لور راوخوځېدی، او د څو لنډو او خونړيو نښتو په پایله کي یې تر افغانستان پوري پراته هیوادونه او سیمي یوپه بل پسې لاندي کړې. هخامنشي واکمن تر یوې اندازې هڅه وکړه چي د نوموړي مخه ونیسي، خو د کمزوري مدیریت او نامنظمي پالیسۍ له کبله یې چاره له لاسه ووتل او سکندر یې د پلازمیني په نیولو او هغې ته په اور اچولو باندي ملا ورماته کړه.

هخامنشي واکمن داریوش په 330 مخکي تر زیږد کي د خپلو دریو قومندانانو په لاس په داسي حال کي ووژل سو چي سکندر د نوموړي په تعقیب پسي روان وو. تر وژلو وروسته یې د بلخ سیمه ییز واکمن بسوس د سکندر په وړاندي د جګړې اعلان وکړ او له رخج او رنګیانا (سیستان او کندهار) او آریا (هرات) له سیمه ییزو مشرانو سره څخه یې مرسته غوښتل چي هغوی هم مثبت ځواب ورکړ (( د یادوني وړ ده چي داریوش همدغه سیمه ییزو مشرانو وژلی وو )).

دپورته سیمه ییزو مشرانو په لړ کي د آریا واکمن بارزانس لمړئ سکندر ته تسلیم سو، خوکله چي د سکندر لښکري له هرات ووتې، ده یرغل ورباندي وکړ او سکندر مجبوره سو چي د بلخ او سیستان د واکمن سره یوځای دی هم بیرته تر برید لاندي ونیسي او په اخر کي یې وواژه. د سیستان، آریا او هلمند ناوې وروسته سکندر په 329 مخکي تر زیږد کي اوسني کندهار ته ورسېد، او د اراکوزیا ښار یې چي اوس زوړ ښار نومیږي ودان کړ. ورپسې یې د کابل له لاري پر کاپیسا او چاریاکار یرغل وروړ او د هندوکوش له لاري یې شمالي افغانستان سقوط او د بلخ واکمن یې د امو سیند هاخوا ته په تیښته اړ ایستی.

د شمالي افغانستان او امو سیند یوشمېر سیمو تر نیولو وروسته سکندر په 327 مخکي تر زیږد کي د هندوکوش له لاري قبایلي سیمو ( اوسني کنړ او پښتونخواه) ته وخوځېدی خو ددې ځای خلکو د نورو په پرتله درنې نښتي ورسره وکړې او سکندر مجبوره سو چي ددوی سره ډېر ښکیل پاته سي. د قبایلو تر نیولو وروسته سکندر د هندوستان سیمه ژر ایل کړه او په 323 مخکي تر زیږد کله چي بیرته بابل ته ولاړی د ملاریا ناروغۍ له کبله هلته مړ سو[۱۵].

د سکندر تر مړیني وروسته د سیمه ییزو یوناني واکمنانو او قومندانانو له لوري د واک پر سر خونړي نښتي وسوې او په دوی کي یو تن یونانی قومندان چي سلیکوس نومېدی د سکندر د واکمنۍ ختیځي سیمي یې له سوریې نیولې تر افغانستان پوري پخپل واک کي راوستې، او تر زیږد 255 کاله مخکي وختونو پوري یې حکومت ورباندي وکړ.

دسکندر د پورته ذکر سویو بریدونو په پایله کي د افغانستان او ختیځ پر تمدنونو باندي د یوناني کلتور اغیزي په پراخه کچه څرګندي سوې او د یونانیانو له لوري یوشمېر عصري ښارونه لکه آی خانم، اراکوزیا او ځیني نور د افغانستان پر خاوره ددې سبب سول چي زرګونه کلونه وروسته هم زموږ د هیواد لرغونی تاریخ ژوندئ وساتي. آی خانم د تخار ولایت سره نژدې یو تاریخي ښار دی چي د افغانستان د تاریخ 2300 کاله هاخوا دوره موږ ته راښيي، او اراکوزیا د اوسني کندهار ولایت اړوند زوړ ښار دی چي سکندر د خپلو نظامیانو لپاره جوړ کړی وو.

باختري خپلواک دولتونه

تر زیږد 255 کاله پخوا کله چي پر افغانستان د سلوکیانو (دسلیکوس اولاده) واکمني کمزورې سول، د بلخ سیمه ییز امیر لمړي دیودیتس د یونان د نوي باختري واکمنۍ بنسټ کښېښود. نوموړی تر 250 کلونو مخکي تر زیږد پوري د بلخ، سغد، مروه او تخار واکمن وو او تر مړیني وروسته یې زوی دویم دیودیتس شل کاله واکمني وکړه. دیودیتس د خپلي واکمنۍ پر مهال هرات او هریرود سیمي هم پخپلي واکمنۍ ورګډي کړې او د پارتی واکمن ارساس سره یې دوستي ټینګه کړه، خو دده واکمني تر ډېره پوري دوام ونکړ او په 220 مخکي تر زیږد کي د آی تیدیوم په نامه یو شخص واک ترې ونیوی. د آی تیدیوم د واکمنۍ پر مهال د شام یوناني واکمن پر پارت او افغانستان باندي یرغل وکړ او د پارتیانو تر پرځولو وروسته یې د آی تیدیوم ځواکونه د هریرود په جګړه کي تر زریاسپ سیمي پوري شاتګ ته اړ کړه. آی تیدیوم پخپل پلازمینه کي تر دوه کاله محاصرې وروسته د شامي واکمن سره سوله وکړه او په بلخ کي یې د سلطنت واګي بیرته له سره ټینګي کړې.

190 کاله مخکي تر زیږد کله چي آی تیدیوم مړ سو پرځای یې زوی دیمیتریوس واک ته ورسېدی او د خپل هیواد پولي یې تر هند او سویلي افغانستان پوري پراخه کړې، خو دده سره هم واک او ځواک یاري ونکړه او په 181 مخکي تر زیږد کي یې له یو قومندان ایوکراتید څخه ماته وخوړه. څرنګه چي په باختر او شاوخوا سیمو کي د آی تیدیوم کورنۍ نفوذ لاهم پرځای پاته وو، ایوکراتید هم تر ډېره پوري سیمه پخپل واک کي نسوای ساتلای او له همدې امله یې خپله پلازمینه د هندوکوش سويل کاپیسا ته ولېږدول. دده تر مړیني وروسته یې زوی واک ته ورسېدی او دخپلي واکمنۍ پولي یې تر شمال او ګندهارا پوري وغزولې. نوموړی چي اصلي نوم یې هیلوکلس وو د باختري واکمنۍ وروستئ پاچا ګڼل کیږي او یوه پېړۍ مخکي تر میلاد یې واکمني د ساکانو په نامه یو ټبر له لوري وپرځول سوه.

په افغانستان کي د بوداییزم خپرېدل

په افغانستان کي د سکندر او اریایانو د پورته یادو واکمنیو پرمهال یوه ستره پېښه چي د خلکو په باورونو او معنوي ژوند باندي یې اغېزه وشیندل هغه د بودیزم یا بوداییزم (دین) خپرېدل وه. تر زیږد پنځه پېړۍ دمخه له 563 څخه 483 کلونو پوري د لرغوني هند په نیپال کي د سیدهارت په نوم یو مذهبي شخص چي د سدودانا او مایا ګوتم زوی وو د خپل نوي دین بوداییزم (دین) بنسټ کښېښود[۱۶]. سیدهارت د خپلو هڅو په پایله کي وتوانېدی ترڅو د خپل ژوند ترپایه بوداییزم د یو ستر مسلک او عقیدې په توګه خلکو ته ورسوي اوپه لنډ وخت کي یې د خپلو پیروانو په مرسته د هند سربېره افغانستان او منځنۍ اسیا ته هم د بوداییزم د خپرېدلو لاره ومومي. افغانستان ته د بوداییزم راتګ د سیدهارت د ژوند له لمړیو لسیزو سره راپیل سو، او د نوموړی تر مرګ څو لسیزي وروسته په 349 مخکي تر زیږد کي یوشمېر بودایي ښوونکو د جمجمه په نامه پژۍ د ناګارا ویهارا (Nagara Vihara) یا اوسني ننګرهار (جلال اباد) ته راوړ او همدلته یې عبادتځای ورته جوړ کړ. ورپسې بل عبادتځای او ښوونیز مرکز د لوکوتاراوادا (Lokottaravada) په نامه د هندوکوش غرونو له لاري لرغوني بامیان ته راوړل سو، چي پنځه برخي یې درلودې. تر زیږد 330 مخکي کله چي سکندر افغانستان ونیوی د بوداییزم له پیروانو سره یې چنداني کار ونه درلود، ځکه نوموړی یو سیاسي او فوځي شخصیت وو. د هند په لرغونې ځمکه کي د موریا امپراطورۍ مشهوره واکمن اشوکا د سکندر تر یرغل یوه پېړۍ وروسته د ګندهارا (کندهار) ښار ته خپل یو پلاوی واستاوه او هلته یې د اوسني کندهار په چل زینو سیمه کي د بوداییزم د مذهبي لارښوونو ترڅنګ څو لیکني د یادګار په توګه ولیکلې چي اوس هم شتون لري[۱۷]. د بودایي مذهب د پیروانو یادي هڅي ددې سبب سوې ترڅو افغانستان څو پېړۍ پرله پسې ددغه دین تر اغیز لاندي راسي او لوی شمېر پیروان ومومي.

ساکان

د وروستي باختري واکمن هیلوکلس سلطنت تر میلاد یوه پېړۍ مخکي د سیمه ییزو مشرانو له لوري دړي وړي سو او په همدې وخت کي له ګندهارا او سیستان څخه د ساکانو په نامه یوه لویه ډله په دې وتوانېدل ترڅو دغه سیمه ییز مشران هم ایل کړي. د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د ساکانو قوم اړوند څلور واکمنان تر اوسه پوري پېژندل سوي دي چي نومونه یې په ترتیب سره هرایوس، مایوس، ازیس او ازیلیسیس وه. د انګرېز تاریخ پوه په قول ددوی نومونه د لرغوني پښتو سره ډېر سر خوري. د یادولو وړ ده چي ساکان د اوسنیو څېړنو له مخي د منځنی اسیا او تورسمندر څخه راغلي خلک وه[۱۸]. د تاریخونو پر بنسټ پر افغانستان د ساکانو د واک موده تر یوې پېړۍ هم لږ وه، خو د واک ساحه یې د باختري دولت تر سوېل او سوېل ختیځو پوري غځېدلې وه.

کوشانیان

د 165 مخکي تر زیږد په شاوخوا کي د چین له ختیځ څخه د یوچي Yueh_Chi په نامه یو ټبر چي له اریایي ساکانو سره یې وینه ګډېدل، لمړئ د اموسیند شمال او بیا افغانستان ته راوکوچېدی او د هیواد په شمال کي یې د تخار د خلکو په مرسته د بلخ ولایت لاندي کړ. د یوچي او تخاریانو ترمنځ ددې ګډون له امله د کوی شانګ یا کوشان په نامه نوی ټبر منځ ته راغی، چي لمړئ واکمن یې کوجوله کره کدفیزیس (Kujula-Kara-Kadphesis) نومېدی[۱۹]. کوجوله د بلخ تر نیولو وروسته د اریانا پاته برخي لکه کابل، کاپیسا، غزني او سویلي پښتني سیمي یوپه بل پسې لاندي کړې او ترخپل مړیني 78 زیږدیز کال پوري یې د کوشان ځواکمن سلطنت پر پښو ودراوه. د نوموړي تر مړیني وروسته یې زوی ویما کدفیزیس (Wema Kadphesis) او ورپسې کنیشکا نومي شخص واک ته ورسېدل. کنیشکا چي د افغانستان او هند په تاریخ کي د اریانا له سترو واکمنانو ګڼل کیږي د خپل امپراطوري لمنه یې له ادبي او اقتصادي پلوه ډیره پراخه کړه او د سلګونو معبدونو جوړولو ترڅنګ يې د لرغوني افغانستان ستره اقتصادي لاره (د ورېښمو لار) د چین، هند او اروپا ترمنځ د تجارت د مرکز په توګه ژوندۍ کړه. د نوموړی د واکمنۍ ژمنئ مرکز پوروساپورا یا اوسنی پېښور او دوبنۍ پلازمینه یې بګرام او کاپیسا وه چي لرغوني اثار یې اوس هم د افغانستان تېر دوه زره کلن تاریخ په ډاګه کوي. همدارنګه د امپراطورۍ پولي یې له بخارا څخه تر ګنګا سیند او همداسي د چین له ځمکي څخه تر سویلي هند پوري رسېدلي وې[۲۰]. یوه اړینه خبره چي دلته د یادوني وړ ده، هغه دا چي د اریایي تمدن، یوناني تمدن، بودایي تمدن او کوشانیانو ستر فرهنګي او سیاسي مرکزونه د لرغوني افغانستان اړوند په پېښور، بامیان، کاپیسا، بګرام، جلال اباد، هډه، ګندهارا، بلخ، هرات او تخار ولایتونو کي واقع وه.

کیداري واکمني، ساسانیان او د افغان ویئ (لفظ)

په دویمه زیږدیزه پېړۍ کي د کنیشکا له مړیني سره سم د کوشانیانو پایڅوړ هم پیل سو او تر مرګ وروسته یې زامن د بېلابیلو سیمو څښتان سول. د افغانستان په دننه کي دې حالاتو د لویدیځو سیمو واکمنان د پارس د ساساني واکمنۍ په لوري راوکاږل او په دې توګه ساساني ځواک ته په افغانستان کي د لاسوهني زمینه برابره سول. یوازینئ افغان واکمن چي د ساسانیانو ددې تیري په وړاندي ودرېدی هغه دبلخ شهزاده کیدار وو، کوم چي له کوشاني واکمنۍ څخه پاته سوی شهزاد ګڼل کېده. د کیدار واکمني د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د کیداریانو په نامه یاده سوې ده او د ذکر سوي شهزاده اولادونه او پاته کوشانیان ترهغه مهاله چي په افغانستان کي مېشت وه د ساسانیانو په وړاندي یې پرله پسې پاڅونونه او خونړي جګړې ترسره کولې چي دې جګړو د ساساني ځواک پښې لړزاندي کړې او هیڅکله ونه توانېدل ترڅو پر ټول افغانستان باندي ولکه ټینګه کړي. یرغلګر ساسانیان په اصل کي د ساسان په نوم یو شخص اولاده وه او ددې کورنۍ لمړئ واکمن اردشېر نومېدی چي په پارس کي یې د ساساني واکمنۍ بنسټ کښېښود[۹]. د نوموي تر مرګ وروسته یې اولادونه د افغانستان د کورنۍ ګډوډۍ څخه په ګټه اخیستلو باندي دغه هیواد ته اړم سول او تر پېښور پوري یې ځمکي لاندي کړې، خو لکه څنګه چي یادونه وسوه هیڅکله یې په دې سیمه کي ارام ونه موند او مجبوره وه چي هروخت په کړکیچ کي ښکېل پاته سي. د ساسانیانو د واکمنۍ یوازیني اړین څیز چي د افغان تاریخ اړوند ګڼل کیږي هغه د افغان اوسنۍ کلیمه ده چي د 260_273 زیږدیز کلونو په شاوخوا کي د پارس په نقش رستم کي د(Abgan) په بڼه د شاپور په نوم لیک کي موندل سوې ده.[۱۱][۱۳]

هفتالیان

د ساسانيانو او کیداریانو د جګړې په دوام په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کي د هپتالیانو (Hephthalites) یا ایپتالیانو (Ephthalites) په نوم یو ټبر چي دسنکسریټ ژبي په هندي سرچینو کي شوته هونه (سپین هونان) هم یاد سوي دي له مرکزي اسیا څخه مخ پر شمالي هندوکوش راوکوچېدل او د بلخ په نیولو یې د کیداریانو واکمني سقوط او ساسانیان یې هم له ګواښ سره مخ کړل.[۲۱][۲۲] دشمالي هندوکوش د تخارستان او باختر ولایتونو تر پرځېدو وروسته دې نوي ډلي د کابل او ګندهارا په لور مخه کړه او د هغه سیمو په نیولو یې د افغانستان ټول واک په لاس کي واخیست. د پارس ساساني واکمن (بهرام ګور) ددوی د مخنیوي لپاره په 427 کال کي د مرو رود په سیمه کي یوه خونړي نښته ورسره وکړه چي په پایله کي يې هفتالیانو ماته وخوړه او مشر (خاقان) یې ووژل سو. د بهرام ګور تر مړیني وروسته یې زوی (دویم یزدګرد) واک ته ورسېدی او هغه هم د پلار په څېر له هفتالیانو سره زور ازموینه پیل کړه خو د تېر پر خلاف داځل هفتالیان ځواکمن وه او ساساني لښکري یې د جګړې په ترڅ کي د افغانستان لویدیځ ته پر شا کړې. په 557 زیږدیز کال کي د یزدګرد له مړیني سره سم د هغه زوی او د بهرام ګور لمسئ (فیروز) واک ته ورسېدی او له هفتالیانو سره یې د ډغرو وهلو یوه بله سلسله راپیل کړه خو داځل ساساني ځواکونه دومره وځپل سوه چي فیرزو یې مجبوره کړ ترڅو هفتالیانو ته باج ورکړي او ځان او خپله واکمني ددې حالت څخه وژغوري. له یادي پیښي لږ وخت نه وو تېر سوی چي فیروز بیرته خپله ژمنه ماته کړه، او د اخري ځل لپاره یې خپل بخت له هفتالیانو سره په جګړه کي وازمایه خو دې جګړې نه یوازي دا چي ساساني لښکر دړي وړي کړ، بلکي فېروز هم سر پکښي بایلاوه او تر مرګ وروسته یې لور د هفتالي واکمن (اخشوان) لاسته ورغله چي هغه بیا وروسته واده ورسره وکړ.[۲۳][۲۴]

د اخشوان او پارسي شهزادګۍ پورتنئ واده د افغانستان او پارس ترمنځ د یوې اوږدې سولي پیلامه وګرځېدل او د پارس ساساني دولت افغانانو ته د پخوا په څېر ججه ورکول پیل کړل. اخشوان نژدې نیمه پېړۍ واکمني وکړه او په دې موده کي د اریانا (افغانستان) خاوره له هند او چین څخه نیولې تر پارس پوري پراخه سول. د نوموړی تر مړیني وروسته يې زوی توره منه (Turamana) او ورپسې لمسئ میهیره کوله (Mihirakula) واک ته ورسېدل، چي پلازمینه یې سیالکوټ سیمه ګڼل کېده او پولي یې په ختیځ کي د هند له ګوپتا دولت سره نښتي وې.[۲۵] د اخشوان، توره منه او میهیره کوله واکمنی په لرغوني افغانستان کي د هفتالیانو تر ټولو ځواکمن دولتونه وه چي تمدن یې د هیواد له دري او پښتو ژبو سره هم ګډ سوی وو او ځیني لغاتونه یې لکه خان، اولس، جرګه، یرغل، همرویسه (میرویس) او داسي نور تر اوسه په پښتو ژبه کي استعمالیږي.[۲۶]

د میهیره کوله تر مړیني وروسته د هفتالیانو واکمني پر افغانستان کمزورې سول او د شپږمي زیږدیزي پېړۍ په وروستیو کي له شمال څخه ترکي قبیلو او له لویدیځ څخه د پارس خسرو انوشیروان پر هیواد باندي یرغل وکړ چي په دې سره افغانستان نه یوازي داچي له مرکزي دولت څخه بې برخي سو، بلکي هره سیمه یې د ځایي سیمه ییزي واکمنۍ په ډول خپلواکه سول او بهرنیو یرغلګرو ته یې بېلابیلي ستونزي وزېږولې. د ملوک الطوایفۍ په دغه دوره کي ځیني مشهوره سیمه ییزي کورنۍ د غزني لویکان، د زابل رتبیلان، د کابل شاهان او د هندوکوش په شمال کي ترک خاقان وه. د کابل شاهان او زابل رتبیلان چي یوه یې له غزني څخه تر سیستانه او بل یې له کابل څخه د پنجاب تر څنډو پوري واکمني کول د نورو په نسبت ځواکمن او له یوبل سره یې دوستي هم درلوده. د شمال خاقان بیا ددوی څخه بېل یوه جنګیالئ ټبر وو چي څوځله یې له پارسیانو سره هم نښتي وکړې او هغوی یې د افغانستان پر ځمکه ارامۍ ته نه پرېښودل.[۲۷] پارسیانو په دې وخت کي د افغانستان پر لویدیځه برخه (هرات او شاوخوا سیمو) باندي تر نورو ډېر نفوذ درلود او د ګډوډیو په دغه دوره کي یې د اسلام تر راتګه پوري پخپل واک کي ساتلې وه.

افغانستان ته د اسلام راتګ او اسلامي واکمنيو پیل

په اوومه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د مبارک دین په راتګ سره د لویدیځ روم او ختیځ پارس واکمنۍ یو په بل پسې وپرځېدې او په عراق کي تر څو خونړیو جګړو وروسته د پیغمبرﷺ اصحاب او مسلمانان وتوانېدل چي ایرانئ واکمن یزدګر د پارس ختیځ ته پر شا کړي. څرنګه چي د افغانستان لویدیځ هرات او یو شمېر نوري سیمي دا وخت د پارس تر واکمنۍ لاندي وې یزدګر هم د مسلمانانو له ویري سیستان ته وتښتېدی او دې پیښي عربانو ته د افغانستان د فتحي دروازه پرانیستل.

عرب مسلمانانو په دریمه هجري لسیزه کي د حضرت محمدﷺ تر رحلت وروسته د مجاشع په نوم مسلمان قومندان سیستان ته ولېږه خو مجاشع په یاده جګړه کي شهید او د سیستان فتحه وځنډېدل. یزدګرد تردې پیښي څوکاله وروسته مرو ته وتښتېدی او سیستان په 30 هجري کي یوځل بیا د مسلمانانو د دویم برید له کبله سولي ته اړ سو خو د سیمي سرکښه ټبرونه په دي سوله نه وه خوښ او تر 35 هجري (655 زیږدیز) پوري یې پرله پسې پاڅونونه کول چي هرځل به د مسلمانانو له لوري بیرته ارام او سیمي یې تر بست او کندهار پوري دهغوی په لاس کښېوتلې. د امویانو لمړي خلیفه (معاویهؓ) په 36 هجري کي عبدالرحمن بن سمره له یو شمېر دیني علماوو سره سیستان ته ولېږه ترڅو هلته د عبادت لپاره یو دیني مرکز فعال او خلکو ته د اسلام بلنه ورکړي. عبدالرحمن سیستان له رسېدو سره سم د اسلام بلنه علماوو ته پرېښودل او خپله یې د بست او کندهار په نیولو ځان تر کابل پوري ورساوه. د کابل واکمن تر یوې لنډي جګړې وروسته د نوموړي سره سوله وکړه او عبدالرحمن بیرته سیستان ته راغی.

تر عبدالرحمن وروسته د سیستان مشرتوب بېلابیلو عرب مشرانو ته وسپارل سو او د سرکښیو دغه حالت نه یوازي په سیستان بلکي په شمال او لویدیځ افغانستان کي هم د اموي خلافت تر پایه پوري دوام درلود. د سیستان د یادو نښتو پرمهال پارسی واکمن یزدګرد د هرات واکمن (ماهویه سوري) ته په لاس ورغلی او هغه هم د پارسیانو او افغانانو د پخوانۍ دښمنۍ پر اساس نوموړی وواژه. د یزدګرد تر وژلو وروسته ماهویه د هرات، مروه، بلخ او بخارا په نیولو سره وتوانېدی ترڅو یوه نوې افغان واکمني رامنځ ته کړي، خو دې حالت هم دوام ونکړ او په 652 کال کي اسلامي ځواکونو د هرات ښار تر فتحي وروسته شمالي افغانستان ته مخه کړه. ماهویه ډېره هڅه وکړه ترڅو ددوی مخه ډپ کړي خو مسلمانانو د څو خونړیو نښتو په پایله کي دئ تر امو سیند هم واړاوه او د بلخ، تخارستان، سمنګان او مرو سیمي یې لاندي کړې. د ماهویه تر ماتي وروسته د مرغاب سیمي یو شهزاده او ورپسې د هرات په ښار کي د قارن په نامه یو کس د اسلامي لښکر په وړاندي پاڅونونه وکړه او افغانان یې وهڅول چي ددوی ملاتړ وکړي. اسلامي لښکرو که څه هم چي د مرغاب لمړئ پاڅون ژر غلۍ کړ، خو د قارن د ځواکونو دویم پاڅون ستر زیان ورواړاوه او د هرات سربېره یې د پارس نیشاپور سیمه هم له لاسه ووتل. مسلمانانو ددې شخص د ماتولو لپاره د یو شپني برید په ترڅ کي نوموړی له خپلو ملګرو سره وواژه او په دې توګه یې د افغانستان لویدیځ او شمال دویم ځل فتحه کړ.

د قارن تر وژني څو لسیزي وروسته د نیزک بادغیسي په نامه یو بل افغان واکمن له عربانو سره نښتي پیل کړې او شمال یې د مسلمانانو لپاره څو کاله پرله پسې سور اور وګرځاوه. د اموي خلافت واکمنانو د نوموړي د مخنیوي لپاره قتیبه بن مسلم چي یو سخت زړه عرب قومندان وو، وګوماری او هغه هم د یوې توطیې په ترڅ کي نیزک وواژه. څرنګه چي عربان ددې سیمي له خلکو څخه نور ستړي سوي وه، اموي واکمنو پرېکړه وکړه چي د عرب توکمه مسلمانانو په میشت کولو سره افغانان اسلام ته وهڅوي او په دې توګه یې لسګونه زره عرب کورنۍ افغانستان ته راولېږلې.[۲۸] [۲۹]د کورنیو دغه ډول لیږد د افغانستان لپاره مثبته پایله ورکړه او د اموي خلافت تر پایه د افغانستان په شمال، سوېل او لویدیځ کي لوی شمېر افغانان د اسلام په دین مشرفه سول، خو د مرکزي او ختیځ افغانستان برخي لاهم د اسلام د نعمت څخه بې برخي وې او د کابل او شاوخوا سیمو محلي واکمنان د عباسي خلافت په زمانه کي هم تر څو لسیزو پوري خپلواک پاته سول.

په افغانستان کي د اموي خلافت پر مهال پورتنیو پیښو همداسي دوام درلود، چي د اتمي زیږدیزي پېړۍ په لمړیو لسیزو کي له عراق او شام څخه د آل عباس (د حضرت محمدﷺ د اکا عباس اولادونو) یو ستر سیاسي او فوځي پاڅون ترسره او د امویانو په وړاندي یې جګړې پیل کړې. د افغانستان نوي مسلمانان چي له پیله د حضرت محمدﷺ له کورنۍ سره په اړیکه کي وه د آل عباس ددې پاڅون هرکلئ یې وکړ او د ابو مسلم خراساني په نوم د یو نامتو مسلمان قومندان په مشري یې د افغانستان اموي واکمنان لمړئ مات او بیا مخ د عراق په لوري روان سوه. د اموي خلافت مشرانو چي له خراسان او عربي سیمو څخه داسي ناببره انقلاب ولیدی په وړاندي یې ټینګ نه سول او په 750 زیږدیز کال کي ددغه خلافت اخري واکمن د عباسیانو سره د یو نښتي په پایله کي ووژل سو. د نوموړي له وژني سره سم د امویانو خلافت په اسلامي نړۍ کي ختم او د افغانانو په ملاتړ د عباسیانو نوې واکمني رامنځ ته سول. عباسیان خلافت ته له رسېدو سره سم لمړئ پخپل واک ټینګولو باندي بوخت سول او کله چي یې یاده چاره ترسره کړه په 755 زیږدیز کي یې ابو مسلم خراساني هم د یو توطیې په ترڅ کي وواژه؛ او د نوموړي ورځ تربلي نفود ته یې د پای ټکئ کښېښود.

د ابومسلم خراساني وژني په افغانستان کي د عباسي خلافت لپاره یو لوی ناورین وزېږاوه او په پایله کي یې څو خونړي پاڅونونه رامنځ ته سول چي مشهوره هغه یې په 141 هجري کي د فیروز زردشتي پاڅون، په 142 هجري کي د برازبنده پاڅون، په 144 هجري کي د بست او کندهار پاڅون او په 150 هجري کي د سیس هروي پاڅون وو، چي له امله یې عباسيان څو کاله پرله پسې له درنو نښتو سره لاس او ګرېوان سوه او د زرګونو تلفاتو په ورکولو یې افغانان بیرته غلي کړل. ددې پاڅونو تر غلي کولو وروسته په 151 هجري کي د زرنج او په 161 هجري کي د هرات او بادغیس خلکو هم وسلې ته لاس واچاوه او عباسي دربار یې مجبوره کړ چي پخپل سیاست کي د امویانو په څېر بدلون راولي. عباسي خلیفه هارون الرشید د افغان حالاتو د قابو کولو لپاره په 177 هجري کي د بلخ له برمکیانو سره اړیکي ټینګي کړې او ددغه کورنۍ مشهوره شخص فضل بن یحیی برمکي یې د خراسان حاکم وټاکه. دا سړئ چي له کلونو راهیسي یې په عباسي دربار کي ښه رسوخ درلود، وتوانېدی تر څو افغانستان د ابومسلم خراساني په څېر یوځل بیا ارام کړي، خو د عباسي دربار سیاسي اړو دوړ دئ هم د هارون الرشید توري ته برابر کړ او تر وژني وروسته یې نه یوازي د برمکیانو کورنۍ په بشپړه توګه وپرځول سوه، بلکي د افغانستان حالت هم ورسره کړکېچن سو او په 182 هجري کي د حمزه سیستاني په نوم شخص د هرات، زرنج او فوشنګ ( د هرات ولایت اوسنۍ زنده جان ولسوالي) ولایتونه یوپه بل پسې ونیول. هارون الرشید چي د حالاتو جاج واخیست، پرېکړه یې وکړ چي یاد بغاوت پخپله غلۍ کړي خو د نوموړي سره ژوند یاري ونکړه او حمزه سیستاني وتوانېدی چي څو کاله نور هم ژوندئ پاته سي او په پای کي د بلوچستان د ځینو سیمو تر نیولو وروسته په 213 هجري کي د عباسیانو له لوري ووژل سو.[۳۰]

خپلواکه اسلامي دوره

د هارون الرشید تر مړیني وروسته په (دریمه هجري/ نهمه زیږدیزه) پېړۍ کي د طاهریانو په نوم یوه نوې کورنۍ د افغانستان واک ته ورسېدل او د طاهر په نوم یو شخص چي له آره یې د هرات په ولایت پوري اړه درلوده[۳۱] په عباسي دربار کي د مامون الرشید سره د نږدې اړیکو او زیات نفوذ له امله د افغانستان او خراسان واک ته ورسېدی. طاهر په 205 هجري کي کال کي د واک لاسته راوړلو وروسته د عباسي دربار په وړاندي نرم سیاست په لاره واچاوه او غوښتل یې چي په 206 هجري کي عملي خپلواکي لاسته راوړي، چي دې پیښي عباسي دربار په غوسه کړ او د نورو افغان واکمنو په څېر دئ هم د توطیې قرباني سو.

د طاهر تر مړیني وروسته یې زوی طلحه بن طاهر د واک پر ګدۍ کښېنستی او د خپل پلار میراث یې چي لویدیځ او شمالي افغانستان یې په ځان کي رانغاړل په لاس کي واخیست. طلحه د پلار پر خلاف له عباسیانو سره نرم سیاست په لاره واچاوه او تر 213 هجري/828 زیږدیز پوري یې سوله ییزه واکمني ترسره کړه. په 213 هجري کي د عبدالله په نوم د طاهر بل زوی د عباسي دربار په مرسته د افغانستان واک ته ورسېدی او د خپل فوځي زور په مټ یې د افغانستان نوري سیمي هم لاندي کړې. عبدالله د خپلي واکمنۍ پر مهال د سویلي افغانستان (سیستان) له یوې ځواکمني کورنۍ صفاریانو سره په جګړو کي ونښتی او دغه جګړو دومره زور واخیست چي د عبدالله تر مړیني وروسته یې زوی (دویم طاهر) او لمسئ (محمد بن طاهر) هم لسګونه کلونه پکښي ښکېل سوه او په اخر کي د هرات تر پرځېدو وروسته د صفاریانو له لوري یاده کورنۍ په 259 هجري/873 زیږدیز کال کي په بشپړ ډول وپرځېدل.

د طاهري واکمنۍ له پرځېدو سره د اسلامي نړۍ په ختیځ او لویدیځ کي د بغداد عباسي خلافت له یو ډول کړکېچ سره مخ سو او د صفاریانو نوي واکمن (یعقوب بن لیث) د افغانستان په زرنج کي د یو خپلواک خو لنډمهاله افغان دولت بنسټ کښېښود. یعقوب چي له آره د افغانستان د سیستان د سیمي وو، د طاهریانو تر پرځېدلو وروسته یې د افغانستان شمالي او مرکزي سیمي په لاس راوړې، او ورپسې یې د پارس په فتحه کولو سره ځان د بغداد پولو ته ورساوه، ترڅو عباسي خلیفه معتمد علی الله له واکه وغورځوي. معتمد علی الله د نوموړي سره د جګړې لپاره خپل فوځونه د بغداد سوېل ته ولېږل او یعقوب یې د یو برید په ترڅ کي بیرته شاتګ ته مجبوره کړ. یعقوب چي دې ماتي سخت په قهر کړی وو، غوښتل یې خپل غچ په دویم برید کي واخلي، خو ژوند یاري ورسره ونکړه او په 265 هجري کي یې تر مرګ وروسته ورور (عمرو بن لیث) واک ته ورسېدی.

د یعقوب تر مرګ وروسته عباسي دربار پر عمرو بن لیث باندي د فشار اچولو په موخه د افغانستان په شمال کي د سامانیانو له کورنۍ سره اړیکه ونیول او د څو کلني زور ازمویني په پایله کي یې صفاري کورنۍ له دواړو اړخونو داسي راڅملول، چي ټول زور یې په یوځل اوبه او د دریمي هجري پېړۍ په پای یا لسمي زیږدیزي پېړۍ په پیل کي له زوال سره مخ سوه.

د افغان تاریخونو پر بنسټ د صفاریانو په پرځېدو کي تر ټولو ستر رول د ساماني کورنۍ ستر واکمن اسماعیل ولوباوه، او په 287 هجري کي یې د عمرو بن لیث په ماتولو سره د صفاریانو ټولي سیمي لاندي کړې. اسماعیل ساماني له آره د افغانستان د بلخ ولایت وو، او نیکونو یې د مامون الرشید عباسي په دوره کي لمړئ د بغداد او وروسته د افغانستان طاهري دولت ته لاره وموندل[۳۲]. ددې کورنۍ مشهوره شخص امیر ابراهیم د طاهري دولت پر مهال د افغان فوځ سرلښکر وو او دوه نور مشران یې چي یو همدغه اسماعیل او بل امیر نصر نومېدی، د معتمد علی الله د واکمنۍ پر مهال د ماوراء النهر مشرتوب ته ورسېدل.

اسماعیل واک ته له رسېدو وروسته په شمالي افغانستان او ماوراء النهر کي یو ځواکمن سلطنت پر پښو ودراوه او په 287 هجري کي یې د صفاري دولت په پرځېدو سره پاته افغان خاوره هم خپله کړه. نوموړی په 295 هجري کي د شپېتو کالو په عمر وفات سو او د سلطنت چاري یې زوی (امیر احمد) ته پاته سوې، خو څرنګه چي هغه د پلار په څېر عزم لرونکی شخصیت نه وو، نو ځکه یې په 301 هجري کي واک او سر دواړه بایلودل او د سلطنت چاري یې زوی امیر نصر ته پاته سوې. امیر نصر چي د افغانستان په ساماني تاریخ کي یو نوموتې څېره ګڼل کیږي د خپلي واکمنۍ پر مهال یې د هیواد تمدن او پرمختګ ته نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړه، او د افغانستان سیاسي او فوځي برم یې تر لیري لیري سیمو پوري وغځاوه.

په 331 هجري کي د امیر نصر له مړیني سره سم د ساماني دولت ځوړتیا هم پیل سوه، او راتلونکي شپږ واکمنان لکه امیر نوح، عبد الملک، امیر منصور، دویم نوح، دویم منصور او دویم عبد الملک د لسمي زیږدیزي تر وروستیو په داسي حال کي واک ته ورسېدل چي له دولتي چارو په هاخوا یې نور کومه ځانګړې کارنامه ترسره نکړه. د ساماني دولت په یادو واکمنانو کي د دویم نوح دوره سخته کاواکه وه او په دربار کي دننه دوو سترو دولتي اشخاصو ( ابو الحسن سیمجمور او ابو الحسن فایق) د اختلافاتو له امله د ساماني دولت مشهوره وزیر ابو الحسن عتبي په قتل ورسېدی.

سياست

د طالبانو لخوا د قدرت ښودني د مراسمو يو انځور چي په کال ١٩٩٧ کي په پلازمینه کابل کي تر سره سول.

د احمدشاه بابا له لوري د معاصر افغانستان تر جوړښت مخکي ددغه هیواد سیاست د شته واکمنیو د ګټو پر اساس ټاکل کېدی، خو په اوولسمه زیږدیزه پېړۍ کي د دراني واکمنۍ او نوي افغانستان له جوړېدو سره د سیاست دوه لوري ( کورنئ او بهرنئ سیاست) وټاکل سوه چي کورنئ سیاست یې د ځواکمن حکومت، قومونو ترمنځ یووالي او ټولنیزي سولي پر اساس ولاړ وو، او بهرنئ سیاست یې له هغه هیوادونو او واکمنیو سره اړیکي وې چي د افغانستان له ګټو سره یې سر لګاوه.

د معاصر افغانستان له جوړښت راهیسي د احمدشاه بابا او تیمورشاه دراني سیاستونه د افغانستان پر ځواکمن کېدلو او د ګاونډیو مسلمانانو پر ژغورلو یا د هغوی سره پر ښو اړیکو جوړولو باندي ولاړ وه، خو د احمدشاه بابا په پرتله تیمورشاه درانئ د بریتانوی هند د لاسوهنو له امله ددوی په لومو کي څه ناڅه نښتۍ پاته سو چي له همدې کبله نه یوازي دا چي د انګرېزانو ځواک په هند کي وژغورل سو، بلکي د راتلونکي لپاره یې افغانستان ته هم لاسونه راوغځول. د تیمورشاه دراني تر مرګ وروسته د انګرېز لاسوهني په افغانستان کي پرله پسې زیاتېدلې او د سدوزي شهزاده ګانو ترمنځ په اختلاف ډېرولو یې افغانستان د تباهۍ کندي ته وغورځاوه چي دې پیښي افغانستان د تزاري روسیې او بریتانوي هند ترمنځ د سیالیو په ډګر بدل او هیواد د Buffer Zone یا حایل حیثیت خپل کړ. په یاده سیالي کي د انګریزي یرغلونو پر مهال یوشمېر افغان واکمنان له انګریزانو سره د نرم او یو شمېر د زیږ سیاست پلوي وه. امیر شېرعلي خان چي د سدوزیو په کورنۍ کي مترقي پاچا وو له انګرېزانو سره یې په زړه کي سخته کرکه خو په ښکاره د هیواد د ګټو په پار ښه راشه درشه درلوده. انګرېزان چي د نوموړي په نیت له وخته خبر وه دده خپلواکي غوښتنه یې نه خوښول او چي څنګه امیر په اصلاحاتو او بهرني خپلواک سیاست باندي لاس پوري کړ، افغانستان د انګریز له لوري تر برید لاندي راغی او شېرعلي خان د واکمنۍ څخه وپرځول سو.

د سدوزیانو تر پرځېدو وروسته دبارکزیو امیر دوست محمدخان هم د هیواد لپاره څه ناڅه مثبت فکر درلود خو انګریزانو له ده څخه هم د خپلواکۍ واک سلب کړ. ورپسې امیر عبدالرحمان خان چي د انګرېز ټولي توطیې یې تر نظر تیري کړي وې له دوی سره ډېر نرم سیاست په لاره واچاوه او د خپلي مجبورۍ او پاته واکمنۍ ټینګولو لپاره یې هغوی ته ډیورنډ کرښه هم پرېښوده. امیر عبدالرحمان خان خپل داخلي سیاست د استبداد او قومونو ترمنځ په ګډوالي کي ترسره کړ او لوی شمېر پښتانه یې پر شمالي پولو ددې لپاره ځای پرځای کړه ترڅو په راتلونکي کي د افغانستان د نوري تجزیې مخه د تل لپاره ونیسي، چي دغه سیاست یې ترننه پوري مثبته پایله ورکړې ده. د عبدالرحمان خان زوی امیر حبیب الله خان د پلار په پرتله ډېر نرم سیاست خوښوونکی وو او د پلار له لوري پسي اخیستل سوي اکثره کورنۍ یې بیرته افغانستان ته راوبللې، نوموړي همدارنګه له جګړې څخه د هیواد د ژغورلو په خاطر په لمړۍ نړیواله جګړه کي افغانستان بې طرفه اعلان کړ. د حبیب الله خان تر مرګ وروسته کله چي امان الله خان واک ته ورسېدی د خپل پلار او نیکه خلاف یې د انګرېز په وړاندي متقابل سیاست پیل کړ او له خپلواکۍ اخیستلو وروسته یې د خپلو اصلاحاتو په مټ افغانستان د پرمختګ لور ته سوق کړ، خو انګرېزانو د نورو په څېر له ده څخه هم غچ واخیست او د حبیب الله بچه سقاو په مرسته یې وپرځاوه.  

د بچه سقاو له مړیني وروسته نادري کورنۍ واک ته ورسېدل او هیواد له یو شمېر کږلیچونو سره سره خپلواک او د نرم سیاست خاوند سو. د نادر شاه او ظاهرشاه واکمني د انګریزانو، شوروي اتحاد او ایران سره پر متقابلو ګټو او بې طرفه سیاست باندي څرخېدل، او همدارنګه یې په دویمه نړیواله جګړه کي افغانستان یوځل بیا بې طرفه اعلان کړ، خو ددوی د کورنۍ بل شخص داوودخان ددې ډول سیاست پلوی نه وو بلکي د پښتونستان په قضیه کي یې د نوي جوړي سوي مستعمرې (پاکستان) سره سخت مخالفت کاوه چي دې پیښي افغانستان له امریکا، عربي هیوادونو او لویدیځ سره په لیريوالي کي واچاوه. داوودخان یو مترقي او پر هیواد مین خو په عیني حال کي خپلواکۍ غوښتونکی او زیږ پښتون سیاست مداره وو او پریکړي یې اکثره احساساتي وې، چي د همدغه احساساتو له امله لمړی د شورویانو په جال کي ښکېل او بیا ووژل سو. د داوودخان تر شهادت وروسته هیواد په مکمله توګه د کمونیسټي سیاست په طرف ولاړی او شورویانو د افغانستان بهرنئ سیاست تر ډېره پوري د خپلو ګټو په لوري کشاوه. د شلمي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کي کله چي د شوروي له ملاتړه برخمن د ډاکتر نجیب الله حکومت وپرځېدی، د مجاهدینو حکومت بیخي ناکامه سیاست خپل کړ او د هیواد حیثیت په نړۍ کي له پوښتني سره مخ سو. ورپسې په 1994 کي د طالبانو افراطي سیاست افغانستان په 2001 کال کي د امریکا او ناټو یرغل ته ورټېل واهه.

له 1992 کال را وروسته کله چي د ډاکټر نجیب الله حکومت په افغانستان کي وپرځېدی، ورسره سم د هیواد سیاسي تاریخ له جمهوري افکارو او ولسواکو ارزښتونو څخه په بشپړه توګه بیل سو، او د سیاسي مشرتوب ټولي چاري د جهادي ډلو لاس ته ولوېدې، چي په دې ډلو کي د رباني جمعیت، د ګلبدین حزب اسلامي او د طالبانو حرکت په ځانګړې توګه د یادوني وړ دي. د طالبانو حرکت چي له 1994 کال راهیسي په افغانستان کي فعاله سوی دی، ډېر غړي یې سخت دریځه او د مدرسو زده کوونکي دي، چي ځانونه د رباني تر جمعیت او ګلبدین تر حزب اسلامي وفاداره مسلمانان ښیي، او په افغانستان کي ملاکراسي غوندي نظام غواړي. ددوی د فکر پر خلاف د رباني جمعیت یو کړکېچن او بې باوره ګوند دی، چي هیڅ سیاسي ثابت لیدلورۍ نه لري او مشهوره غړي یې په بېلابیلو جرمونو کي هم ښکیل دي. ددې ترڅنګ یاد ګوند سره ددې چي د اسلامي نظام د راوستلو ادعاء هم لري په 2001 کال کي یې د امریکایي یرغل سره پراخه مرسته وکړه، او همدارنګه یې د دولت لوی شمېر چوکۍ د پښتنو سره د تعصب له مخي یوازي پخپل منځ کي ووېشلې. د جمعیت دغه ډول سیاسي وېش د افغانستان جمهوري نظام له هم هغه پیله منزوي کړ او د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال نه یوازي چي بنسټیزي پروژې عملي نسوې، بلکي د پښتنو پر وړاندي ددوی تعصب او پراخ اداري فساد د افغانستان سیاسي فضا خړه پړه کړه، او په پایله کي یې طالبانو ته د بیا راتګ زمینه برابره سول.

رباني په 2011 کال کي د طالبانو له لوري په یو ځانمرګي برید کي ووژل سو او لس کاله وروسته یې د ګوند ټول غړي په 2021 کال کي د طالبانو د بیا راتګ پر وخت له هیواده بهر وتښتېدل. ددوی تر تیښتي وروسته یوازینئ جهادي ګوند چي په افغانستان کي پاته سو د ګلبدین حزب اسلامي وو، چي تر اوسه هم پرخپله اصلي بڼه قرار لري، او د طالبانو له حکومت سره په څنګ کي (خو له دولتي چارو بې برخي) اوسي.

له 2021 کال راهیسي بیا تر دا مهاله د افغانستان سیاسي مشرتوب د طالبانو په لاس کي دی، چي د واک سرچینه یې ددوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده ګڼل کیږي، او د خپلو یو شمېر سخت دریځو افکارو له امله اوس هم په داسي حال کي حکومت کوي چي نه یې نړیوال او نه یې کورنئ مشروعیت ترلاسه کړی دی.

د تاريخ له نظره په افغانستان کي خونړي کورنئ سیاست چي د واک ترلاسه کولو مهمه سرچینه هم بلل کیږي تر ډېره پوري یې ملاتړ د روسیې، پاکستان، ایران، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو له لوري سوی دی.

اداري وېش او ډلبنډي

ولايتونه

د احمد شاه بابا له لوري د معاصر افغانستان اصلي وېش چي پولي یۍ په شمال کي تر ترکستان، په سوېل کي تر عرب سمندر، په لویدیځ کي تر پارس او په ختیځ کي تر ډهلي پوري رسېدلی وې، مشهوره ښارونه یې کندهار، کابل، پیښور، هرات، اصفهان، مشهد، ملتان او لاهور وه چي هر ښار بیا پخپله سیمه کي د یوې مرکزي واکمنۍ حیثیت درلود او امر یې له پلازمیني (کندهار) څخه ترلاسه کاوه.

په افغانستان کي د انګریزانو تر مداخلې او ډیورنډ ناولي کرښي منځته راتګ وروسته د اداري وېش له مخي افغانستان پر څلور دیرشو ولایتونو باندي ووېشل سو چي په دوی کي ځیني ولایتونه د یوشمېر قوانینو له مخي وروسته منځته راغلي دي. د یادولو وړ ده چي د ولایتونو دغه وېش کله کله د یوې سیاسي موخي لپاره بدل سوی هم دی او له جغرافیایي پلوه څو ګاونډي ولایتونه د یوه ځانګړي شخص په واک کي پاته سوي دي. د افغانستان د ولایتونو اوسنۍ ډلبندي په لاندي ډول ده:

  1. کابل (د افغانستان پلازمینه)
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. بدخشان
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  18. کنړ
  19. کندز
  20. لغمان
  21. لوګر
  22. ننګرهار
  23. نيمروز
  24. نورستان
  25. روزګان
  26. پکتيا
  27. پکتيکا
  28. پنجشېر
  29. پروان
  30. سمنګان
  31. سرپل
  32. تخار
  33. وردک
  34. زابل

ځمکپوهنه

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سوېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي.

د پامير او واخان لوړه سطحه

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى. د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده.

د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي.

د پامير د غرونو څو سلسلې کرغزستان او د پاکستان په گلگت بلتستان کې هم شته. په جنوب کې دا د واخان په سيمه کې د هندو کش د غرونو لړۍ سره يو ځاې شي. په ختيځ کې دا د چين په خاوره هم غزېدلي دي.

د دې غرونو لوړې څوکې ټول کال په واورو پټ وي، پکې سخت ساړه وي او هلته چې واورې ويلي کېږي، د څاروو څر ځايونه لري.

د دې غرونو نه سکاره ويستل کېږي خو نورمنرالونه هم لري چې يوه يې د لاجوردو ډبره ده.

د شپږم ميلادي پېړۍ راهيسې د چين بوداي راهبان هند ته د تلو لپاره دپامير د يوې خوا نه بلې ته اوړېدل او د ورېښمو شمالي لاره د پامير په غرونو کې د کاشغر نه خوجند ته تللې وه.

د افغانستان دوه ولايتونه واخان او بدخشان د پامير په غرونو کې دي او د “سر کل” ډنډ د امو سيند يوه سرچينه ده. د دې غرونو په درو کې اوسېدونکي خلک ” پاميري ژبې” وايي چې وخي، مونجي، شغني، سنگلاچي، اشکاشمي او ونجي د يادولو وړ دي.

د هندوكش د غرونو لړۍ

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي. ددي غرونه تر ټولو لوړه څوکه (تراجمیر) ده چی تل په واورو پوښلی وی. او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده.

دا غرونه په يوناني ژبې کې “پاراپاميساداي” او په سانسکرت کې “پري ياترا پرواتا” ( د ښاپيرو د ليدوغر) نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ” ابن بطوطه” پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې واي چې په دې غرونو کې د گرمو سيمو هندو مرئيان چې افغان واکمنو له ځانه سره وړل په کنگل کې مړه شول نو ځکه يې هندوکش بولي.

لرغون پوهان واي چې په ۳۳۰ ق م کې د اسکندر مقدوني دا غرونه د قفقاز (کوه قاف) په مقابل کې ” هندې قفقاز” په نوم ياد کړل. په يوناني کې ” کوکسس اندوکس” وروستو يواځې “اندوکس” شو او باورلري چې له هم هغه وخته دا غرونو د اندوکس نه هندوکش” شول.

ځينې تاريخونه وايي چې د “هندوکش” تورې يواځې د دې سلسلې هغه يوې څوکې لپاره کارېدو چې ” کوشان دره” نومېږي او په لومړي ميلادي پيړۍ کې د کشان واکمنو مرکز و. کوشان دره د سالنگ په لوېديځ کې ده.

د هندو کش غرونه د کابل او د هلمند سيندونه له يو بل جلا کوي چې د امو سيند او د اباسين تر منځ ولاړ دي چې په ختيځ کې يې د پامير غرونه دي.

د هندو کش د اوبو نه د هلمند، هري رود او د کابل سيندونه جوړېږي او لږ اوبه يې د ” سيستان خلې ته هم ورغورځي.

د کابل سره نږدې دا غرونه ۶۰۰۰ ميتر لوړ دي خو د دې د عمومي ارتفاع ۴۵۰۰ زره ميټر وي. د دې غرونو سلسله په شمال جنوب کې ۹۶۶ کلوميټر اوږد غځيدلې ده چې يواځې ۶۰۰ کلوميټر برخه يې هندوکش نومېږي. پاتې يې په نورو نومونو يادېږي، لکه کوه بابا، سالنگ، د پغمان غرونه، سپين غر، سلېمان غر، تورغر، د خواجه محمد غر، او د ترکستان د بند سلسله ده.

د دې غرونو تر ټولو مهمه دره ” شيبر” نومېږي چې د شلمې پېړۍ تر نيمايي به ورباندې خلک بلخ ته ورتلل. په ۱۹۶۴ م کې د ” سالنگ” ټونل او د يو پوخ سړک په جوړېدو، اوس شمال او جنوب پخپلو کې نښلول شوي دي.

د هندو کش د غرونو بله مهمه او تاريخي دره د خېبر دره ده. نورې وړې درې، لکه “لته بند” د کابل په ختيځ کې، د “وخجير” دره چې واخان د چين سره نښلوي، د ” باروگل” او د “کاچين” درې چې چترال د کونړ او بدخشان سره نښلوي.

د شتر گردن دره لوگر او پکتيا نښلوي، د بازارک دره مزار شريف ته ووځي، خاوک د کابل نه پنجشېر ته ورځي، انجمن دره چې د پنج شير په سر کې ده او شمال ته لاره وباسي. د حاجيگک او اوونۍ ختيځ هزاره جاتو ته ووځي.

د افغانستان په لوېديځ کې د دې درې ۶۰۰ ميتر لوړې دي چې د سبزک دره د هرات او د بادغيس په منځ کې د افغانستان لوېديځ او ختيځ سره نښلوي. په دې سيمو کې د هندو کش غرونه دشتې دي چې خال خال ونې پکې شنې کېږي.

د هندوکش د کوکچې په غرونو کې د لاجوردو ډېر لرغوني کانونه و. د کابل په شمال او پنجشېر کې د زمردو کانونه راوتلي دي. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د اب پنج سره چې د هندو کش او د پامير د غرونه پکې يو ځاې کېږي د ياقوت (لعل) کانونه وموندل شول.

د هندو کش لوړ غرونه زيات په پاکستان کې او تر ټولو لوړه څوکه ” تريچ مير”د خېبر پښتونخوا په چترال کې ده چې ۷۷۰۸ ميټر لوړه ده. د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ” نوشک” په بدخشان کې ده. د چترال د غرونو په واورينو اوبو د کونړ او د بشگل سيند ونه جوړېږي.

د هندوکش د لارې ارياي قامونه د اباسين تودو سيمو ته ورتلل او د دوي نښې اوس هم د چترال او د گلگت په لاره په لويو تيږو ليدل کېږي

د بابا د غرو لړۍ

د غرونو دا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځنۍ برخه كې موقعيت لري او غرونه یې هم د هندوكش، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي. د بابا د غرونو د سلسلې تر ټولو لوړه قلعه «شاه فولادي» نومیږي چی څه د پاسه ۵۰۰۰ متره د سمندر له سطحې څخه لوړه ده. په ۱۳۹۴هجري شمسي کال کی د بابا غرونه، د ښکلو او ډیرو طبیعی منظرو، وحشي حیواناتو لکه پړانگ، لیوان، هوسیو، گیدړو او بیلابیلو مرغانو لکه، باز، او طبي بوټو په لرلو سره، د افغانستان د چاپیریال ساتني د ادارې له خوا د حفاظتی سیمي په توگه اعلان سوه د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول.

دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” په نوم يې يادوو. د دې درو تر منځ شاوخوا ۲۳۷ کلوميټره لاره د واورو له کبله زيات وخت بنده وي. يو روايت دا دی چې په دې لارې شوکې هم کيدې او چې څوک به ورباندې خوندي تېرشول نو وړوکی حاجي يا “حاجيګک” يې بللو.

بودایي راهبان په دې لاره د باميانو او د سمنګانو خانقاوته ورتلل چې يو ځای د کوه حاجي کشتن نه تخت رستم ته او شيبر درې ته لارې وتلې وې. د شېبرلاره د حاجيګک د سړک نه زياته خوندي ګڼل کېده، سره له دې چې د حاجيګک په لاره بې شمېره واړه واړه کلي دي.

د امان الله خان د حکومت پر وخت د جرمني له خوا لومړۍ سروې کې معلومه شوه چې حاجيګک د اوسپنې لویې زيرمې لري. د لومړي نړیوال جنګ ( ۱۹۱۴– ۱۹۱۸ م) پر وخت هغوی د اوسپنې د ويستلو هڅه وکړه خو انګرېزانو يې مخه ونيوله. په ۱۹۶۰ م کلونو کې روسانو هم پلان جوړ کړو خو موقع يې پيدا نکړه. په ۱۹۷۲ م کې يو فرانسوي الماني کمپنۍ پخپلې مطالعې کې وړانديز وکړو چې دلته به يوه بټۍ ولګوي چې اوسپنه پکې ويلې شي او دغسې د اوسپنې اود فولاد د جوړولو کار به يو ځای کوي. يو وخت داسې پلان هم جوړ شو چې له دې ځايه ويستل شوې خامه اوسپنه به د پاکستان کالاباغ ته وړل کېږي چې د هغه ځای په کارخانه کې تصفيه شي. دا پلان هم پلې نشو او دا کانونه همدغسې پاتې شول.

دلته د لوړو غرونو او د ناامنيو له کبله د اوسپنې راويستل ګران ښکاري خو اوس دومره وسايل شته چې دا کار يې شونی کړو. په۲۰۰۶ م کې د حاجيګک نه د ۲۳ ميليونو ټنو نه زياتې اوسپنې د موندلو اټکل وشو او دوه ډوله ده چې يوه يې اوکسيډايز ده او بله يې نيمه اوکسيډايزده.

د حاجيګک د اوسپنې کان ۳۲ کلوميټره کې غځيدلی دی او ۱۶ زون (ساحې) لري چې هر يو يې ۵ کلوميټرو نه تر نهه کلوميټرغځېدلي دی. دلته په تيږه کې د اوسپنې ۱۶ رګونه دي چې هر يو يې ۳ کلوميټره اوږد دی. دا په زمکه کې ۵۵۰ ميټر ښکته دی او ۷ کانونه داسې هم دي چې په تفصيل سره يې سروې شوې ده. د اوسپنې سره سره دلته نور منرالونه هم موندل کېږي چې يو پکې زرغون مرمردي. د حاجيګک نه علاوه، په دره نيل، خيش، زيرک، خرکيزه، سرخ پارسا کې هم د اوسپنې نښې شته.

د دې اوسپنې نه به انسانان هله ګټه واخلي چې جنګ بند شي

د تيربند تركستان د غره لړۍ

دترکستان تیربند دافغانستان په شمال لویدیځ کي یو شمیرغرنی او لوړي څوکي جوړوي. دغه غرونه دحصار غره له شمال لویدیځ او د بلخ آب له لویدیځو برخو څخه پیل او له ختیځ څخه مخ په لویدیځ غځیدلي او تر بالا مرغاب پوري رسیږی چي ټول اوږدوالي یي ۳۰۰ کیلومتره کیږي. منځني لوړوالي يي دحصار غره شمال لویدیځ دجوزجان په شال کاشان کي چي ۲۳۰۰ متره لوړوالي لري لوړه څوکه يي (جنګک) ۳۸۹۵ متره لوړوالي لري. یو بله څوکه يي چي قرجنګل نومیږي ۲۹۸۵ متره سمندر له کچي ځخه لوړه ده. دغه غر دهیواد د دوو لویدیځو ولایتو یعنی فاریاب او بادغس ترمنځ غځیدلي،سویلي خوا څخه يي دمرغاب دسند دمرستیالانو سرچنیي دي، خو شمالي اړخ کی یی دقیصار او دهغه دمرستیالانو سرچیني دي، دغه غر دپستي ډیري وني لري، خو هغه نوری ونی چي دهیواد په ختیځ او سویل ختیځ غرونه کي شته لکه لمنڅه،صبر،نښتر،څیړی، ښون او نوری، دلته نشته په پسرلی او اوړي کي ددغه غره شمالي او سویلي لمني شني او غوره ځړ ځایونه جوړوي. دپسرلي په دریو میاشتو کي دغه لمني نرمه هوا لري او له ډول ډول ګلانو او شنوبوټو څخه ډکي وي او یوه عطر لرونکي فضا جوړوي. دغرونو دغه لړي دروسي ترکستان دبیدیاو دبادونو په مخه کي دیوه دیوال په توګه واقع دي،نو دشمال او شمال لویدیځ ځوړنو کي یي دنیمه صحرايي اقلیم نښي له ورايه ښکاري.

فیروز غرونه لړی فېروزکوه یا چغچران د افغانستان په لوېدیځ کې یو ښار او د غور ولایت مرکز دی. دا د غوریانو په وخت کې د افغانستان اوسنۍ پلازمینه وه [۲] فیروزکوه چې نفوس یې تر ۱۵۰۰۰ زیات دی [۲۲] د بحر له سطحې څخه ۲۲۵۰ متره لوړوالی لري. دا ښار د هریرود جنوبي څنډې ته پروت دی او له هرات ښار څخه ۳۸۰ کیلومتره واټن لري. د فیروزکوه هوايي ډګر د ښار په شمال ختیځ کې موقعیت لري.

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى. د پیښور نه ۴۸ كيلومیټر لویدیځ کې سپینغر ۵ زره میټر لوړ لکه د یو دېوال ښکاري.

سپین غر یوه څنډه د خیبر درې په ختیځ کې لګي چې اوږدوالى يې شا و خوا ۱۸۰ كيلومیټر دی. یو ځای دا غر جنوب لوري ته ورتاو شي چې د کابل سیند کاسه او کرمه پخپلو کې سره بېلوي. بل خوا مخ په لوېديځ تر لوګر رسېږي او جنوبي څنډې يې لوګر او تېراه له ننګرهار بېلوي. دا ټول غر د زالغوزي او نختر په ګڼو ځنګلونو پټ و خو د تیرو ۵۰ کالو په جنګ کې دلته دومره لرګی ووهل شو چې اوس ټیټې برخې يې تورې دشتو په شکل ښکاري. د سپین غر په شمالي څوکو ونې نشته. خو د دې په درو کې چې زمکه نرمه وي کر کرونده کېږي او د انار، توت او د نورو میوو ونې پکې راشنه شي.

دا غر د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې طبعي پلې په توګه پروت دی. د دې تر ټولو لوړه څوکه “سیکرم” یا سیکارام له زمکې ۵ زره میټر لوړه ده. پېواړ د کرمې او آریوب درې تر منځ یوه تنګي ده او د پکتیا له کرمې جلا کوي. په ۱۸۷۸م کې د دویم افغان جنګ په وخت، برطانوي ځواک پېواړ دره ونیوله چې د سیکرم جنوب کې ده. دا کوتل پاړه چنار د پکتیا آریوب درې سره نښلوي او بل سر يې د هندو کش د یوې بلې سلسلې “شاندور” ته لاره کړې ده. یو برطانوي سروی کوونکی جورج بېټلي سکاټ هغه وخت سیکرم ته وروختلو چې ټول کال د حرارت درجه پکې د صفر نه ښکته وي.

د پیواړ په ښکته برخه کې څو واړه کلي دي چې پېواړ، علیزي، تری منګل او سپینه شګه نومېږي. د سپينغر ځينې درې هلته اوسیدونکو قامونو په نوم لکه مامند (مومند) دره او عبدالخېلو تنګى مشهور دي. کوټ دره اوهسکه مېنه د پخوانیو کلاګانو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه، د چینو او ځړوبۍ شتون ښایی. پېښې تنګي، جو دره، غوښت دره، پچير او اګام، توره بوړه او ګوړوکو هم پخواني نومونه دي

ختيځ تورغر

د ملک سیاه غر د زاهدان په شمال کې د لر پاین، قرقروک او حرمک کلیو په منځ کې پروت دی چې ۱۶۰۵ متره لوړوالی لري او د زاهدان یو له لیدو کتو څخه دی.  دا غر د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د حرمک کلي، د افغانستان د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ او د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي د سیمې تر منځ پر پوله پروت دی.  د ملک سیاه غره ته د رسیدو لپاره، تاسو باید په 95 سړک شاوخوا 35 کیلومتره مزل وکړئ.

دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د انګریزانو لپاره مهمه سیمه وه. د اباسین پرغاړه، ۵۰۰ مربع کلومیټر پراخ تورغر په هندکو کی “کالا ډکه” او انګریزي کې ” بلېک ماونټین” په نوم یادېږي ځکه یو وخت په ګڼو ځنګلونو ډک و. دلته د جلغوزې، څېړۍ، پلوسې او د ګیلاس (چیري) ونې ډېرې وي. د تورغر په ختیځ کی اګرور او جنوب کی تناول، په لویدیځ کی بونیر او په شمال لویدیځ کی یې بټګرام دی. د سیند او د غر په لوړو یوسفزي پراته دي او نوره زمکه د سواتیانو ده. دلته ګډو قامونو خلک د غر دواړو غاړو ته اوسېږي. خو واړه قامونه د جنګ نه وو. په ۱۶ پېړۍ کې د یوسفزو په ورتلو دلته شخړې پېل شوې. د سواتیانو او یوسفزو به مودام پخپلو کې جنګونه وو. د اګرور عطا محمد خان سواتي او د الایی ارسلا خان کله جنګ او کله په روغې وسیدل. په ۱۸۶۸ م کې انګریزانو په “اوګي” کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه چې د اباسین نه ۱۰ میله مخ په بره په ختیځ کې وه. یوسفزي، د تاڼې په جوړولو غصه و او د اګرور خان په لمسون خلکو په دغې پوسټ حمله وکړه خو ماتې يې وخوړه. بیا د تناول خان چې انګریز ته پتمن و، په هغه هم حمله وشوه. نور ټول قامونه هم یو شول او د انګریز خلاف يې نورې حملې پېل کړې. دوی د انګریز پلویانو قامونو ۲۱ کلي وسیزل. جنرل وایلډ یو لوی پوځ یوړو نو قبایلو جنګ نه لاس واخیستو. د امب نواب انګریزانو په ملاتړ، د وسلو یوه کارخانه ولګوله چې پکې ټوپکې او توپې جوړیدی. په ۱۸۵۱ م کې انګریز خپل دوه افسران تورغر ته د سروې لپاره واستول خو د امب په سیمه کې حسن زو ووژل. د دې شک د امب په نواب جانداد خان کیدو خو هغه پخپلې سیمې کې میشت ټول حسن زي لاس تړلي انګریز ته وروسپارل. نورو یوسفزو د نواب دوه کلاګانې، “چنبری او شګلۍ ترې ونیول. د جهانداد د ملاتړ لپاره، د پیښور کمشنرکرنل میکېسن په مشرۍ یو پوځ ورپسې لاړو او هغه کلا ګانې يې ړنګې کړې. په ۱۸۸۸ م کې حسن زو، اکازو او مداخیلو د حملو له کبله انګریزانو دغه سیمې ته په تګ راتګ بندیز ولګوو. بیا ګوجرانو د ګورکهه پوځ دوه انګریز افسران او پوځیان ووژل نو د حسن زو مشر په هاشم علی شک کېدو. انګریز په قبایلو جرمانه عاید کړه، د هاشم علی د شړلو امرهم وکړو او په ځای د ده تربور ابراهیم خان د قام مشر وټاکلو. په ۱۸ جون ۱۸۸۸ م ۶۰ پوځیان او او د دوی دوه انګریز افسران د اوګي کلا نه ګشت لپاره ووتل. کله چې د غره نه ورباندې ډزې وشوې نوبیرته کلا ته يې وځغستل خو په دې کې دوه انګریز افسران نه یواځې ووژل شول بلکه قبایلو د هغوی نه جامې هم وویستلې. د انګریز لپاره دا یوه لویه ننګه وه او تر اکتوبر ۱۸۸۸ م ۱۰ زره پوځ، د غرونو توپخانه يې ورواستول. د انګریز د “هزاره فیلډ فورس” مشر بریګېډیر جنرل جې ډبلیو مېکوین و. د پښتنو د ګډ ځواک شمیره هم ۱۰ زرو ته رسېده. د اکازو څلورو قامونو ۱۵۰۰ ځوانان، پریاری سېدان، ټیکاري او نندهاري، مله وو. د سید احمد بریلوي هندوستاني مجاهدین چې ۱۸۲۶ م راهیسې دلته میشت وو، انګریزانو به “جنوني” (فیناټک) په نوم یادول. د پښتنو جنګیالو مشران ملکان، ملایان یا خانان وو او لویه وسله ورسره جزېل ټوپکې، سپر او لوی چاقوان وو. دوی د جنګ لپاره څه پلان نه لرلو خو د سیمې هرې درې نه خبر وو. د انګریز ۱۰ زره پوځ په ۴ برخو ووېشل شو چې درې يې په اوګي کلا کې او څلورمه د اباسین په دربند کې پاتې شوه. اخوا د کشمیر مهاراجه هم انګریز ته د مرستې په توګه، دوه بټالین پوځ د دوو توپو سره واستول. ورسره ۶۰۰ د خیبر رایفلز(ملېشیا) پښتانه مله وو. انګریز ټولو قبایلي مشرانو ته يې وړاندې نه خبر دارې ورکړې و چې تر ۲ اکتوبر دې ورته سر ټیټ کړي. هغوی ورته هیڅ جواب ورنکړو او د اوګي نه انګریزانو د پوځ درې واړه ډلو بلې غاړې ته ډزې پېل کړې. څلورمې ډلې د دربند نه او ۱۳ میله لیرې کوټکي کلي ته مارچ وکړو. د سیند نه یوه لاره د “بیلا” کلي ته ورغلې وه او په ۲ اکتوبر ورباندې توپې، اکمالات، اسونه او یابوګان وروختل. په “شینګری کلي” کې پښتنو ورته مورچې نیولې وې او د دوی په ډزو انګریز ته معمولي ځاني تاوان وشو. په ۴ اکتوبر سهار ۱۰ بجې د کوټکي نه یو میل بره په “تواړه” کې پښتنو د تیږو شا ته سنګر نیولې و او په انګریز پوځ يې حملې کولې. انګریزان لیکي چې مونږ په دوربین کې د دوی زاړه او وراسته ټوپکې لیدی شوې. برید جنرال ګالبرېت، خپلو عسکرو ته د جنګ اشارې ورکولې او هغه پښتانه چې ډزې يې کولې، لومړې په نښه کیدل. شا و خوا نیم ساعت په بمبارۍ دوی هغه غونډۍ ونیوله او د پښتنو بیرغ يې ترې لیرې کړو. کوزماسپښین غازیانو کوټکی پریښودو او انګریز پوځ قبضه کړو چې ۵ پوځیان يې مړه او ۱۰ ټپیان وو. د قبایلو ځاني تاوان ۲۰۰ شا و خوا و. په ۱۳ اکتوبر، بریګیډیر جنرل ګالبرېت، د ۱۴۵۰ وسله وال پوځ، ۳ توپونو سره د سیند لوېدیځ غاړې نه پورې ووتل. د هندوستاني مجاهدینو مرکز “میدان” ښار او د سیند دواړو غاړو ته د پښتنو ټول کلیو ته يې اور ورته کړو. اخوا لومړۍ دستې په ۴ اکتوبر ماځیګر د اوګي کلا سره نزدې “دلبري” نه روان وو چې غازیانو ورباندې حمله وکړه، څو کسان يې ټپي کړل او ۱۷ یابو ګان يې ترې یوړل. په بله ورځ د انګریز دستې د “چیتابت” څوکه ونیوله او ورسره يې لاره هم سموله چې خپل سامان او توپې ورباندې بره یوسي. په ۶ اکتوبر یو سخت جنګ کې دواړو غاړو ته ځاني تاوان وشو. انګریزانو د څو کلیو نه تیار فصلونه راټول کړل او بیا يې اور ورته کړو. دویمه دسته د بریګېډیر جنرل “چېنر” په مشرۍ، په ۴ اکتوبر د “کولاکه” نه روانه شوه خو په لاره هیڅ مقاومت ورته ونشو. دوی په بله ورځ د غره په سر “نیمل” ته ورسیدل او تر ۱۱ اکتوبر هلته پاتې وو. دریمه دسته چې پخپله د میکوین سره وه، په ۴ اکتوبر نیمل ته روانه شوه. دغه دستې سره د خپلو سیمو نه علاوه د پلې پوړې غاړه نقشه هم وه چې د زباني معلوماتو په بنسټ تیاره شوې وه. وروسته څرګنده شوه چې نقشه ټوله غلطه وه. پښتنو خپل کلي پخپله سیزل او انګریزانو په دوربین کې لوګي لیدی شول. په ۱۹ اکتوبر پښتنو د انګریز شرایط وومنل او د دوی حملې بندې شوې. د انګریز ۵ دسته د کرنل مرې په مشرۍ د پریاري سېدانو او ټیکریوالو (سواتو) سره جنګ لپاره روانه شوه. دوی دوه توپې او دوه ” ګېټلنګ ګن” نوې ډول توپ لرلو. په دې کې به سپکې ګولې په یو مخه کیښودل شوې او بیا بیا به د ډکولو اړتیا نه وه. دوی د سیند پرغاړه “تهاکوټ” کې ایسار شول نو هغه ماښام د چارمنګ کلي خان ورته سلامي شو او د خپلې برخې جرمانه يې انګریز ته ورکړه. په ۲۲ اکتوبر د پریاری سیدانو له خوا یوه جرګه ورغله خو د پښتنو استاځې ورسره نه و، نو ځکه انګریز ورسره و نه منل. په ۲۳ اکتوبر “میکوین” ته د تهاکوټ خلکو لیک راغلو چۍ په ۲۰ ورځو کې به خپله جرګه راوغواړي. هغه پوهه شو چې په څو ورځو کې واوره کېږي چې د دوی د وړاندې تګ مخه ونیسي. په شمال ختیځ کې د “الایی” مشر ” ارسلا خان” تر ۳۰ اکتوبر هم انګریز ته ټیټ نشو نو په ۳۱ نیټه دوو ډلو د ده خلاف حرکت وکړو. د ارسلا غازیانو په چېله غر ورته مورچې نیولې وې. تر غرمې سخت جنګ وشو او انګریزانو د غر یوه څنډه ونیوله نو غازیان ورک شول. په ۲ نومبر ارسلا خان انګریز کیمپ ته یو لیک ورواستاو چې انتظار دې وکړي. انګریزانو خپل ټول اکمالات د چېله نه بره ورخېجولي وو. “چېنر” ټوله ورځ د ارسلا خان کلي “پوکل” ته دستې وراستولې خو هغه د اباسین نه پورې غاړه ووتلو او شا ته يې خپل زوی، “غازی خان” پریښې دی. اوس واورې هم وریدې او انګریز لپاره ضرور شوه چې دا کیمپېن پوره کړي. په ۳ نومبر یو لوی ځواک د جومات نه علاوه د پوکل پوره کلی وسیزلو او له هغه ځایه ووتل. د دې پوځ په وروستیو لیکو ۳۰۰ غازیانو حمله پېل کړه چې مقابله يې خیبررایفلز کوله. ماښام د انګریزانو کیمپ ته د الایی یوه جرګه ورغله. که څه هم د ارسلا خان استاځې ورسره نه و خو انګریز مشر په دې تسله شو چې د ډېرو قامونو مشران پکې وو نو روغه وشوه او په بله ورځ دوی د الایی نه ووتل. په ۵ نومبر پوځ میدان، چارمنګ کې ایسار شو او د پیریاري سیدانو یوه جرګه ورواستوله. انګریزانو له دوی ۱۵۰۰ روپۍ جرمانه او ۵ مشران یرغمل په توګه ونیول. ددوی ۲ افسران، ۲۳ سپایان مړه او ۵۴ زخمي شو، د قبایلو ۴۰۰ کسانو د وژنې او ټپي کیدو اټکل و. حسن زو او اکا زو جرمانې او یرغمل نه علاوه دا لوظ هم وکړو چې دوی به په برطانوي پوځ او د سړک په جوړولو اعتراض نه کوي. د پوځ د وتلو نه سمدلاسه وروسته هندوستاني مجاهدو او مداخیلو، هاشم علی حسن زي ته بیرته د راتلو اجازه ورکړه او انګریز سره شوې لوظ نامه يې ماته کړه. میجر جنرل میکوین د ژمي په وتلو تهاکوټ او الایی ته او د دربند نه کنار پورې د سیند پر غاړه اوښ د تیرېدو جوګه لارې جوړې کړې. دوی د خپل سرحد نه وراخوا ۱۷۷ مربع میله خاوره سروی کړه چې د یو راتلونکي جنګ لپاره تیاري وه. درې کاله وروسته انګریزانو د اګرور خان لیرې کړو چې د قبایلو قهر يې بیا راپاره کړو. په ۱۸۹۰ م کې حسن زو د تورغر په څوکه د پوځ د مارچ خلاف بیا پاڅون وکړو او د ۱۸۹۱ م په سپرلي کې انګریزانو تورغر ته یوه نوې دسته ورواستوله. په ۱۸۹۲ م کې انګریزانو یو بل لښکر ورواستاو چې ټول تورغر يې ونیولو

د سلېمان د غرو لړۍ

د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. په پښتنو کې مشهور د “کسي غر” دی. د دې ۶۰۰۰ ميټر تر ټولو لوړه څوکه “تخت سليمان” نومېږي چې په شمال کې يې د پامير وچ غرونه دي. د سلیمان د لړۍ يوه بل غر ۳۴۷۲ ميټر لوړه څوکه، “لوی سر” نومېږي. دا د کوټې ضلع دويمه او د بلوچستان درېمه لوړه څوکه ده. په کوټه کې يوه څوکه يې د تکتو (کوه تکاتو) په نوم مشهوره ده. یو بل غر د کوټې ښار سره نږدې، “زرغون غر” ۳۵۷۸ ميټر لوړ دی. په زيارت کې “خلافت غونډۍ” هم د سلیمان سره نښتې ده چې ۳۴۷۵ ميتر لوړ او د “اوبښتې” (جونیپر) د ونو لپاره شهرت لري. په شمال لوېديځ کې د سلیمان غرونه د کوه بابا سره يو ځای شي. په ختيځ کې دا غر ډيره اسمعيل خان او بيا ډيره غازي خان ته غځيدلې دی چې په مټهن کوټ کې دا غر ډېر ژور د اباسین په اوبو کې غورځي. بل خوا په لوېديځ کې د سلیمان غرونه تر کندهار، هلمند او د سيستان دښتو پورې ورغځيدلې دی. د کسي غر نه د ګومل سيند ختيځ خوا ته بهېږي چې اباسين سره يو ځای شي. بل سيند “ډورۍ” نومېږي او درېم د “ارغنداو” سيند وړې څانګې دي چې جنوب لوېديځ کې هلمند سره يو ځای کېږي. د سلیمان غر جنوبي څنډې سپیرې دي، خو په مرکزي لوړو يې زيتون کېږي. کوم ځاې چې اوبه وي هلته هر ډول بوټې لکه پسته، بادام، سوما، مڼې او د ګيلاس (چېري) وده کوي. د سليمان غرونو لرۍ لکه د ديوال د افغانستان د مرکزي سيمو مخه د هغو هندې مرطوب هوا (مونسون) په مخ نيولې ده چې بارانونه وروي. د یادونې وړه ده چې د “تخت سلیمان” په نوم یو غر په ایران کې او بل په کشمیر کې هم شته. د پښتنو د ولسي کيسو تر مخه د دې غر د پاسه د حضرت سليمان (ع) تخت جوړ و يا د هغه تخت دلته و. يو بل داستان کې وايي چې د حضرت نوح(ع) کشتۍ د دې غر په څوکه ايساره شوې وه. د پښتنو د مشر قيس عبد الرشيد په اړه روایت دی چې د دې غر په یوه څوکه يې قبر جوړ دی

شین غر لړی

د کسې غر د سلسلې یوه غونډۍ “شین غر” د تخت سلیمان په جنوب کې د ژوب ښار نه ۵۰ کلومیټر لیرې ده.

دا غر په شمال کې د کورچ پینه نه تر جنوب کې سولېزۍ درې غځیدلې دی. د شنه غره تر ټولو لوړه څوکه ۹۲۷۳ فټه ده. یو وخت دا ټول غر په نایابه ونو پټه وه او رنګا رنګ مارغاو به پکې زالې جوړولې. د زالغوزي ونې پکې ډېرې وي نو کله نا کله په دغو ځنګلونو اور ولګيدو. دلته یو زیارت هم شته چې پکې د هري پال بابکر نیکه خښ دی. د خلکو دا عقیده ده چې بابا پسې به ونې روانې وې او د شنه غره ونې هم هغه له ځانه سره راوړې.

د پاکستان د معدنیاتو ادارې د سروی له مخې په شنه غره کې د سکارو لويې زیرمې شته. د شنه غره لویدیځې لوړې چینې په ژوب سیند کې غورځي او د ختیځ هغه په “خیساره” کې. د دغو دواړو سیندونو یوې خوا شیراني قام او بل خوا هري پال پراته دي. په لهړ دره کې “چاپوبۍ” ویاله بهېږي. د لهړ سیند د کسې غره او شنه غره په واورو ډک شي. په دغو چینو او ویالو د سیمې ډېرې زمکې خړوبېږي چې ” کورۍ وسته – احمدي درګه- نیازي کوټ او کڅۍ دي. دغه اوبه شمال کې د “ایګد(لګډ) او کسي سره ختیځ ته تاو شي او تر ډېره اسمعیل خان ورځي او هلته بیا د ګومل سیند سره یو ځای شي.

په ۱۸۹۷ م په ژمي کې په شیراني سیمه کې یوې سختې زلزلې سره په غورلمه، کڅۍ او برخوردار کې کورونه پریوتل.

شینغر تل شین وي نو ځکه په هر موسم کې خلک ورته د سیل لپاره ورځي. د پښتنو د ځینو قامونو مشران لکه “سنځر نیکه” مندو(مندوخیل) سومر او غونډک نیکه نه علاوه روایت دی چې د دې په یوه دره کې د “زرغونې انا قبر هم شته.

د انګریزانو په وخت د دې غر په لوړو د ټپي او ناروغه پوځیانو لپاره یو روغتون جوړ شو. وروسته دغه روغتون کې به يې د ټي بي (سل) مریضان ساتل او دا ” سینی ټوریم” شو. ورسره د ډاکټرانو بنګلې هم وې. اوس د پاکستان پوځ نیولې دی

په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

د زلزلو شاليد

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

د افغانستان غرونه

افغانستان یو غرنی هیواد دی.  د افغانستان ځینې غرونه په ځنګلونو پوښلي دي.  زموږ د هېواد په ډېرو غرونو کې دايمي واوره وي.  او د واورو او بارانونو د اوبو له امله او د دې غرنۍ لړۍ لویې معدني زیرمې د افغانستان طبیعي شتمني ګڼل کیږي.

د هر ځای په اقلیم کې د غرونو د سلسلې موقعیت او ځای پر ځای کول خورا لوی تاثیر لري.  د بېلګې په توګه په ننګرهار ولایت کې د سپین غر سلسله له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې غځېدلې ده.  په دې سیمه کې د مونسون بادونو د ننوتلو مخه نیسي.  همدارنګه، د ترانسپورت او ارتباطي لارو په برخه کې، غرونه، د میدانونو برعکس، په ټولو خواوو کې د غاړو سړکونو یا د ریل پټلیو څانګو شبکه نشي منل کیدی.

په عین حال کې، د غرنیو ځمکو یوه مهمه ګټه د هغې نظامي ګټه ده چې د اشغالګرو په وړاندې دفاع ده.  په ټولیز ډول، غرونه زموږ د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري.  که د نیل سیند د مصر لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده، د افغانستان لوړ او بې شمیره غرونه هم د دې هیواد لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده.

د هیواد ترټولو مهم لوړوالی په لاندې ډول دي:

هندوکش (۶۲۹۸ متر)

کوچنی پامیر، (۶۲۸۱ متره درخان)

بدخشان (۵۳۵۵ متره)

بابا (۵۴۱۳ متره، بامیان)

تورګان (۳۹۸۲ متره)

سپین غر (4755 متر، سیکارم)

شاه مقصود (2773 متره)

قبر (۳۷۸۷ متره)

زره (4101 متره، تمرین)

د غره سر (3872 متره)

سینګ (2110 متره)

یهبند (2560 متره)

د سلیمان غر (3372، د سلیمان تخت)

د ترکستان د تربند غر (۲۸۹۵، جنګک)

همدا راز چاغي، سفيد خرس، نورستان، بندبيان، چلابدلان، سياه کوه، ګلکوه، سليمان، تربند ترکستان، پغمان، قربت، چکي او .. غرونه.

لوی ښارونه

اقتصاد

 

د افغانستان اقتصاد له لرغوني زمانې راهیسي د وریښمو پر لویه لار او هغه ستراتیژیکو لارو باندي تکیه وو چي ددغه هیواد په بېلابیلو سیمو کي تېرېدلې او پخوانیو دولتونو به ورڅخه خپل مالیات لاسته راوړل. همدارنګه د ارغنداب حاصل ورکوونکې سیمه او دلرغوني اریانا او لوی افغانستان په بېلابیلو درو کي لوی سیندونه هغه څه وه چي د هیواد له زراعت سره یې ډېره مرسته کول. د هیواد دغه پخوانۍ اقتصادي بڼي له لرغوني اریانا رانیولې بیا تر اسلامي دورې او همداسي معاصر افغانستان پوري د افغانانو اقتصادي اړتیاوي پوره کولې او د هیواد لږ شمېر خلک داسي هم وه چي د ځینو ځانګړو هنرونو او پوهي له لاري یې خپل ژوند مخ ته وړی.

په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د معاصر افغانستان له جوړښت سره سم د احمدشاه بابا له لوري د ستري همایوني شعبې په نوم یوه اداره چي د مالیانو راټولولو دنده یې په غاړه درلوده او مشري يې د عبدالله خان پوپلزي په غاړه وه، رامنځ ته سول. عبدالله خان پوپلزي ته ددې ادارې د مشرتوب په پار د دیوان بیگي لقب ورکړل سو چي وروسته دغه لقب په مستوفی المالک واوښتی[۳۳] او دنده یې د ټول دولت په کچه مالي چاري او حسابونه ګڼل کېده. له احمدشاهي واکمني را وروسته بیا د غازي امان الله خان تر دورې پوري د افغانستان ستره اقتصادي لار پر سوېلي سیمو باندي د بولان پر خوا تېرېدل چي د کراچي او ګوادر له لاري به یې یوشمېر سمندري سیمو او دولتونو ته د افغان مالونو په لیږد کي مرسته کول. همدارنګه په شمال کي د مرکزي اسیا دولتونه او په ختیځ کي برتانوئ هندوستان د افغانستان تجارتي شریکان بلل کېده، خو په لویدیځ کي د ایران سره د سوداګرۍ کچه تر نورو کمه وه. تر احمدشاه بابا وروسته هغه افغان دولتونه چي له انګرېزانو سره یې ځانګړي تړونونه درلودل د یوشمېر امتیازاتو په بدل کي به یې له انګریزانو کلنۍ ځانګړي اندازه پیسې ترلاسه کولې، ترڅو د دولت په کچه اقتصادي اړتیاوي ورباندي پوره کاندي.د غازي امان الله خان تر واکمنۍ مخکي د افغانستان په ذکرسوي تجارت کي دولتي مالیاتو لویه ونډه درلوده چي د حکومت له لوري به په مستقیم ډول لکه د ځمکو، اصنافو او نورو مالیات او غیرمستقیم ډول لکه د ګمرک، بېګار او نورو په بڼه راټولېدل.

د احمدشاهي او اماني دورو په مینځ کي د امیر شېرعلي خان، امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان واکمنیو د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د سرمایو پکار اچولو زمینه برابره کړه، چي په دې ترڅ کي د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال د لیتوګرافی مطبعې او د توپونو او اسلحو جوړولو کارخونو افغانان له معاصرو کارونو سره اشنا کړه. همدارنګه د عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د قره قل پوستکي، پستې، بادامو او معدني ډبرو صادرات هغه څه وه چي افغان سوداګر یې له نړیوال بازار سره ونښلول. د پورته دواړو مشرانو د واکمنیو له کبله افغانستان د امیر حبیب الله خان په دوره کي د 1500 کارکوونکو څښتن سو چي وروسته دغه شمېره 5000 ته ورسېدل.[۳۴]

له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته په 1922 زیږدیز کال کي د غازي امان الله خان له لوري د هیواد د تجارت عصري کولو او پرمختګ په باب یو نوي قانون تصویب سو چي پر بنسټ یې کورني تجارت او مصنوعاتو ته پاملرنه زیاته سول او د یوشمېر هیوادونو په مرسته نوي عصري فابریکې او ماشین آلات فعاله سول. غازي امان الله خان ترټولو مخکي د الوتکو د ماشینونو جوړولو او باروتو د کارخوني په جوړښت باندي لاس پوري کړ، او د دوو جرمني او فرانسوي شرکتونو سره یې د افغانستان له سوېل څخه شمال ته د اورګاډي یو ستر لاین جوړولو تړون لاسلیک کړ، چي د جوړښت موده یې لس کاله ټاکل سوې وه. همدارنګه له مرکز (کابل) څخه شاوخوا ولایتونو او د نړۍ مشهوره پلازمینو ته د ټلګراف اړیکي فعاله سوې. غازي امان الله د هیواد لوی ولایتونه د ځانګړو فابریکو څخه برخمن کړه او په دې ترڅ کي یې د صابون جوړولو، اورلګیت، د موټرانو پرزو جوړولو، عطرو، نخت او پارچه جوړولو، یخي جوړولو، غوړیو او نورو اړینو توکو کارخوني پکښي فعاله کړې. نه یوازي دا بلکي د سترو عصري او اقتصادي پلانونو له مخي یې د هیواد کانونه هم په قرارداد ورکړه او د نويو بانکنوټونو جوړولو ترڅنګ یې ټولو دولتي کارکوونکو ته امر وکړ چي د خپل هیواد جوړي سوي جامې په تن کړي. د هیواد په پلازمینه کابل کي غازي امان الله خان د کورني توکو یو لوی نندارتون جوړ کړ او هڅه یې وکړه چي د وارداتو په پرتله صادرات زیات کړي ترڅو افغانستان ته زیاتي پیسې داخل او د بهرنیانو پاملرنه هم ډېره سي.[۳۵] غازي امان الله خان دغه ټولي چاري د یو ځانګړي چوکاټ له مخي منظمي کړې او د خپل سوداګرۍ وزارت مشرتوب یې غلام محمد خان وردګ ته وسپاره.[۳۶]

په 1929 کال کي د سقاوي دورې منځ ته راتګ د غازي امان الله خان پورتنۍ ټولي هڅي ویجاړي او افغانستان یې له نړیوال اقتصادي کاروانه لسګونه کلونه شاته وغورځاوه. حبیب الله بچه سقاو د خپلي بې خرته ناپوهۍ له کبله د مالیاتو او اقتصاد له نومونو سره دومره نا اشنا وو چي واک ته د رسېدو سره سم یې د اماني پرمختګونو د تباهۍ ترڅنګ د ټولو مالیاتو د لغوه کولو فرمان هم ورکړ.[۳۷] نوموړی په دې لا نه پوهېدی چي مالیات د یو دولت د ملاتیر بلل کیږي او که دا نه وي هغه دولت خپله چپه کیږي. بچه سقاو د خپل همدغه جهالت له کبله د اماني دورې ټولي لاسته راوړني یوازي په نهو میاشتو کي له خاورو سره خاوري او ځان او خپل حکومت یې دواړه د مرګ خولې ته ورکړه.

د سقوي دورې په له منځه تلو سره کله چي محمد نادر خان واک ته ورسېدی د هیواد اقتصاد دومره شړېدلۍ وو چي په کابل او لویو ولایتونو کي د سقاویانو له ناورین او چپاول څخه هیڅ هم نه وه پاته سوي. نادرخان ددې حالت د پای ته رسېدو لپاره د نویو بانکنوټونو د چاپ او اماني دورې د بانکنوټونو د لغوه کولو په موخه له بهر څخه نوي ماشینونه راوغوښتل[۳۸] او د کورني اقتصاد د پرمختګ لپاره یې لمړنئ افغان ملي بانک او د پنځو میلیونو روپیو په ارزښت یو سهم لرونکی شرکت رامنځ ته کړ،[۳۹] خو څرنګه چي د نوموړي واکمني لنډ مهاله وه نو ځکه یې د لمړنیو اقتصادي اړتیاوو په هاخوا بل کوم ځانګړی کار ترسره نکړ .

په 1933 کال کي د نادرخان تر مرګ وروسته افغانستان یوځل بیا د اقتصادي پرمختګ په لور ګامونه پورته کړه او نوی واکمن محمد ظاهرشاه پخپله 39 کلنه دوره کي زیات شمېر کارخوني، د اوبو او برېښنا بندونه، زرګونه کیلومتره سړکان او بېلابیلې اقتصادي پروژې تطبیق کړې چي په پایله کي یې افغانستان یوځل بیا د پرمختګ نړیوال کاروان ته دننه سو. د محمد ظاهرشاه دوره د افغانستان په اقتصادي تاریخ کي ډېره ارامه او طلایي دوره ګڼل کیږي چي په ترڅ کي يې افغانستان د 5200 اقتصادي موسساتو، کوچنیو صنعتونو او لویو کارخونو څښتن سو او ددغه کارخونو د چلولو لپاره نژدې یوولس لوی او لسګونه نور واړه د برېښنا بندونه په افغانستان کي جوړ او فعاله سوه چي د برېښنا ترڅنګ یې د زراعت غوړېدو ته هم لاره هواره کړه.[۴۰] د ظاهرشاه د واکمنۍ ځیني مشهوره اقتصادي پرمختګونه او کارخوني عبارت دي له نخي نساجي فابریکو، د مزارشریف د کود او برېښنا فابریکه، د جبل السراج او هرات د سمنټو فابریکې، د پامیر بایسکلانو جوړولو فابریکه، د بغلان بورې جوړولو دولتي فابریکه، سپین زر دولتي شرکت، د زغال ډبرو او معدنونو استخراج، دولتي مامورینو ته د لمړنیو موادو کوپون، په لویو ولایتونو کي سېلوګاني او هوایي ډګرونه جوړول، نړیوال او کورني صادراتي بانکونه او شرکتونه فعالول، د غالیو، قرقل پوستکو او وچي مېوې صادرات او داسي نورو څخه .

څرنګه چي په هیواد کي د صادراتو د لېږلو لپاره پخو لارو ته اړتیا زیاته لیدل کېده ظاهرشاه په 1343 هجري شمسي کي د یو اقدام له مخي د سالنګونو له لاري د بلخ_کابل او بیا له کابل څخه تر کندهار، هرات او اسلام قلعه پوري لویي لاري ورغولې چي د رغولو موده یې نژدې دوه کاله وه.[۴۱] ظاهرشاه یوازي په دې بسنه ونکړه بلکي د هوایي ترانسپورټ د فعالیت لپاره یې د کابل، کندهار او نورو ولایتونو ستراتیژیک هوایي ډګرونه یوپه بل پسې جوړ او افغانستان یې په لمړي ځل د منظم هوایي ترانسپورټ او تګ راتګ څښتن کړ. اریانا افغان په دې لړ کي لمړنئ هوایي شرکت وو چي د افغانستان په هوایي ډګرونو کي یې د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره فعالیت پیل کړ او د افغان دولت په مرسته یې له بېلابیلو هیوادونو څخه الوتکي وپېرلې. د ذکرسوو پرمختګونو ترڅنګ ظاهرشاه د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته په نورو برخو کي هم لوی چوپړ ترسره کړ او د بهرنیو متخصصینو او پوهانو د رابللو ترڅنګ یې افغان زده کوونکي هم بهر ته ولېږل ترڅو په راتلونکي کي د هیواد د پرمختګ لپاره کار ترې واخلي.

د محمد ظاهرشاه په واکمني کي پورتني ټول خدمتونه ددې جوګه سول ترڅو افغانستان د دریمي نړۍ یو پرمختللی، جوړ او سوله ییز اقتصادي هیواد حیثیت خپل کړي، خو څرنګه چي دریمه نړۍ د اقتصادي اهمیت له کبله تر نورو شاته ګڼل کېده نو ځکه د ظاهرشاه د تره زوی سردار محمد داوودخان په 1973 کي د یوې ناببره او ارامي کودتا له لاري د افغانستان واکمني له شاهي څخه په جمهوري بدله کړه او په لمړي ځل یې د سترو اقتصادي پلانونو په مټ هیواد داسي پرمختګ ته برابر کړ چي له دریمي نړۍ څخه د صنعتي ټولني په لور روان سو. د یادوني وړ ده چي د ظاهرشاه په پورتنیو خدمتونو کي یوه ستره ونډه د داوودخان هم وه، چي پر همدې اساس یې د واکمنۍ لاسته راوړلو مخکي د اقتصادي پرمختګ لویه تجربه ترلاسه کړې وه.

داوودخان واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان په اقتصاد کي د چټک پرمختګ په موخه یو اووه کلن پلان ترتیب کړ چي له مخي یې افغانستان له بېلابیلو هیوادونو لکه روس، امریکا، چین، عربي خلیج هیوادونو، ایران او عراق څخه په لسګونو میلیونه ډالره پورونه او مرستي په لاس راوړې او له 1976 څخه یې د اقتصادي چټکتیا مزل پیل کړ. داوودخان یادي پیسې د هیواد له ملي بودیجې سره په ګډه داسي ترتیب کړې چي 36.1 فیصده یې د صنعتونو، معدنونو او انرژۍ پراختیا، 24.7 فیصده یې زراعت او اوبو لګولو، 31.5 فیصده یې ترانسپورټ او مخابراتو، 6 فیصده یې ټولنیزو چوپړتیاوو او 1.7 فیصده یې بزګرانو ته د پورونو په ډول ځانګړي سوې ترڅو د کیمیایي کودونو په رانیولو سره هیواد له نوي زراعتي ټکنالوجۍ سره په لاره روان کړي.[۴۲] د اقتصادي غوړېدا دغه پلان د 174.4 میلیارده افغانیو په ارزښت تصویب سو چي شاوخوا شپږ کاله موده یې په بر کي نیول او په لمړي ځل افغانستان له داسي حکومت څخه برخمن سو چي د اقتصادي پلانونو د پلي کولو لپاره یې لوی نړیوال باور راخپل کړ. تر پلان یوکال دمخه په 1975 کال کي د افغانستان لویدیځ ګاونډي ایران له خپل لوري دوه میلیارده ډالر افغانستان ته د پور په ډول ځانګړي کړه ترڅو په دې توګه خپل اقتصاد له داوودخاني پلان سره په تړلو باندي یوځای مخته یوسي. داوودخان یادي پیسې له کابل څخه تر کندهار او بیا هرات او ایران پوري د اورګاډي یوې اوږدې کرښي ته ځانګړي کړې او د امان الله خان پخواني خوبونه یې بیا راژوندي کړه. د کرښي تر جوړښت وروسته بل مهم څیز برېښنا وه چي د اووه کلن پلان له مخي له 341 میګاواټه څخه 776 میګاواټه ته پورته کېدل، او همدارنګه هغه بندونه چي د افغانستان زراعت ورسره تړلۍ وو د برېښنا ترڅنګ یې لوی شمېر ځمکي هم تر زراعت او کرني لاندي راوستې. داوودخان په دې لړ کي تر ټولو دوه ستر پلانونه چي یو په شمال کي د قوشتېپې کانال او بل په سوېل کي د کجکي بند پراختیا وه تر نظر لاندي ونیول او او د کجکي بند حجم یې له 1.7 میلیارده متره مکعبه اوبو څخه 2.7 میلیارده ته پورته ترتیب کړ، ورپسې د قوشتیپې ستر کانال چي تردغه وخته یې د افغانستان په تاریخ کي سارۍ نه وو لیدل سوی د 285 کیلومتره په اوږدوالي سره یې 550000 هکتاره ځمګه خړبول.

د داوودخان پورتنیو پلانونو نه یوازي دا چي افغانستان یې له نړۍ سره سیالي ته برابر کړ بلکي د دولت د اسعارو بودجه په لمړي ځل تر 315 میلیونه ډالره پورته ولاړه او په نړیوال بازار کي یو امریکايي ډالر له 80 افغانۍ څخه 50 افغانۍ ته راښکته سو.[۴۳]

په 1978 کال کي د غوايي انقلاب او ورپسې شوروي یرغل د افغانستان ذکرسوي پرمختګونه ټول فلج او افغانستان په راتلونکې یوه لسیزه جګړه کي 13 میلیارده ډالره زیان ولیدی.[۴۴] د شوریانو یرغل د افغانستان په معاصر تاریخ کي یو له تر ټولو ناولو جګړو څخه وو چي د هیواد زراعت، اقتصاد، برېښنا، انرژي، خصوصي سکټور، تجارت، بانکونه، اقتصادي زیرمي او هرڅه یې له خاورو سره خاوري کړه. په 1989 کال کي ددوی تر ماتي وروسته افغانستان له یوې ناولي جګړې څخه د بلي په لور ولاړ او دا ځل د پاکستان، ایران، عربي هیوادونو او امریکا له ملاتړه برخمنو مجاهدینو د ډاکټر نجیب الله د حکومت د پرځېدو په پایله کي لوی ښارونه، ستري فابريکې، د افغان فوځ مهمات او اسلحې، تاریخي ودانۍ، اثار او موزیمونه، ځمکني کانونه، ښایستې او دنګي ودانۍ، لویي لاري، تجارتي ساحې او هرډول اقتصادي بنسټونه له بېخه وران ویجاړ کړه. د مجاهدینو په دې ویجاړۍ کي تر ټولو مشهوره هغه یې د احمدشاه مسعود له لوري د آی خانم تاریخي ښار لوټمار، د رباني او حکمتیار له لوري د کابل ښار وراني، په سویل کي د کندهار او نورو سترو ولایتونو ویجاړي، د جلال الدین حقاني له لوري د خوست ولایت چور، د جنګلک او نورو سترو فابریکو لوټ، د افغان فوځ د الوتکو او توپونو اره کول او پاکستان ته لېږدول، د پنجشېر کانونه پر بهرنیانو پلورل او ځیني نور د یادوني وړ دي چي د مجاهدینو هري ډلي جلا جلا برخه پکښي درلوده.

په 1994 کال کي د طالبانو منځ ته راتګ ددوی او مجاهدینو ترمنځ افغان جګړه دریم پړاو ته دننه کړه او تر 2001 کال پوري پاته بنسټونه هم وران ویجاړ سول.

د 2001 کال په وروستیو کي د نوي افغان حکومت له راتګ سره نړیوالو مرستندویه ټولنو او په ځانګړې توګه متحده ایالاتو د افغانستان له اقتصاد سره د مرستي په موخه یو بې سارۍ اقتصادي ګام پورته کړ او په دې ترڅ کي یې تر 145 میلیارده ډالرو پوري پیسې په مصرف ورسولې چي له کبله یې په هیواد کي سلګونه کیلومتره سړکان، لویي لاري، نوي کارخانې، اقتصادي موسسې، کاري فرصتونه، د اوبو او برېښنا پروژې، مخابراتي سیسټمونه او نوري اقتصادي پروژې رامنځ ته او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې. د افغانستان حکومت او ټولنه که څه هم ددې مرستو په ترلاسه کولو د پرمختګ یوه ستر اقتصادي پړاو ته ننوتل، خو په نوي حکومت کي د پخوانیو جنګسالاراتو شتون، پراخ اداري فساد، د طالبانو له لوري په جګړه کي (په ځانګړې توګه په پښتون مېشته سیمو کي) د عامه پروژو ویجاړول، د هیواد په سرحدي ولایاتو کي د قدرت د جزیرو شتون چي له امله یې لوی شمېر عواید شخصي جیبونو ته ولاړه او داسي نور کړکېچن حالات ددې سبب سوه ترڅو هیواد له اساسي پرمختګ او بنسټیزو پروژو څخه لاهم بي برخي پاته سي.

د اسلامي جمهوريت پر مهال د افغانستان ناخالص کورنئ تولید له 2002 کال څخه تر 2014 کال پوري تر شل میلیارده ډالرو هم پورته ولاړی خو د پورتنیو ستونزو له امله په 2014 کال کي د نړیوالو مرستو له کمېدو سره دغه تولید بیرته شاتګ پیل کړ او په 2021 کال کي تر پنځلس میلیارده ډالرو پوري راکښته سو[۴۵].

صنعت

د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډیرې لرغوني زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند له ډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، چي د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غاليو صنعت

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت یې د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي دی. په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د عیسی عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

ماشيني صنايع

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو له امله ( د افغان او انگليس دويمې جگړې) په ترڅ کي وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د سړو او گرمو وسلو د بېلابیلو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالیتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېره چټكتيا زيات شو، خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو د برېښنا څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه لاره.

توکميزې ډلې

پښتانه

د افغانستان تر ټولو ستره توکمیزه ډله پښتانه دي، چې له ۵۵٪ څخه تر ۶۲٪ پورې د هېواد نفوس جوړوي. په ۱۷۰۹ز کال کې د هوتکیانو له کورنۍ او په ۱۷۴۷ز کال کې له دراني سترواکۍ وروسته پښتنو د ټولنو په جوړولو سره په افغانستان او پښتونخوا کې پراختیا وموندله.

پښتانه د افغانستان له څلورو برخو څخه په دوو برخو يعنې سویل او ختيځ اکثریت او په لوېديځ يو له دوو لویو اقلیتونو څخه دی او هلته هم خورا ډېر سیاسي واک لري. د پښتنو شمېر په شمال کې هم د پام وړ دی .

تاجيکان

تاجيکان د هېواد دویم لوی قوم دی چې په شمالي ولایتونو کې په اکثريتي توګه مېشت دي، دا توکم د ټول هېواد د نفوس شاوخوا ۲۱٪ وګړي جوړوي.

نور قومونه

له هغه وروسته، اوزبکان ۷-۸٪، هزاره ګان۶-۷٪، تورکمنان، پشه‌يان، بلوڅان، پامیريان، ګوجر، عرب او ځينې نور قومونه د افغانستان ټولنه جوړوي. د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د دې هېواد ټوله وګړي افغانان دي، او افغان يې ملي هويت دی.

ژبې

افغانستان تر ۴۲ ډېرې ژوندۍ ژبې لري، چې ويونکې يې په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي. خو د اکثريت له اړخه يې د رسمي ژبو پرته نورې ټولې ژبې لږکۍ او سيمه ييزې ژبې دي. پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي. او پښتو د افغانستان يوازينۍ ملي ژبه ده ، چې د کلونو راهيسي په همدې ژبې ملي سرود ويل کېږي او دا د افغانستان پر پيسو هم لیکل شوې. د هېواد اکثريت وګړي په دې ژبې خبرې کوي او نور اقوام هم په دې ژبې ښه پوهېږي. خو دري ژبه هم د پښتو ترڅنګ اهمیت لري، چې د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه وګړي پرې خبرې کوي.

پښتو د افغانستان په ختیځ، لویدیځ او سویل کې مطلق اکثریت ده، چې پکې د هېواد ترټولو لوی ښارونه؛ کابل، کندهار، ننګرهار، لوګر، لغمان، کونړ، پکتيا، پکتيکا، بلخ، هلمند، فراه، نیمروز، بغلان، کاپيسا، غزني، ارزګان، زابل، بادغيس او ډېر نور ولايتونه شامل دي.

ژبې او د ويونکو شمېر

کتار نوم نفوس (2024) د افغانستان د ټول نفوس سلنه (2024)
اريايي ژبې
1 پښتو 28,000,000 70%
2 دري ژبه 6,000,000 15%
3 اوزبکي ژبه 1,200,000 6%
4 پشه يي ژبه 900,000 2.98%
5 بلوڅي ژبه 800,000 2%
6 تورکمني ژبه 510,000 1.24%
8 نورې اريايي ژبې ناڅرګندې 1%
ټول اريايي ژبې شاوخوا 41,000,000 شاوخوا 95,2%
غیر اريائي ژبې
1 هندي ژبه 70،000 0.98
2 ترکي ژبه 6،000 ‌ 0,20
3 قزاقي ژبه 5,000 0.19
4 عربي ژبه 4,600 0,18
5 ارمنی ژبه 1،000 0.12
6 پامیري ژبه 1،000 0,12
7 نورې غير اريايي ژبې نامحدود 0,10
ټول غیر اريائي ژبې 3,000,000 8,8%
ټول مجموعه په افغانستان کې ټولې عامې ژبې 50,000,000 100%

افغانستان دا مهال لږ تر لږه ۴۷ ميليونه نفوس لري، که څه هم دا نفوس د نړيوالې وګړشمېرنې لخوا نه دی اعلان شوی، خو د افغانستان اسلامي جمهوريت د اټکل له مخې د افغانستان نفوس ۴۷ ميليونه دی.

هڅوب

هڅوب یا کلتور او فرهنګ د افغانستان له لرغوني تاریخ رانیولې بیا تر معاصري دورې په دغه هیواد کي ځانګړي ارزښت لري، چي په بېلابیلو دیني، ملي او توکمیزو بڼو باندي راڅرګند سوی او د خلکو پر ژوند یې اغېز شیندلی دی.

د افغانستان لمړنئ هڅوب چي د ویدي مدنیت په نامه یاديږي تر زیږد 1400 کاله مخکي په لرغوني بلخ کي رامنځ ته سو. ورپسې د اویستا په نوم دویم هڅوب د 1200 مخکي تر زیږدیز په شاوخوا کي اریایي ټبرونه له ښاري ژوند سره اشنا او د مدنیت اغیزي یې لویدیځ پارس ته ورسېدې. د افغانستان په خاوره کي د زردشتي دین تعلیمات د اریایانو له همدغي دورې سره اړه لري، او وروسته یې د بلخ لرغوني ښار په سیمه کي د پیشدادیانو او کیان شاهي کورنۍ یوه فرهنګي څېره نړیوال تاریخ ته وړاندي کړې ده.

پر افغان خاوره د هخامنشیانو، اشکانیانو او ساسانیانو تر یرغلونو وروسته کله چي د یونان مقدوني اسکندر افغانستان د ځان کړ، ورسره سم د اریانا لرغونۍ تمدن له یوناني تمدن سره په ګډوالي یوه نوې کلتوري بڼه وپنځول او په دې ترڅ کي افغانستان د یوناني، پښتو او دري ژبو مدنیتونو لویه ځانګو وګرځېدل، چي تاریخ پوهان یې د باختر او یوناني نوښتونو یوه ګډه رامنځته سوې مدني ټولنه بولي.

د دویمي زیږدیزي پېړۍ په راتګ سره افغانستان د کنیشکا په زمانه کي د پورتنیو کلتورونو ترڅنګ د یوه نوی دیني کلتور او مذهب چي د بودا په نامه سره یادیږي څخه برخمن سو او دا ځل د باختر او یوناني مدنیتونو ترڅنګ له هند څخه بودایي تعلیماتو هم افغان خاوره تر خپلي اغیزي لاندي راوستل. د کوشانیانو او په ځانګړي ډول کنیشکا دغه زمانې ته نړیوال تاریخ پوهان د ګریکو بودیک نوم کاروي.[۴۶]

د کوشانیانو او بودایي تمدن نفوذ د خپل پراخوالي له امله د افغانستان په اسلامي دوره کي هم تر ډېره پوري پاته سو خو په اسلامي نړۍ کي د راشده او اموي خلافتونو پر مهال ددې تمدن خوارځواکي په رسمي ډول پیل او ځای یې سوچه عربي او اسلامي تمدن ونیوی. عرب مسلمانان چي د حضرت عمرؓ او حضرت عثمانؓ په زمانه کي یې په افغانستان کي له فوځي لاري پرمختګ راپیل کړی وو، د څو کلونو په جریان کي وتوانېدل ترڅو د اسلامي اصولو او قوانینو ترڅنګ عربي ژبه، عربي لیکدود او عربي کلتور هم په اسلامي بڼه په افغانانو کي دود کړي.

په اسلامي نړۍ کي د راشده او اموي خلافت تر پای ته رسېدو وروسته کله چي عباسي واکمنانو د ابو مسلم خراساني او افغانانو په مرسته د واک چاري په لاس راوړې، افغانستان د خراسان په نوم د اسلامي نړۍ په ختیځ تمدن کي ستر رول ولوباوه او د صفاریانو، سامانیانو، غوریانو، سلجوقیانو او غزنویانو پر مهال دلته د ترکي، پښتو، پارسي او نورو ژبو ستر هڅوبونه وغوړېدل. افغانانو په دې دوره کي د پخواني عربي تمدن ترڅنګ د ختیځي او لویدیځي اسلامي نړۍ کلتورونه هم راخپل کړه او اشعار، کتابونه، تاريخي اثار، ښکلي ودانۍ او نور څیزونه یې د اریانا له تمدن رانیولې تر لرغوني افغانستان پوري د هڅوب یوه برخه وګرځېدل.

په دیارلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د مغولو یرغل د افغانستان د انساني ورانۍ ترڅنګ ددغه ځای عربي او نورو کلتورونو ته هم ستر زیان واړاوه او نوی مغول تمدن یې د لنډ وخت لپاره ځایناستۍ سو، خو د مغولي واکمنیو په کاواکه کېدو سره د پنځلسمي پېړۍ په جریان کي د هرات د تیموریانو واکمني چي مشهوره پاچهان یې شاهرخ تیموري او سلطان حسین بایقرا نومېدل د افغانستان تمدن دومره پرمختګ وکړ چي دغه هیواد په مرکزي اسیا کي د رینسانس ختیځ بنسټ ایښودونکی وګڼل سو. د شاهرخ تیموري او سلطان حسین بایقرا د کلتور او تمدن نښي اوس هم د هرات ښار په دننه او شاوخوا کي د افغانستان غني تمدن او هڅوب خلکو ته له ورایه په ډاګه کوي.

د افغانستان د پورتنیو ټولو تمدنونو زوال په شپاړسمه زیږدیزه پېړۍ کي د پارس، مغولو او ختیځي اسیا له ازبک واکمنانو تر خونړیو بریدونو لاندي راغی او پارس (اوسني ایران) له همدغه وخته د افغانستان د بشپړ تاریخ د لاندي کولو او هلته د خپل هڅوب د پیاده کولو لپاره ستري هلي ځلي پیل کړې، چي له امله یې د افغانستان او اریانا پخواني تاریخ ته لوی زیانونه واوښتل او پارسیانو افغانستان له کلتوري، تمدني او فوځي اړخه له هر لوري تر یرغل لاندي ونیوی.

په ختیځ افغانستان او پښتونخواه کي د خوشال خان خټک او په سويلي افغانستان کي د میرویس نیکه په مشرۍ د هوتکیانو پاڅونونو په افغانستان کي د پارسیانو او مغولو زور د شپاړسمي او اوولسمي پېړۍ پر مهال له کړکېچ سره مخ کړ او د هوتکي واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته احمد شاه بابا افغانستان په یوه نوي کلتوري هیواد باندي نړۍ ته وروپېژندی چي د یو شمېر نورو هیوادونو پر خلاف هر توکم پکښي خپل انساني حقوق ترلاسه کړه او د پښتنو ترڅنګ تاجکان، بلوڅان، ازبکان، هزاره او نور بېلابېل ښاخونه د یوه افغان نوم تر چتر لاندي راغله.

د احمد شاه بابا را وروسته افغانستان تر ننه پوري د یو غني ملت په توګه د بېلابیلو کلتورو ټاټوبۍ دی او په دغه هیواد کي مېشت توکمونه د خپلو کلتوري عاداتو له مخي بېلابېل عادات او دودونه لري چي په دې ترڅ کي د پښتنو پښتونولي، د تاجکانو کاکه ګي، د افغانستان د یووالي لپاره د بلوڅانو او پښتنو د وروګلوۍ تړونونه، د هزاره ګانو ازبکانو، ترکمنانو او نورو ترک مېشته قومونو هغه هڅي چي د افغانستان د یووالي لپاره یې په تاریخ کي ترسره کړي دي په ځانګړې توګه د یادوني وړ دي.

د جامو کلتور

په افغانستان کي د جامو اغوستلو کلتور او هڅوب د افغانانو ترمنځ په سیمه ییزه کچه بېلابیلې بڼي لري. ددې هیواد په سوېل لویدیځه حوزه یا لوی کندهار کي عام خلک په عمومي توګه څادر (پټو) او کالي په تن کوي او مشران یا مخور یې لونګۍ هم ورسره تړي. د لونګیو دغه کلتور بیا د لویي پکتیا په یو شمېر ځانګړو سیمو کي په ژړ رنګ او لویه بڼه باندي وي، او د خوست، ننګرهار او نورستان په سیمو کي د لونګۍ پر ځای پکول استعمالیږي.

د افغانستان په شمال کي بیا ازبکان، ترکمنان او ځیني ترک توکمه نژادونه د خپل غني کلتور له مخي سرې رنګه یا یو ډول ورېښمني خولۍ او اوږدې چپني په تن کوي، او تاجکان د ختیځو پښتنو غوندي پکول استعمالوي، خو کالي اغوستل د ټوله افغانانو ترمنځ په لږ توپیر سره یو ډول دود دي. په مرکزي افغانستان کي د هزاره ګانو لوی ټبر هم یو له غني کلتورو څخه برخمن ټبر دی او ددوی جامې په لږ توپیر سره څه اندازه پښتنو او څه اندازه ترکمنانو او ازبکانو ته ورته دي. د یادوني وړ ده چي د افغانانو ترمنځ د ښاري سیمو او پلازمیني لوی شمېر اوسېدونکي اوس وخت د نړۍ د پرمختللو هیوادونو غوندي اروپایي دریشۍ هم استعمالوي.

دین او مذهب

دین په افغانستان کې
دين سلنه
اسلام
  
99%
نور ادیان
  
1%
په افغانستان کې بېلابېل ادیان

له دیني اړخه د افغانستان ۹۹% سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلي څخه له ۷۵% تر ۸۹% پوري سني او له ۱۲% تر ۲۵% پوري شيعه جوړوي. سني افغانان په افغانستان کي د امام ابوحنیفه د مذهب پیروان بلل کیږي، کوم چي د اسلامي نړۍ په کچه د لمړي ستر فقهي مذهب بنسټ ایښودونکی او له آره د افغانستان د پروان ولایت اړوند وو. د افغانستان سني او شیعه مسلمانان د اسلامي شرعي قوانینو ترڅنګ صوفیزم ته هم ځانګړې عقیده لري او د هیواد نژدې لسمه برخه نفوس د صوفیزم او صوفیانو تر اغېز لاندي دي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره له نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوچنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل په ولايتونو كي په سلګونو يهود هم اوسېدل چي له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول. لدې ډلي څخه يواځي يو يهودي چي (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كي پاتي دى.

په افغانستان کې دين او مذهب د سلنې له پلوه

د افغانستان وگړي په سلو (۱۰۰) کې نهه نوي (۹۹) مسلمانان دي. د سلنې (۱۰۰٪) له مخې په سلو کې څلور اتيا (۸۴) سُني ، پينځلس (۲۰) شعيه او ، يو (۱) سلنه هندوان او سکان او برهمن ياد شوي دي.

زده کړې

د افغانستان په تاریخ کي معارف او زدکړي یو له هغه څیزونو څخه دي چي ددې هیواد له لرغوني تاریخ او اریایي مدنیتونو څخه رانیولې بیا تر اوسه پوري دوام لري. د لرغوني اریانا په باختر او شاوخوا سیمو کي د اوستا لرغونۍ اثر او همدارنګه زرتشتي دین لارښووني د اریایانو لمړئ زدکړیز چاپیریال موږ ته راښيي. تر اوستا او زرتشت وروسته د بودایي مذهب ښوونځۍ هغه څه وې چي د افغانستان لرغونۍ معارف یې د اریانا له ځمکي پارس او شاوخوا سیمو ته خپور کړ. تر زیږد دوې پېړۍ دمخه کله چي پر لرغوني افغانستان د اشوکا واکمني چلېدل د ګندهارا په نوم یو ښوونځۍ د اوسني جلال اباد په سیمه کي فعاله سول، ورپسې تر زیږد یوه پېړۍ وروسته دویمه ستره ښوونځۍ چي بودایي ادب او پژۍ جوړونه یې خلکو ته ښودل د کنیشکا د واکمنۍ پر مهال یې فعالیت پیل کړ.[۴۷] د بوادیي مذهب نوري ښوونځۍ په بامیان او شمالي افغانستان کي فعاله وې چي د اریانا پخوانیو اوسېدونکو ته یې ددې مذهب لارښووني تدریس کولې.

په شپږمه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د مبارک دین له راتګ سره د افغانستان پخوانيو ښوونیزو مرکزونو خپل ځای په کراره کراره د اسلامي تمدن زدکړو ته پرېښود. د امویانو او عباسیانو په لمړيو کلونو کي د افغانستان پخوانی زدکړیز تمدن چي څه ناڅه پر ځای پاته وو د زردشتی او بودایي دین کتابونه به یې د حیواناتو پر پوستکو او کاغذانو باندي لیکل کېده خو وروسته کله چي اسلام د افغانستان هري سیمي ته خپور او پیروان یې زیات سول، ورسره سم د اسلامي زدکړو تمدن هم وغوړېدی او د عباسي خلافت په وروستیو کلونو او تر هغه را وروسته زمانه کي په اطرافو کي سیمه ییز مذهبي مشران او په ښارونو کي دیني ښوونځۍ دې ته وګومارل سوې ترڅو خلکو ته د قرآن کریم ترڅنګ دیني امور، ادبیات او د هغه زمانې مروجه علوم تدریس کړي.[۴۸] د تاریخونو پر بنسټ د عباسي خلافت پر مهال د افغانستان د مدرسو او ښوونځیو شمېر یوازي په لرغوني بلخ کي تر 1300 پوري رسېدی، او همدارنګه په لویدیځ هرات کي تر اوومي هجري پېړۍ مخکي 359 تکیې چي د مدرسو په ډول یې فعالیت کاوه موجودي وې.[۴۹]

په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د معاصر افغانستان تر رامنځ ته کېدو وروسته د زدکړو طریقه لاهم د پخوا په ډول پر پخوانيو تګلارو باندي ولاړه وه، خو د سدوزي واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته کله چي د محمدزیو مشهوره واکمن امیر شېرعلي خان واک ته ورسېدی، د افغانستان معارف په لمړي ځل د نړیوالو معیارونو مطابق جوړ او لمړنۍ دوې ښوونځی د امیر په امر فعاله سوې، چي یوه یې د حربي او بله یې ملکي زدکړو لپاره وه[۵۰]. په يادو ښوونځیو کي د نړیوالو لمړیتوبونو په پام کي نیولو سره حقوق، سیاست، جغرافیه، ادب، ریاضي، توپ کارونه، اسلاميات، تاریخ او ځیني نور مهم مضامین تدریسېدل چي داخله یې یوازي د چارواکو د زامنو لپاره ځانګړې سوې وه او نژدې درې سوه زده کوونکو پکښي زدکړي کولې. [۵۱] د یادوني وړ ده چي د امیر شېرعلي خان په یادو علمي کارنامو کي دده تر شا لوی لاس د سید جمال الدین افغان وو.

د امیر شېرعلي خان تر مرګ وروسته په هیواد کي د کورنیو کړکیچونو له امله چي تر ډېره پوري یې د انګرېزانو له لاسوهني سره اړه درلوده د افغانستان معارف ته هیڅ کار ونسو او امیر عبدالرحمان خان یوازي د افغانستان په ارامولو او ځواکمن دولت جوړولو باندي بوخت وو. په 1903 کال کي د حبیب الله خان د واکمنۍ سره یوځای کله چي پر افغانستان د سولي او ارامۍ فضا وغوړېدل ورسره سم د معارف پرمختګ ته بیا پاملرنه زیاته سول او د ذکرسوي امیر په وخت کي په همدغه کال باندي د حبیبیه په نوم لیسه پرانیستل سوه. امیر حبیب الله خان د پوهانو ډېر زیات خیال ساته او د عثماني واکمنۍ ترڅنګ یې له هند څخه هم د زدکړي پرمختللي لاري هیواد ته رانقل کړې. نوموړي د حبیبیه لیسې تر جوړلو وروسته په 1909 کي د کابل نظامي ښوونځۍ او ورپسې دارالمعلمین ( د ښوونکو لپاره د ښوونکو په مټ ) ښوونځۍ جوړي کړې او افغانستان یې د معارف د یوې منظمي ادارې څښتن کړ چي مشرتوب یې د سردار عنایت الله خان په غاړه وو[۵۲].

د امیر حبیب الله خان تر مړیني وروسته په افغانستان کي د عصري معارف او زدکړو ستر پرمختګ هغه مهال پیل سو کله چي غازي امان الله خان د انګریزانو څخه تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته د هیواد ټولي ښوونځۍ د یوه ځانګړي وزارت (د معارف وزارت) تر چتر لاندي راوستلې او نژدې 322 د زدکړو مرکزونه یې د ټول هیواد په کچه فعاله کړه.[۵۳] امان الله خان د خپلو عصري اصلاحاتو په مټ افغانستان د علم او پوهي نړیوال کاروان ته دننه کړ او د یوه فرمان له مخي یې پر ټولو افغانانو باندي لمړنۍ زدکړي جبري وګرځولې. نوموړي د خپلو اصلاحاتو په دوام په 1923 کال کي د یو بل فرمان له مخي افغان ښځو ته هم د زدکړو اجازه ورکړه او د مستورات، ملالۍ او عصمت په نوم لیسې یې ورته پرانیستلې. د امیر ددې فرمان په مقابل کي که څه هم یوشمېر کسانو سخت غبرګون وښود خو امیر ددوی خبره ونه منل او تر 1928 پوري یې یوازي په کابل کي اووه ښځینه لیسې جوړي کړې.[۵۴] امان الله خان یوازي په دې بسنه ونکړه بلکي د افغان ځوانانو د ښه روزني لپاره یې یوشمېر ځوانان او پیغلي اروپایي هیوادونو او ترکیې ته هم ولېږل چي په دې کسانو کي ترکیې ته تلونکي زدکړیالان 205 تنه وه چي لس تنې یې مېرمني وې.[۵۵] د شاه امان الله خان په واکمنۍ کي فرانسه، جرمني، انګلستان، روسیه او ترکیه هغه هیوادونه وه چي تر نورو یې ډېر له افغانستان سره د معارف او زدکړو پر بنسټ اړیکي ټینګي او یا هم مرستي وکړې. د افغانستان په دې علمي پرمختګ کي د امان الله خان ترڅنګ د نوموړي خسر محمود طرزي او مېرمني ملکې ثریا ښه رول ولوباوه. لنډه داچي د افغانستان په معاصر تاریخ کي د امان الله خان دوره د زدکړو او معارف له پلوه ډېره زرینه دوره ګڼل کیږي، خو د نوموړي په وړاندي د انګرېزانو توطیه او د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) بغاوت چي تر یو اندازې پخپله د امان الله خان د غلطیو له کبله هم رامنځ ته سو، نه یوازي دا چي دده واکمني یې ړنګه کړه، بلکي د افغانستان معارف یې هم کلونه کلونه شاته وغورځاوه.

په 1929 کال کي د اماني دولت د پرځېدو په پایله کي د حبیب الله کلکاني ځواکونو د کابل ښار لوټ او د معارف ټولي لاسته راوړني یې د خپلي 9 میاشتنۍ واکمني په پایله کي ړنګي کړې، چي په دې لاسته راوړنو کي د نجونو او هلکانو د ښوونځیو یومخ تړل هم شامل وه. د حبیب الله کلکاني تر یادي واکمنۍ وروسته د محمد نادرشاه په دوره کي د افغانستان معارف یوځل بیا په حرکت راغی او د لمړنیو زدکړو ترڅنګ چي پر ښځینه او نارینه وو باندي جبري ګرځول سوي وې، یوشمېر پوهنیز مرکزونه لکه عربیه دارالعلوم، د طبي زدکړو مرکز، د دوا جوړولو مرکز، د نادرشاه د یتیمانو روزني مرکز او ځیني نور رامنځ ته سول. ورپسې د محمد ظاهرشاه په دوره کي د معارف په برخه کي 43 نوي ښوونځۍ (چي 16 یوازي په پلازمینه کابل کي وې) فعاله سوې[۱۰]. محمد ظاهرشاه د خپلي واکمنۍ پرمهال په هیواد کي دننه د سقاوي دورې نژدې ټول زیانونه جبران کړه او په 1947 کال کي یې د کابل پوهنتون د بنسټ ډبره کښېښودل، همدارنګه یې تر 1973 کال پوري د افغانستان لوی شمېر زدکړیالان بهرنیو هیوادونو ته د زدکړو لپاره ولېږل، خو دا چي نوموړی یو نرم مزاجه او پر محصلینو باندي د سختو قوانینو پلي کوونکی واکمن نه وو، نوځکه یوشمېر هیوادونو لکه شوروي اتحاد، متحده ایالاتو او عربي هیوادونو د افغان محصلینو پر مغز مینځلو باندي کار پیل کړ چي دغه پیښي د افغانستان زدکړي د سیاست ښکار وګرځولې او په وروسته کي د ظاهرشاه واکمني له همدې کبله وپرځول سوه.

په 1973 کال کي د لمړي جمهوري دولت په راتګ سره افغانستان د معارف په برخه کي بېسارۍ پرمختګ وکړ او سردار محمد داوودخان د افغان زدکوونکو او محصلینو لپاره د نوي عصري نړۍ سره د پرمختګ په پار لوی شمېر بدلونونه رامنځ ته کړه چي ددې بدلونو څخه یو هم د معارف او لوړو زدکړو وزارتونو جلاوالۍ وو، د یادوني وړ ده چي داوودخان تردې مخکي د خپل صدارت پر مهال هم معارف ته ستري چوپړتیاوي ترسره کړي وې او تر 1973 کال پوري په ټول هیواد کي د ښوونکو شمېر تر 18000 پورته سوی وو[۱۴].

په 1978 کال کي د داوودخان له شهادت سره سم د افغانستان معارف په مکمله توګه د سیاسي ګټو ښکار سو، او نوي کمونیسټ دولت د هیواد ټول زدکوونکي او محصلین اړ ایستل چي یوازي د کمونسټي نظریې مطابق زدکړي وکړي. په یاده دوره کي د افغانستان هغه زدکوونکي چي پاکستان او نورو هیوادونو ته مهاجر سول هلته د سیمي استخباراتو ورڅخه خپلي ګټي ترلاسه کړې او ځیني کسان یې د دیني مدرسو په نامه پخپلو استخباراتي مرکزونو کي داسي سخت دریځي وروزل چي په افغانستان کي نژدې هر زدکوونکی ورته بې دینه او پردئ ښکارېدی او ځیني خو یې تردې اندازې افراطیان وه چي افغان ښوونکي او زدکوونکي یې بې له کوم دلیله په قتل رسول. ددوی په مقابل کي بیا د خلق کمونسټي دولت پر دیني عالمانو او مذهبي مشرانو باندي سخت بندیزونه ولګول او په هیواد کي یې دیني زدکړي له خپل فکر سره سم پیاده کړې.

د کمونسټي دولت په وروستیو کي که څه هم چي د ولسمشر ډاکټر نجیب الله له لوري څه ناڅه نرمښت په هیواد کي پلی سو او په سوېل لویدیځه حوزه کي د کندهار پوهنتون د بنسټ ډبره هم کښېښول سوه[۵۶] خو د نوموړي د حکومت د پرځېدو په پایله کي د افغانستان معارف بیاهم د سیاسي ګټو یوه آله وه او د صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني د واکمنیو پر مهال یو داسي زدکړیز نصاب د افغان زدکوونکو لپاره پلۍ سو چي د دیني او عصري زدکړو پرځای تر ډېره پوري داسي کتابونه افغان زدکوونکو ته تدریسېدل چي یوازي به د اسلحو او چاودېدونکو توکو انځورونه پکښي رسم سوي وه. په 1994 کي د طالبانو د حرکت له رامنځ ته کېدو سره د افغانستان معارف د پخوا په څېر مړ ژوانده پاته سو او هغه کتابونه چي د رباني له واکمنیو څخه پاته وه په مدرسو کي تدریس کېدل. طالبان نه یوازي دا چي عصري زدکړي یې شاته غورځولي وې بلکي د نجونو د زدکړو هم سخت مخالف وه او په هیواد کي یې د عصري ښوونځیو په پرتله مدرسې زیاتي رامنځ ته کړي.

په 2001 کال کي د طالبانو د پرځېدو پرمهال د هیواد د ټولو فعالو ښوونځیو شمېر نژدې 3400 داني وو چي پکښي یو میلیون زده کوونکو درس وایه. د حامد کرزي د حکومت د لمړي کال سره سم د نړیوالو مرستندویه ټولنو او افغان حکومت له لوري د افغانستان معارف بیرته په رغېدو سو او د لسو کلونو په جریان کي د ښوونځیو شمېره 14000 او د زده کوونکو شمېره یې اته میلیونه او سل زره کسانو ته ورسېدل، چي په دې کي 38 فیصده ښځینه او پاته نارینه زده کوونکي وه. د زده کوونکو دغه شمېرې ته د 175000 ښوونکو له لوري تدریس ورکول کېدی[۵۷]. همدارنګه په هیواد کي دننه لوی شمېر خصوصي او دولتي پوهنتونونه، د انګلیسي او نړیوالو ژبو د زدکړي مرکزونه، د عصري ټکنالوجي د زدکړي مرکزونه، داسلامي زدکړو مدرسې او داسي نور زدکړیز مرکزونه په لوی شمېر فعال او د بېلابیلو اشخاصو او سازمانونو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل سوه. د ښوونځیو دغه شمېره په 2013 کال کي 16000 او راتلونکو درو کلونو کي ترهغه هم پورته ولاړه او په لکونو نوي زده کوونکي یې ځان ته جذب کړه.[۵۸] د اشرف غني د حکومت په وروستي کال (2021) کي د افغانستان د ټولو زده کوونکو شمېر 9.7 میلیونه او د ښوونکو شمېر 220000 ته ورسېدی او د همدغه کال په اګسټ کي جمهوري دولت هم وپرځېدی.[۵۹]

په جمهوري حکومت کي د پورته پرمختګونو سره سره ځینو ستونزو هم شتون درلود، لکه :

1 : په اکثره پښتون مېشته سیمو کي د طالبانو له لوري ښوونځۍ او د بهرنیو ځواکونو له لوري دیني مدرسې په جګړه کي ویجاړي او یو شمېر زده کوونکي او ښوونکي یې هم شهیدان سول. همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري یو شمېر زدکړیز مرکزونه د سنګر او سپر په توګه وکارول سوه.

2 : دیني مدرسو ته د جمهوریت نه پاملرني یو شمېر افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه پاکستاني استخباراتي مدرسو او تعلیمي مرکزونو ته ورټېل وهل، چي په دې سره ځیني کسانو پردي افکار خپل کړه او د حکومت واک په صحرایي سیمو کي لړزانه سو.

3 : په معارف کي پراخ فساد د لوی شمېر کتابونو او ښوونځیو د جوړېدو مخنیوئ وکړ.

4 : سوېل لویدیځه حوزه او پښتون مېشته سیمي د ځینو متعصبه کړیو له لوري په لوی لاس د معارف له بودیجې او بهرنیو بورسونو څخه بې برخي سولې او لوی شمېر پښتانه ځوانان له لوړو زدکړو محرومه پاته سول.

5 : د ایران فرهنګي یرغل د شمالي سیمو یو شمېر زده کوونکي د پښتو ادب او پښتون کلتور دښمنان وګرځول او ځیني متعصبه ایران پلوه کړیو پر افغان تاریخي او کلتوري نومونو او اصطلاحاتو ملنډي هم ووهلې.

او داسي نور .....

ادب او هنر

ادب او هنر د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د اریانا له بېلابیلو سیمو څخه په لمړۍ بڼه ډول ډول راټول سوی وو چي مشهوره ادبي څېرو او آثارو یې له پخوانیو دینونو سره اړه درلوده.

د اسلام تر راتګ وروسته د افغانستان ادبي تاریخ د یو نوي پیل په توګه له اسلامي تمدن سره په ګډه ختیځ او لویدیځ ته په پراخه کچه خور سو، او په دې لړۍ کي یې د امیر کروړ سوري، مولانا جلال الدین بلخي، بي بي رابعه بلخي، خواجه عبدالله انصاري، مولانا عبد الرحمن جامي، امیر علي شېر نوایي، میرخواند، بهزاد هروي، عبد الرحمان بابا، خوشال خان خټک او نورو مشهوره کسانو په څېر ستري ادبي او حماسي څېرې سیمي او نړۍ ته وړاندي کړې. د نړیوالو تاریخونو پر بنسټ د یادو سویو کسانو ترڅنګ یو شمېر داسي ادبي اشخاص هم د افغانستان په تاریخ کي تېر سوي دي چي اصلیت یې د ګاونډي هیوادونو په وینا د افغانستان نه وو، خو د افغانستان له ادبي فضاء او شاعرانه دربارنو څخه په اخیستنه یې لوی او مغتنم اثار اوس هم د مرکزي اسیا، پارس او هندوستان په ولسونو کي ستر محبوبیت لري، چي له دې ډلي یو هم نامتو ادیب (ابوالقاسم فردوسي) دی.

په افغانستان کي د ادبي نظم او نثر له اړخه ددغه هیواد دوې لویي ژبي ( پښتو او دري ) ډېر لرغوني اثار او نایابه ټولګي لري. د افغانستان په لمړۍ ژبه پښتو کي د نورو ژبو په څېر شعر هم د نظم او هم نثر برخه لري، خو ددې ژبي یو بل ادبي اړخ چي لنډۍ نومیږي دومره خپلواک او له هنره ډک اړخ دی چي په سیمه کي يې نوري شته ژبي له شتون څخه بې برخي یا هم عاجزه دي. لنډۍ په تاریخي توګه د پښتو ادب هغه شاعرانه بیتونه دي چي په عمومي توګه د پښتنو ټولنو او اشخاصو ترمنځ د سوال او ځواب په بڼه ویل کیږي، او لیکوال یا شاعر یې یو ځانګړۍ شخص نه بلکي بیرته همدغه ټولنه او عام خلک دي.

د مغولي او پارسي اشغال تر پای ته رسېدو وروسته د هوتکیانو او او معاصر افغانستان له راټوکېدو سره ددغه هیواد هنر او ادب سیاسي دربارونو ته هم لاره پیدا کړه او په دې ترڅ کي مشهوره واکمن چي د شعرونو ستره ټولګه یې اوس هم شتون لري هغه د معاصر افغانستان بنسټ ایښودونکي اعلیحضرت احمد شاه بابا دی.

هوايي كرښې او ډگرونه

د افغانستان نامتو برېښناكوټونه

لويې لارې او واټنونه

افغانستان له جغرافيايي پلوه د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، منځني ختیځ او لویدیځي اسیا په مینځ کي د یو پله غوندي حیثیت لري چي پر همدې بنسټ د هیواد هره پوله او فرضي کرښه د نړیوال او سیمه ییز تجارت له کبله د زیات ارزښت وړ ده. د سرحدي او فرضي کرښو دغه اهمیت ته په کتو باندي د افغانستان اوسنۍ جغرافیه په هیواد کي دننه یوه نښلوونکې (2200 کیلومتره) لویه لاره چي د افغانستان حلقوي سړک نومیږي، لري او د شپاړسو ولایتونو په نښلولو سره ددغه هیواد هري کرښي ته د تجارت او تګ راتګ لاري لنډوي. د افغانستان اوسنۍ لویي ستراتیژیکي لاري په لاندي ډول دي:

  • كابل _ شېرخان بندر ( 397.3 ) کیلومتره واټن
  • كابل او كندهار ( 500.4 ) کیلومتره واټن
  • كابل او تورخم ( 231.1 ) کیلومتره واټن
  • کابل او بلخ ( 447.9 ) کیلومتره واټن
  • کابل او غلام خان ( 177 ) کیلومتره واټن
  • كندهار او هرات ( 569.4 ) کیلومتره واټن
  • كندهار او سپين بولدك ( 103.1 ) کیلومتره واټن
  • هرات او اسلام کلا ( 120 ) کیلومتره واټن
  • هرات او تورغونډۍ ( 114.7 ) کیلومتره واټن
  • بلخ او حیرتان بندر ( 102.8 ) کیلومتره واټن
  • فراه او ابو نصر فراهي بندر ( 132 ) کیلومتره واټن
  • کابل او نیمروز سرحدي بندر ( 966 ) کیلومتره واټن

د افغانستان سیندونه او د اوبو زېرمې

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې خورا ډېرې د اوبو زېرمې او سیندونه لري. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی.

د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړې څوکې تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه يو پر بل پرتې وي .

په پسرلي او دوبي کې ويلي کېږي او په بېلا بېلو حوزو بهېدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کې دومره زيانې او طوفاني کېږي چې د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجې دځمکې د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب گرځي چې کرنيزي ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهېږي او له بله پلوه د سيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توگه : د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمېنځ د لوړتيا د توپير له مخې چې( ٢٧٠٠ ) متر څخه زيات دى چې په کال کې د (٢٥٠) میليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه %١١ د پاکستان خاورې ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته %٧٩ د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

د افغانستان سیندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشل کېږي .

لمړۍ حوزه

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

درېيمه حوزه

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

د افغانستان منظرې

دا هم وگورئ

ياداښتونه

  1. د افغانستان د احصایې مرکزي دفتر
  2. "د نړیوال بانک عامه ډېټا". د نړیوال بانک عامه ډېټا. Archived from the original on 26 May 2023. نه اخيستل شوی 27 April 2024.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ "افغانستان". د پیسو نړیوال صندق. Archived from the original on 1 May 2023. نه اخيستل شوی 1 May 2023.
  4. "د بشري پرمختيا اندازې اړوند د ۲۰۲۳/۲۴ کال راپور". د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام. ۱۳ مارچ ۲۰۲۴. Archived from the original on 19 March 2024. نه اخيستل شوی 22 March 2023.
  5. د بشري پرمختيايي اړوند د ۲۰۲۰م کال راپور (PDF). د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام. ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. pp. 343–346. ISBN 978-92-1-126442-5. Archived (PDF) from the original on 9 October 2022. نه اخيستل شوی 16 ډیسمبر 2020. {{cite book}}: Check date values in: |access-date= (help)
  6. "نوي افغان حکومت (طالبانو) د هجري لمریز پر ځای د هجري شمسي کارول پیل کړل". هشتِ صبح راډیو. ۲۶ مارچ ۲۰۲۲. Archived from the original on 4 September 2022. نه اخيستل شوی 4 سپټمبر 2022.
  7. "نیم ساعت او ۴۵ دقیقې وخت زونونه". timeanddate.com. Archived from the original on 15 February 2016. نه اخيستل شوی 23 ډيسمبر 2022.
  8. Afghanistan Population https://worldpopulationreview.com/countries/afghanistan-population
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Afghanistan Summary https://www.britannica.com/summary/Afghanistan
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Ancient Afghanistan From First Settlers to Early Civilizations https://www.worldhistory.org/Ancient_Afghanistan/
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ تر اسلام دمخه تاریخي افغانستان / عبدالحی حبیبي https://ketabton.com/book/1517
  12. Empire? https://www.livius.org/articles/people/medes/
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Achaemenid Empire https://study.com/academy/lesson/the-achaemenid-empire-history-region-timeline.html
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Internet Archive https://archive.org › downloadPDF The histories of Herodotus
  15. څپرکۍ: د سکندر یرغلونه: کتاب : د افغانستان لنډ تاریخ لیکوال : علامه عبدالحی حبیبي https://www.ketabton.com/book/858
  16. Buddhism https://www.bbc.com/news/uk-england-cambridgeshire-58487544
  17. تاریخ بودیسم در افغانستان https://studybuddhism.com/fa/mtala-at-py-shrfth/tary-kh-o-frhng/body-sm-dr-aasy-ay-mrkzy/tary-kh-body-sm-dr-afghanstan
  18. https://www.bbc.com/news/uk-england-cambridgeshire-58487544
  19. کتاب : د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : کوشانیان لیکوال : علامه عبدالحی حبیبي https://ketabton.com/book/1517
  20. https://www.britannica.com/biography/Kaniska
  21. https://silk-road.com/artl/heph.shtml
  22. د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : هفتالیان لیکوال : علامه عبدالحی حبیبي https://www.ketabton.com/book/858
  23. https://weaponsandwarfare.com/2018/10/15/hephthalites/?amp=1
  24. د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : هفتالیان https://www.ketabton.com/book/858
  25. https://data1.geo.univie.ac.at/projects/dasantlitzdesfremden/showcases/showcase9%3Flanguage=en.html
  26. د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : هفتالیان عبدالحی حبیبي https://www.ketabton.com/book/858
  27. د افغانستان لنډ تاریخ عبدالحی حبیبي څپرکۍ : افغانستان د اسلام د پیدایښت په وخت کي https://www.ketabton.com/book/858
  28. https://www.kabulnath.de/Schankar%20Dara/Minare%20Chakari/Aazam%20Sistaani/Nechostin%20Hamalaat%20Arab%20ha.html
  29. کتاب : په افغانستان کي د اسلام خپرېدل لیکوال : غبار
  30. افغانستان له اریایانو تر هوتکیانو لیکوال : عبدالله ګل ریان مخونه : ۴۴ او ۴۵
  31. https://www.sayahonline.com/afghanistan/history/%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%B7%D8%A7%D9%87%D8%B1%DB%8C%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86.html
  32. https://www.sayahonline.com/afghanistan/history/%d8%b3%d9%84%d8%a7%d8%b7%db%8c%d9%86-%d8%b3%d8%a7%d9%85%d8%a7%d9%86%db%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86.html
  33. https://mof.gov.af/index.php/ps/%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%DB%90-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%DA%86%D9%87
  34. http://geo-of-afg.blogfa.com/post/31
  35. https://bamdaad.org/politics/3767-2020-08-14-20-31-45.html
  36. https://moci.gov.af/ps/%D9%85%D8%AE%DB%8C%D9%86%D9%87
  37. د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه څپرکۍ : کابل د بدوي کلتور تر چپاو لاندي https://ketabona.com/books/%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D8%B1-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B5%D8%B1-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE-%DB%8C%D9%88%D9%87-%D9%84%D9%86%DA%89%D9%87-%DA%A9%D8%AA%D9%86/
  38. https://www.dab.gov.af/index.php/dr/node/1901
  39. http://archive.mashal.org/content.php?t=%20%20%D8%B5%D9%86%D8%A7%DB%8C%D8%B9%20%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B5%D8%B1%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86&c=helmi&id=01113
  40. https://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=170573
  41. https://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=170573
  42. داوودخان لیکوال : عاصم اکرم مخونه : 88، 89 او 90https://afghanpedia.com/library/getbook/2d7f6cb2db85c63869d3dbc63d0659d1
  43. انکشاف اقتصادی افغانستان در دوره شهید سردار محمد داوود خان سرچینه : منډیګک بنسټ نېټه : 2022 مارچ 27 https://www.facebook.com/share/p/1AXQZxbfg5aDQkgt/?mibextid=oFDknk
  44. https://hasp.ub.uni-heidelberg.de/journals/iaf/article/view/1819
  45. https://tolonews.com/fa/business-179801
  46. https://afghanpedia.com/depot/article/D2/muZsCMwtXwzjH3AX
  47. https://www.artnevis.com/%D8%AA%D9%86%D8%AF%DB%8C%D8%B3-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%A8%D9%88%D8%AF%D8%A7-%D8%AF%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/
  48. afghan-german.net https://www.afghan-german.net › ...PDF سیر معارف در افغانستان » تعلیم وتربیه
  49. https://www.researchgate.net/publication/301672934_History_and_Problems_of_Education_in_Afghanistan
  50. https://www.researchgate.net/publication/301672934_History_and_Problems_of_Education_in_Afghanistan
  51. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2011/06/blog-post_507.html?m=1#_ftn6
  52. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2011/06/blog-post_507.html?m=1#_ftn6
  53. افغانستان در مسیر تاریخ غبار https://archive.org/details/Afghanistan_dar_maseer_tarikh_Vol_1_Ghulam_M_Ghubar
  54. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2011/06/blog-post_507.html?m=1#_ftn6
  55. https://reliefweb.int/report/afghanistan/history-education-afghanistan
  56. https://kdru.edu.af/ps/%D9%83%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D8%AA%D9%88%D9%86
  57. https://www.dw.com/fa-af/%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D9%87-%D8%B1%D9%88%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D8%A2%D9%85%D8%A7%D8%B1/a-15542426
  58. https://pajhwok.com/opinion/%D8%B3%DB%8C%D8%B1-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-%D8%AF%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/#:~:text=%D8%AF%D8%B1%20%D8%B3%D8%A7%D9%84%20%DB%B1%DB%B2%DB%B9%DB%B1%D8%8C%20%D8%A7%D9%88%D9%84%DB%8C%D9%86%20%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%85%DB%8C%D9%86,%D8%A2%D9%85%D9%88%D8%B2%D8%B4%20%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%85%D8%8C%20%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%BA%20%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%AD%D8%B5%DB%8C%D9%84%20%D8%B4%D8%AF%D9%86%D8%AF.
  59. https://pajhwok.com/2021/05/05/ghani-sees-threat-to-afghanistans-education-system/?amp=1

باندنۍ تړنې

پېژنڅېرې او ټولگړي مالومات

خبري وېبپاڼې

ټولنې

دا هم وگورئ

نوم پېژندنه

  بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: د افغانستان تاریخي نومونه
د افغانستان کلمه له دوو برخو "افغان" او " ستان " څخه جوړه شوې ده. افغان یو نوم دی چې معمولا د پښتنو لپاره کارول کیږي. دا کلمه په دریمه پیړۍ کې د ایران د ساساني امپراتورۍ لخوا د ابګان په بڼه او په شپږمه زیږدیزه پیړۍ کې د هندي ستورپوه وراهمیرا لخوا کارول شوې ده. د لسمې پیړۍ زېږديزې پېړۍ را وروسته په لیکنو کې د افغان کلمه په جغرافیایي اثارو کې په مکرر او پرلپسې ډول ذکر شوې ده.

هغه ټاټوبی چې افغانستان ورته ويل کيږي مخکې خراسان بلل کېده او تر هغې وړاندې آریانا بلل کېده.

د دغه هېواد د نوم په توګه د افغانستان کلمه ډېره پخوانۍ نه ده او په ۱۳۰۲ هـ .ش (۱۹۲۳) او د شاه امان الله په اساسي قانون کې تصویب شو. د افغان کلمه په 1964 ( ۱۳۴۳ ) کې د محمد ظاهر شاه په اساسي قانون کې په يو نوي تعريف سره تصويب شوه او د دغه هېواد د هر وګړي لپاره په کار يوړل شوه.

لويه امپراتوري د احمد شاه دراني وه
 
احمد شاه دراني
  NODES
3d 2
Intern 1
languages 1
mac 16
os 8
text 1
web 1