بوټپوهنه

سلام
(له بوتانی نه مخ گرځېدلی)

بوټپوهنه د ژونپېوهنې يا بيالوژۍ يوه څانگه ده. په لنډه توگه يو څه داسې تعريف لري: بوټپوهنه د بوټو د ژوند په هکله يوه ساينسي زده کړه ده. د ژونپوهنې د يوې څانگې په توگه ورته د بوټو ساينس يا پوهه او يا هم د بوټوژونپوهنه وايي چې په انگليسي ژبه د بوټاني په نامه يادېږي. پدې زده کړې کې د بوټو زغښت، رغښت يا جوړونې، برار او ودې په هکله بشپړه پوهاوی او په دغو کې د زاتي توپيرونو څېړنې ته هم بوټپوهنه وايي. بوټي پېژندنه د ډول ډول گلانو،وښښو، سابو، اغزو او د ونو د دغو بوټو د ودې لپاره برابر چاپېريال، څره، اوبه او نور کمياوي موادو په اړه معلومات ورکوي .
بوټپوهنه پخپله په ځان کې د بوټو په هکله ډېرې نورې زده کړې رانغاړي چې په دې کې د بوټو جوړښت، د برار او ودې، د توليداتو، د مېټابوليزم، د لويېدلو او د بوټو د ناروغيو په هکله زده کړې شاملې دي. د بوټو په اړه څېړنه او پوهاوی د قبايلي چاپېريال نه راوتلی دی. ډول ډول بوټي به د څکلو سره يا خوړلو په ذريعه به په نښه او پېژندل کېدل همداو چې د زهري بوټو او درملو پېژندل به ترې کېدل. ځکه هم بوټپوهنه په ساينس کې يوه لرغوني پوهه ده . له هاغه لرغوني وخت نه دبوټپوهنې په څېړنيز ډگر کې لا پراختيا راغلې او د ۵۵۰۰۰۰ شاؤخوا د بوټو خېلونه او ژواندي پکې څېړل شوي.

دبوټپوهنې پرمختگ او اړمنتيا

سمول
 
Hibiscus

په ژونپوهنه کې د بل ژوند د بڼې په پرتله, د بوټو په ژوند باندې له بل اړخ نه کتل کېږي . له ماليکيولي ژونپوهنې نه تر ماليکيولر ،زاتپوهنې (جنېټکس) او ژونکيميا (بايوکمسټري) يا کمياوي پولې پورې د ژواندو (اورگانونو) د سلونو، مساماتو، او نورې برخې لکه د ژواندو بدني تړاؤ (اناټومي)سره سره ېې د بوټو ټولشمېرنه او پخپلو ټولگو کې د ژونپوهنې ليدل کېږي. په دغو هر څېړنيزې پولې باندې يو بوټی پوهاند سره د دغو هر يو څان څان ته په خپلو ټولگو کې د وېشنې لپاره فکر وي چې ورته (ټاکسانومي) وايي ، جوړښت ته ېې د بوټي بدني تړاؤ (پلانټ اناټومي ) يا هم گړنديتوب ته ېې بيا د بوټي پږني حالت (پلانټ فيزيولوژي ) وايي .

په تاريخي لحاظ بوټيپوهنه ټول هاغه څه پخل منځ کې رانغاړي کوم چې پر ځناورو ، يا حيواناتو باندې اړه نلري. پدغو ناځناورو ژواندو کې د فنجای يا (پسکه ) وهونکي ژواندي راځي .( دا په مايکالوجي )څانگه کې لوستل کېږي. ( د بکټريوم، بکټريا ) او د (ويروس) چې بيا د مايکروژونپوهنې پورې تړاؤ لري لوستل کېږي . همداسې په نامه د الگای يو ډول ژواندی دی چې په فيکالوژي کې لوستل يا مطالعه کېږي . ډېری د فنجای (پسکه) ژواندي ، د الگای او نور داسې مکروبونه د بوټېپوهنې سره کوم تړاؤ نه لري خو بيا هم ډېره پاملرنه ورته د بوټيپوهاندو رااوړي . او اکثرآدغه د پسکه وهونکو ژواندي ، الگای ژواندي او بکټريا د بوټي پوهنې په لومړيو تعليمي کورسونو کې رانغاړل شوي وي . د بوټو په اړه تعليم او پوهنه په څو وجو اړينه ده . بوټي په مځکه باندې د ژوند له بنستيزو اړخونو نه يادېږي . بوټي مونږ ته اکسيجن (صفا هوا) ، خواړه ، سپڼسي ،تار يا ريښکۍ ، او دارو درمل جوړوي له همدې نه چې بيا د ژوند بڼه نوره هم پسې د پايښت لپاره سموي . همداسې بوټي کاربون ډای اکسايډ (لوگي)زغمي او په ځانگړې توگه يو ډول زرغون غاز چې ورته وايي د فوټوسنتيسس په وجې. په راتلونکي کې د بوټو په ښه ډول پوهنه به د انسانانو لپاره يو قاطع مسله وي .

په تېره بيا بوټي کاربون ډای آکسايډ هم جذبوي، دا گاز د فوټوساينتېسز په پروسه کې يو اهم گاز دی. د بوټو په هکله يوه ښه او بشپړه پېژندنه د انساني ټولنو راتلونکي ته اهم مالومات دي چې ددې سره مونږ پدې توانېدی شو چې:

  • نړۍ ته خواړه برابر کړو
  • د ژوند بنسټيزې کړنې وپېژنو
  • د دارو درملو او د نورو موادو د جوړولو جوگه شو
  • چاپېريالي بدلونونه وپېژنو

د انسانانو خواړه

سمول
 
نژدې ټول خواړه چې مونږ يې خورو په مستقيم او غېرمستقيم ډول له بوټو نه ترلاسه کېږي چې د همدې څرگندونې يوه بېلگه امريکايي وريژې دي.

په ريښتيا سره ټول خواړه د بوټو نه پلاس راځي. دا يا خو په راسنه توگه له مېوو، بوټو نه جوړ شوو خوړونکو توکو نه او يا هم په غير راسنه توگه د احلي هاغو ځناورو نه پلاس راځي چې په بوټو خوړلو . په بله مانا بوټي د ټولو خواړو بنسټيز دلوهې ځنځير (اشتهايي زنجير) بللی شو، او يا ېې د چاپېريال پوهاندو له اندواند څخه ورته لومړنی ټرافيک لېول. ټوله نړۍ مړولو لپاره اړينه ده چې پدې پوه شو چې څرنگه بوټي خواړه رابرابروي يا له بوټو نه څرنگه خواړه پلاس راځي. همداسې د راتلونکي کهول لپاره د خوړو برابرولو ملاتړ کوي. د بېلگې په توگه... د بوټو د کرنې او پالنې له کبله. ټول بوټي د وگړو لپاره په گټه نه وي ، ځينې پوچ توکي د کرهڼې لپاره د پاموړ ستونزې بلل کېږي . ددې لپاره دبوټيپوهنې ساينس مونږ ته دا رابرابروي چې د هغو ناوړې اغېزې په نورو بوټو باندې رالږې کړي .که څه هم چې دغه پوچ توکي يا بوټي خپلسري راشنه کېږي کوم چې بيا د چاپېريال لپاره موزر جوړېږي او د چاپېريال دبېرته سمېدو مخ نيوی کوي. در جوته ېې کړۍ چې د پوچ بوټي موده يوه نسبي مفکوره ده او په پراخه توگه داسې راپېژندل شوې ده چې دا پوچ بوټی ساده خو ډېر پياوړی بريالی وي. بوټتوکمپوهنه د بوټو او خلکو تر مېنځ د همدې او يا بل ډول اړيکو زده کړه ده.

د ژوند بنسټيزه کړنې

سمول

بوټي هاغه وړ ژواندي دي چې د ژوندانه د بنسټيزو کړنو څېړنې (لکه د سلولونو وېش، او د پروټينو جوړښت) پرې پرته د کومې خرخشې او ستونزمنې ټاکنې سرته رسي، خو د ژويو او انسانانو په هکله د څېړنې پر وخت دېر ځله اخلاقي پوښتنې رامېنځ ته کېدای شي کوم چې د څېړنې مخنيوی هم کوي. پدې هکله لويه بېلگه د گرېگور مېنډل څېړنې دي. نوموړي ساينسپوه د نخود د بوټي په هکله د څېړنو په لار کې د جنېټيکي قوانينو بنسټ کېښود. د کومې پوهې بنسټ چې مېنډل ايښی دی هغه د بوټپوهنې نه پرته ناشونی وه. ددې تر څنگ باربارا مک کلېنټوک د جوارو د بوټي په هکله د څېړنې په پايله کې ټوپوهونکي جينونه يا جمپېنگ جينونه راجوت کړل. همداسې نورې بوټپوهنيزې بېلگې هم شته چې د هغوي په هکله څېړنې د ساينس په ډگر کې ډېرو نورو پوښتنو ته ځواب وييلی او د لا نور پوهاوي لاره يې هواره کړې.

دارو درمل

سمول

داسې ډېر طبي، نشيي او د ښه وخت تېردونکي دارو درمل لکه د چرسو بوټی، کافي او نيکوټين نېغ په نېغه د بوټو نه لاس ته راځي. اسپرين يو بل داسې مثال دی کوم چې په اصل کې د ولې د ونې ډډ نه په لاس راځي او د درمل جوړونې کړنو وروسته د درملو په توگه کارېږي. داسې ډېرې ناروغۍ دي چې د ډېرو ارزښمنو درملنو سبب يې بوټي دي او لا نوره تمه هم ده چې د همدې بوټو نه به لانورې لاس ته راوړنې هم رامېنځ ته شي. نامتو پارونکي دارو لکه کافي، چاکلېټ، تمباکو او چای دا ټول له بوټو نه لاس ته راځي. ډېري الکولي څښاکونه د ډول ډول بوټو لکه د اوربشو او انگورو د تومنه (تخمير) کولو وروسته جوړېږي.

بوټي مونږ ته ډېر طبعي توکي رابرابروي ، لکه پومبه ، لرگي، کاغذ، سپين کتان (سپڼسي) ،د سابو غوړي او هم ځينې ډول رسۍ او ربړ . د توت د بوټو د کرلو پرته د ورېښمو ترلاسه کېدل به ناشونی وي، دا ځکه چې د ورېښمو چينجی د توت په بوټو کې ښه روزل کېږي. پدې وروستيو کې گني، سويا او نور هغه بوټي چې په لويه کچه په ځان کې د تومنې وړ شکره او يا هم غوړي لري دژواکي-سونگتوکو د سرچینې په توگه کارېدلي، او د انرژۍ همدا سرچينې د فوسل سونگتوکو لپاره اهم الترنتيفونه گڼل کېږي. ژونډيزل هم وگورۍ.

چاپېرياليز بدلونونه

سمول

د بوټو په مرسته مونږ کولای شو چې زمونږ په چاپېريال کې د ډېرو خواؤ نه رامېنځ ته شوي بدلونونو باندې پوه شو او.

  • د بوټو د چاپېريال د ويجاړېدنې په هکله پوهاوی او د بوټو د انواعو د ورکېدو څېړنه په سمه او بشپړه توگه د بوټو ډلبندي او په غونډالونو وېشنه په ټکزانومي پورې اړه لري.
  • د بنفشه وړانگو په وړاندې د بوټو ځواب او غبرگون زمونږ سره په اتمسفير کې د اوزون د کمي په هکله د لانورو مالوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
  • Analyzing pollen deposited by plants thousands or millions of years ago can help scientists to reconstruct past climates and predict future ones, an essential part of climate change research.
  • Recording and analyzing the timing of plant life cycles are important parts of phenology used in climate-change research.
  • Lichens, which are sensitive to atmospheric conditions, have been extensively used as pollution indicators.

In many different ways, plants can act a little like the 'miners canary', an early warning system alerting us to important changes in our environment. In addition to these practical and scientific reasons, plants are extremely valuable as recreation for millions of people who enjoy gardening, horticultural and culinary uses of plants every day.

تاريخ

سمول

پخوانۍ بوټپوهنه (د ۱۹۴۵ زېږيز کال نه مخکې)

سمول
 
The traditional tools of a botanist.

د بوټي پوهنې د کار په لومړني پړاؤ کې شاؤخوا د ۳۰۰ کاله مخکې ليکل شوؤ تر ټولو غټه رساله تيوفراسوس ليکلې ده. د بوټو په تاريخ کې د (هيستوريه پلانېتروم) او د (ان ده کاؤسوس اف پلانټ ) په نوم اثار ډېر زيات اهميت لري او دغه ليکي (کتابونه) د بوټي پوهنې په ډگر کې تر ټولوبنسټيزه او انتيکه اثار گڼل کېږي ،دا په شاؤخوا ۴۰ نه تر ۶۰مو کلونو کې ليکل شوي . د روميانو طبيب ليکوال ډيوسکورېډس ډېرې اړينې يوناني او رومي درملنو معلومات او سوبوتونه پکې راټول کړي دي . په کال ۱۶۶۵ کې چې لومړني خشنليد (مايکروسکوپ) کارېده نو رابېرټ هوک په لومړي ځل حجره يا سل په خولپوټي (کارک) کې وموند. ډېر لږ موده وروسته ېې بيا د بوټي په نسج (ټيشو) کې هم وموند. د جرمني ليونهارټ فچ، د سيويس کونراډ ونگېسنر، او د برتانيې دوه ليکوالانو نيکولاس کلپېپر او جان گېرارډ د حربل په نوم يو ليکي کې ډېر داسې د بوټو له اړخه معلومات راټول کړي وو چې په طب کې ورنه کار اخيستل کېږي .

نوې بوټپوهنه(د ۱۹۴۵ نه راپدېخوا)

سمول

دا هم وگورۍ

سمول
 
Crantz's Classis cruciformium..., ۱۷۶۹

سرچينې

سمول

نورې لوستنې

سمول
سمول
  • Attenborough, David The Private Life of Plants, ISBN ۰-۵۶۳-۳۷۰۲۳-۸
  • Bellamy, D Bellamy on Botany, ISBN ۰-۵۶۳-۱۰۶۶۶-۲ an accessible and short introduction to various botanical subjects
  • Capon, B: Botany for Gardeners ISBN ۰-۸۸۱۹۲-۶۵۵-۸
  • Cohen, J. How many people can the earth support? W.W. Norton ۱۹۹۵ ISBN ۰-۳۹۳-۳۱۴۹۵-۲
  • Halle, Francis. In praise of plants ISBN ۰-۸۸۱۹۲-۵۵۰-۰. English translation of a poetic advocacy of plants.
  • King, J. Reaching for the sun: How plants work ISBN ۰-۵۲۱-۵۸۷۳۸-۷. A fluent introduction to how plants work.
  • Pakenham, T: Remarkable Trees of the World (۲۰۰۲) ISBN ۰-۲۹۷-۸۴۳۰۰-۱
  • Pakenham, T: Meetings with Remarkable Trees (۱۹۹۶) ISBN ۰-۲۹۷-۸۳۲۵۵-۷
  • Pollan, M The Botany of Desire: A Plant's-eye View of the World Bloomsbury ISBN ۰-۷۴۷۵-۶۳۰۰-۴ Account of the co-evolution of plants and humans
  • Thomas, B.A.: The evolution of plants and flowers St Martin's Press ۱۹۸۱ ISBN ۰-۳۱۲-۲۷۲۷۱-۵
  • Walker, D. Energy, Plants and Man ISBN ۱-۸۷۰۲۳۲-۰۵-۴ A presentation of the basic concepts of photosynthesis

د بوټپوهنې په هکله اکاډميک او ساينسي کتابونه

سمول
  • Buchanan, B.B., Gruissem, W & Jones, R.L. (۲۰۰۰) Biochemistry & molecular biology of plants. American Society of Plant Physiologists ISBN ۰-۹۴۳۰۸۸-۳۹-۹
  • Crawford, R. M. M. (۱۹۸۹). Studies in plant survival. Blackwell. ISBN ۰-۶۳۲-۰۱۴۷۵-X
  • Crawley, M. J. (۱۹۹۷). Plant ecology. Blackwell Scientific. ISBN ۰-۶۳۲-۰۳۶۳۹-۷
  • Ennos, R and Sheffield, E Plant life, Blackwell Science, ISBN ۰-۸۶۵۴۲-۷۳۷-۲ Introduction to plant biodiversity
  • Fitter, A & Hay, R Environmental physiology of plants ۳rd edition Sept ۲۰۰۱ Harcourt Publishers, Academic Press ISBN ۰-۱۲-۲۵۷۷۶۶-۳
  • Lambers, H., Chapin, F.S. III and Pons, T.L. ۱۹۹۸. Plant Physiological Ecology. Springer-Verlag, New York. ISBN ۰-۳۸۷-۹۸۳۲۶-۰
  • Lawlor, D.W. (۲۰۰۰) Photosynthesis BIOS ISBN ۱-۸۵۹۹۶-۱۵۷-۶
  • Matthews, R. E. F. Fundamentals of plant virology Academic Press,۱۹۹۲.
  • Mauseth, J.D.: Botany : an introduction to plant biology. Jones and Bartlett Publishers, ISBN ۰-۷۶۳۷-۲۱۳۴-۴, A first year undergraduate level textbook
  • Morton, A.G. (۱۹۸۱). History of Botanical Science.Academic Press, London. ISBN ۰-۱۲-۵۰۸۳۸۰-۷ (hardback)

ISBN ۰-۱۲-۵۰۸۳۸۲-۳ (paperback)

  • Raven, P.H, Evert R.H and Eichhorn, S.E: Biology of Plants, Freeman. ISBN ۱-۵۷۲۵۹-۰۴۱-۶, A first year undergraduate level textbook
  • Richards, P. W. (۱۹۹۶). The tropical rainforest. ۲nd ed. C.U.P. (Pbk) ISBN ۰-۵۲۱-۴۲۱۹۴-۲ £۳۲٫۵۰
  • Ridge, I. (۲۰۰۲) Plants Oxford University Press ISBN ۰-۱۹-۹۲۵۵۴۸-۲
  • Salisbury, FB and Ross, CW: Plant physiology Wadsworth publishing company ISBN ۰-۵۳۴-۱۵۱۶۲-۰
  • Stace, C. A. A new flora of the British Isles. ۲nd ed. C.U.P.,۱۹۹۷. ISBN ۰-۵۲۱-۵۸۹۳۵-۵
  • Strange, R. L. Introduction to plant pathology. Wiley-VCH, ۲۰۰۳. ISBN ۰-۴۷۰-۸۴۹۷۳-۸
  • Taiz, L. & Zeiger, E. (۱۹۹۸). Plant physiology. ۳rd ed. August ۲۰۰۲ Sinauer Associates. ISBN ۰-۸۷۸۹۳-۸۲۳-۰
  • Walter, H. (۱۹۸۵). Vegetation of the earth. ۳rd rev. ed. Springer.
  • Willis, K (۲۰۰۲) The evolution of plants Oxford University Press ISBN ۰-۱۹-۸۵۰۰۶۵-۳ £۲۲-۹۹

باندنۍ تړنې

سمول

کينډۍ:Portalpar کينډۍ:Wikibooks

د گلانو او نورو بوټو ټولگې يا ډاډابېزونه

سمول

کينډۍ:Biology-footer

  1. ذکر کېدنه: Directory of Open Access Journals. Quotation: Botany.
  NODES
COMMUNITY 1
Note 1