جمايکا
جمیکا ( /dʒəˈmeɪkə/ (واورئ)؛ جمیکا پټویس: Jumieka) یو ټاپو هېواد دی چې د کارابیَن په سمندرګي کې پروت دی. د پراخوالي له پلوه 10,990 کیلومتره مربع (4,240 مربع میله) مساحت لري، دا هېواد د لوی انټیلیس او کارابین (له کیوبا او هسپانیولا وروسته) درېیم لوی ټاپو دی. جمیکا د کیوبا سویل شاوخوا 145 کیلومتره (90 میله) او د هسپانیولا (هغه ټاپو چې د هایټي او ډومینیکا جمهوریت په کې پراته دي) 191 کیلومتره (119 میله) لویدیځ ته موقعیت لري؛ د برییتانیا ماوراء بحري قلمرو د کیمن ټاپوګان يې شمال لویدیځ ته نژدې 215 کیلومتره (134 میله) لرې، موقعیت لري. .[۲۸]
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
دا ټاپو چې اساساً د یتایینو قومونو هستوګنځای ؤ، په 1494 کې د کریسټوف کلمب له راتګ وروسته د هسپانیې تر واک لاندې راغی. زیاتره ځایی خلک وروسته له هغه چې هسپانويانو لوی شمېر افریقایي غلامان د کارګرانو په توګه جمیکا ته راوړل، یا وژل شوي یا د ناروغیو له امله مړه شوي. د هسپانويانو له خوا د سانټیاګو په نوم نومول شوی، دا ټاپو تر 1655ز کال پورې د هسپانیا ملکیت پاتې شو، کله چې انګلسیتان (وروسته لویه برییتانیا) دا هېواد فتح کړ، د جمیکا په نوم یې ونوماوه. د بریتانیا تر استعماري واکمنۍ لاندې جمیکا په داسې حال کې چې د کښت کولو اقتصاد په افریقایي غلامانو او وروسته د دوی په بچیانو پورې تړلی ؤ، د بورې مخکښ صادرونکی شو. انګریزانو په 1838ز کال کې ټول غلامان په بشپړه توګه آزاد کړل او ډېری آزادشویو د کښت کولو پر ځای له اړتیا سره سم معیشتي فارمونه غوره کړل. د 1840مې ز لسیزې په پیل کې، انګریزانو د چینایي او هندي قراردادي کارګرانو څخه په کښت کې کار اخیستل پیل کړل. دې ټاپود 1962ز کال د اګست په 6 مه نېټه له انګلسیتان څخه خپلواکي ترلاسه کړه. [۲۹]
جمیکا د 2.9 میلیون وګړو په درلودلو سره ، په امریکاګانو کې (له متحده ایالاتو او کاناډا وروسته) درېیم ډېر نفوس لرونکی انګلوفون(انګلیسي ژبی) هېواد دی او په کارابین کې څلورم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. کنگسټن د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی. د جمیکا اکثریت د فرعي سهارا افریقایي نژاد څخه دي، د پام وړ اروپایي، ختیځ- آسیایي (په عمده توګه چینایي)، هندي، لبناني او د مختلط نژاد اقلیتونه لري. د 1960 لسیزې راهیسې، د کار لپاره د کډوالۍ د لوړې کچې له امله، جمیکا لوی شمېر بې ځایه شوي درلودل، په ځانګړې توګه په کاناډا، انګلیستان او متحده ایالاتو کې. دا هېواد سره له دې چې د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو یو نړیوال نفوذ لري، نوموړی هېواد د رسیتافاري مذهب، رګ موسیقۍ (او اړونده ژانرونو، لکه: ډوب، سکا او ډانس هال) د زیږدنې ځای ؤ او په نړیواله کچه په سپورتونو کې مخکښ دی، په ځانګړې توګه په کریکټ، د منډې لوبو او پهلوانۍ کې. جمیکا د خپل وزن څخه ډېر لوړ الوتلو سره، زیاتره وختونه د نړۍ ترټولو لږ نفوس لرونکی کلتوري ځواک ګڼل کیږي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
جمیکا د یو لوړ منځنۍ کچې عاید لرونکی هېواد دی چې اقتصاد یې په ژوره توګه په سیاحت پورې تړلی دی. دا هېواد په منځني ډول په کال کې 4.3 میلیونه سیلانیان لري. جمیکا د رسنیو د آزادۍ او ډیموکراتیکې حکومتولۍ په اندازه کولو کې په ښه بڼه ځلېدلی دی. دا هېواد د 2021 لپاره د نړۍ د خوښۍ راپور کې په کارابین کې لومړی ځای لري. په سیاسي لحاظ دا هېواد یوه مشترک المنافع ټولواکي ده، چې الیزابیت II یې ملکه ده. په هېواد کې د هغې ټاکل شوی اسیتازې د جمیکا والي-جنرال (Governor-General) هغه دفتر دی، چې له 2009 ز کال راهیسې د پیټریک الن له لوري اداره کېږي. اندریو هولنس د 2016 ز کال له مارچ راهیسې د جمیکا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. جمیکا د پارلماني اساسي قانون یوه ټولواکي ده چې مقننه واک د جمیکا دوه اړخیزه پارلمان په واک کې لري، چې د ټاکل شویو مشرانو جرګې او د اسیتازو د مستقیم ټاکل شوي مجلس څخه جوړ دی. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
رېښه
سمولد یتایینو ځايي وګړي په خپله ژبه کې دا ټاپو د Xaymaca په نوم یادوي، چې معنا یې "د لرګیو او اوبو ځمکه" یا "د چینو ځمکه" ده. یامای د نوموړې جزیرې لپاره د لومړني یتایینو نوم په توګه وړاندیز شوی، لکه څنګه چې د کریسټوف کُلمب له خوا ثبت شوی دی. [۴۰][۴۱][۴۲]
زیاتره اوسني جمیکایان خپل کور ټاپو ته په عامیانه بڼه د "راک" په توګه اشاره کوي. په جمیکایی پاټویس ژبه کې عامیانه نومونه، لکه "Jamrock"، "Jamdown" ("Jamdung")، یا په لنډه توګه "Ja" له دې څخه اخیستل شوې ده. [۴۳][۴۴]
تاریخچه
سمولمخکینې تاریخ
سمولانسانان په جمیکا کې ان له 4000-1000 ق.م څخه اوسېږي. د دغو لومړنیو خلکو په اړه لږ څه معلومات شته دي. یوه بله ډله چې د "ریډوېر وګړو" په نوم پیژندل کېږي، د دوی د لوښو له تر لاسه کېدو وروسته، شاوخوا 600 ز کال ته رسېږي، وروسته د 800 م ټایینو دي، چې په ډېر احتمال له سویلي امریکا څخه راغلی ؤ. دوی یو کرنیز او د کب نیولو اقتصاد درلود او د دوی په سیمو کې اټکل کیږي چې شاوخوا 60,000 خلک اوسېدل، چې په کابو200 کلیو کې یې د کاکیک (مشرانو) مشري کوله. د جمیکا سویلي ساحل تر ټولو ډېر نفوس درلود، په ځانګړې توګه د هغې سیمې چاپېره چې اوس د زاړه بندر په نوم پیژندل کیږي. [۴۵][۴۶][۴۷]
که څه هم زیاتره وختونه فکر کیده چې له اروپایانو سره له اړیکو وروسته له منځه تللي دي، یتایینو په حقیقت کې لا تر هغه پورې چې کله انګریزانو په 1655ز کال کې د نوموړي ټاپو کنټرول ترلاسه کړ، په جمیکا کې اوسېدل. ځینې یې داخلي سیمو ته وتښتیدل، د افریقایي مارون ټولنو سره یوځای شول. د جمیکا ملي میراث باور اداره هڅه کوي چې د یتاینو پاتې نښې نښانې ومومي او مستندې یې کړي. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]
هسپانوي واکمني (۱۵۰۹-۱۶۵۵ (ز
سمولکریسټوف کُلمب لومړنی اروپایی ؤ چې جمیکا یې ولیده، وروسته له هغه چې په 1494ز کال کې امریکاګانو ته د خپل دویم سفر په بهیر کې هلته له ښکته کیدو وروسته یې د هسپانیا لپاره د دغه ټاپو دعوه وکړه، د هغه احتمالي ښکته کېدو نقطه وچ بندر ؤ چې د کشف خلیج په نوم یادیږي ، او د سینټ اینز خلیج د کلمب له لوري د دې ځمکې د لومړي لید په توګه "سینټ ګلوریا" ونومول شو. هغه وروسته په 1503ز کال کې راوګرځېد، په هر حال، بېړۍ یې ډوبه شوه او هغه او د هغه عمله مجبوره شوه چې د یوه کال لپاره په جمیکا کې و اوسېږي، په داسې حال کې چې د ژغورلو په انتظار کې وو. [۵۲][۵۳][۵۴]
په دې ټاپو کې د سینټ اینز خلیج یو نیم کیلومتره لویدیځ ته د هسپانويانو لومړی میشت ځای دی، سیویلا، چې په 1509 کې د جوآن دی ایسکویل له خوا یتاسیس شوه، مګر د 1524 په شاوخوا کې بېرته پریښودل شوه، ځکه چې غیر صحي ګڼل کیده. . پلازمینه د 1534 م په شاوخوا کې هسپانوي ښارګوټي ته چې وروسته د سینټ جاګو دې لا ویګا په نوم یاد شو، ولیږدول شوه (د نن ورځې سینټ کاترین). په عین حال کې، یتایینو د معرفي شویو ناروغیو او د هسپانوي غلامۍ له امله په زیات شمېر کې مړینه پیل کړه.[29] په پایله کې، هسپانویانو له افریقا څخه نوموړي ټاپو ته د غلامانو په واردولو پیل وکړ.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]
زیاتره غلامان په تیښته بریالي شول، د جمیکا په دننه کې په لرې پرتو او په اسانۍ سره دفاع کېدونکو سیمو کې د خپلواکو ټولنو په جوړولو سره، د پاتې ټایینو سره مخلوط شول؛ دا ټولنې د مارون په نوم پېژندل کېدې. زیات شمېر یهودان د هسپانويانو له تحقیقاتو څخه وتښتیدل، ترڅو په ټاپو کې ژوند وکړي. دوی د بدل شوو(conversos) په توګه ژوند کاوه او زیاتره وخت د هسپانوي واکمنانو له خوا ځورول کیدل او ځینې یې د هسپانوي سترواکۍ د بېړیو په وړاندې سمندري غلو ته مخه کړه. [۵۹][۶۰]
د 17مې پیړۍ په لومړیو کې اټکل کیږي چې په جمیکا کې له 2,500-3,000 څخه ډېر خلک نه اوسیدل.[۶۱]
جغرافیه
سمولتاریخ
سمولاقتصاد
سمولکلتور
سمولسرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Малая советская энциклопедия, 1936—1947 (in روسي).
{{cite journal}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ "Statistical Institute of Jamaica".
- ↑ د مرکزي استخباراتو اداره (CIA). "The World Factbook" (in انګرېزي ژبه). د مرکزي استخباراتو اداره (CIA).
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "World Bank Open Data". نړیوال بانک. بياځلي په ۸ اپرېل ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "Statistical Institute of Jamaica".
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ سرچينې تړی: https://www.uv.es/anglotic/accents_of_english/03/jamaican_english.html#:~:text=Although%20English%20is%20the%20official,English%20superstrate%20and%20African%20substrate..
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ذکر کېدنه: English as a Global Language, second edition. Page(s): 63. Publisher: Cambridge University Press. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: مارچ ۲۰۱۲. ليکوال: David Crystal.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Applies to part: masculine singular.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Applies to part: feminine singular.
- ↑ ذکر کېدنه: The National Terminology Database for Irish. اثر ژبه: ايرلينډي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://thecommonwealth.org/our-member-countries/dominica. Retrieved: ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Americas/JAMAICA. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-us/member-states/jamaica. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.iho.int/srv1/index.php?option=com_wrapper&view=wrapper&Itemid=452&lang=en. Publisher: International Hydrographic Organization. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=159. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://public.wmo.int/en/members/jamaica. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 2. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.un.org/Depts/los/LEGISLATIONANDTREATIES/caribbean_states.htm.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.worldbank.org/en/country/caribbean/overview.
- ↑ "Taxation: British Virgin Islands, Costa Rica, Marshall Islands and Russia added to EU list of non-cooperative jurisdictions for tax purposes". ۱۴ فبروري ۲۰۲۳. بياځلي په ۱ ډيسمبر ۲۰۲۳.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "CIA World Factbook – Jamaica". خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2021. بياځلي په 29 July 2019.
- ↑ "CIA World Factbook – Jamaica". خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2021. بياځلي په 29 July 2019.
- ↑ "Athletics in Jamaica". My island Jamaica. خوندي شوی له the original on 18 August 2010. بياځلي په 11 October 2010.
- ↑ "Reggae." Encyclopedia of Popular Music, 4th ed. Ed. Colin Larkin. Oxford Music Online. Oxford University Press. Web. 16 February 2016.
- ↑ "Jamaica". State.gov. 14 September 2007. بياځلي په 4 July 2009.
- ↑ "Jamaica (country)". World Bank. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 February 2019. بياځلي په 21 February 2019.
- ↑ "How Jamaica conquered the world". the Guardian (in انګليسي). 2012-08-04. بياځلي په 2022-04-12.
- ↑ Smith, Noah (2021-10-27). "What makes a cultural superpower?". Noahpinion. بياځلي په 2022-04-12.
- ↑ "Jamaica (country)". World Bank. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 February 2019. بياځلي په 21 February 2019.
- ↑ "Record 4.3 Million Tourist Arrivals in 2017". Jamaica Information Service (Government of Jamaica). خوندي شوی له اصلي څخه په 21 February 2019. بياځلي په 21 February 2019.
- ↑ "CIA World Factbook – Jamaica". خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2021. بياځلي په 29 July 2019.
- ↑ ohtadmin (22 March 2021). "Jamaica, the happiest nation in the Caribbean for 2021 | New York Carib News". www.nycaribnews.com. بياځلي په 15 September 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ As represented in Old Spanish orthography, meaning it began with a "sh" sound.
- ↑ Atkinson, Lesley-Gail (2006). The Earliest Inhabitants: The Dynamics of the Jamaican Taíno (in انګليسي). University of the West Indies Press. p. 1. ISBN 978-976-640-149-8. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 May 2021. بياځلي په 1 March 2021.
- ↑ "Taíno Dictionary" (in Spanish). The United Confederation of Taíno People. خوندي شوی له the original on 16 October 2007. بياځلي په 18 October 2007.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "Jamaica - Caribbean Customs Law Enforcement Council". Caribbean Customs Law Enforcement Council. 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 June 2020. بياځلي په 30 June 2020.
Colloquially Jamaicans refer to their home island as the "Rock"..
- ↑ "CIA World Factbook – Jamaica". خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2021. بياځلي په 29 July 2019.
- ↑ "The Taino of Jamaica (Jamaica)". Jamaicans.com. 1 April 2001. خوندي شوی له the original on 16 April 2009. بياځلي په 4 July 2009.
- ↑ "Jamaica" Archived 20 April 2019 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
- ↑ Atkinson, Lesley-Gail. "The Earliest Inhabitants: The Dynamics of the Jamaican Taíno."
- ↑ Fuller, Harcourt; Torres, Jada Benn (2018-01-02). "Investigating the "Taíno" ancestry of the Jamaican Maroons: a new genetic (DNA), historical, and multidisciplinary analysis and case study of the Accompong Town Maroons". Canadian Journal of Latin American and Caribbean Studies. 43 (1): 47–78. doi:10.1080/08263663.2018.1426227. ISSN 0826-3663. S2CID 166204004.
- ↑ Madrilejo, Nicole; Lombard, Holden; Torres, Jada Benn (2014-11-13). "Origins of marronage: Mitochondrial lineages of Jamaica's Accompong Town Maroons". American Journal of Human Biology. 27 (3): 432–437. doi:10.1002/ajhb.22656. ISSN 1042-0533. PMID 25392952. S2CID 30255510.
- ↑ "'I am not extinct'—Jamaican Taino proudly declares ancestry". jamaica-gleaner.com. 2014-07-05. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 February 2019. بياځلي په 2019-02-15.
- ↑ "Jamaican National Heritage Trust". 28 September 2007. خوندي شوی له the original on 28 September 2007. بياځلي په 26 June 2010.
- ↑ "Jamaica" Archived 20 April 2019 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
- ↑ Pickering, Keith A. "A Christopher Columbus Timeline". خوندي شوی له the original on 21 April 2006. بياځلي په 18 April 2018.
- ↑ Samuel Eliot Morison, Admiral of the Ocean Sea: A Life of Christopher Columbus, 1942, pp. 653–54. Samuel Eliot Morison, Christopher Columbus, Mariner, 1955, pp. 184–92.
- ↑ "History of Jamaica". Jamaica National Heritage Trust. خوندي شوی له the original on 26 September 2010. بياځلي په 30 September 2010.
- ↑ "Jamaica" Archived 20 April 2019 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
- ↑ "Spanish Town". Jamaica National Heritage Trust. خوندي شوی له the original on 25 September 2010. بياځلي په 30 September 2010.
- ↑ "Jamaican History I". Discover Jamaica. خوندي شوی له the original on 5 August 2013. بياځلي په 23 August 2013.
- ↑ Kritzler, Edward, The Jewish Pirates of the Caribbean, Anchor, 2009, p. 15, ISBN 0767919521
- ↑ Arbell, M. (2000). The Portuguese Jews of Jamaica. Canoe Press. ISBN 9789768125699.
- ↑ Parker, Matthew (2011). The Sugar Barons.