ارنسټ رنان

جوزف ارنسټ رنان (فرانسوي: [ʁənɑ̃]؛ د ۱۸۲۳ ز ز کال د فبروري له ۲۷ – د ۱۸۹۲ ز کال د اکټوبر تر ۲) یو فرانسوی ختیځ پوه او د سامي پېژندني عالم، د سامي ژبو او تمدنونو متخصص، د دین تاریخ پوه، ژبپوه، فیلسوف، د انجیل عالم او یو منتقد ؤ. هغه د اولیه عیسویت د پیل په اړه اغېزمن او مخکښ تاریخي آثار لیکلي او د مشهورو سیاسي نظریاتو، په ځانګړي توګه د ملتپالنې او ملي هویت څخه یې ملاټر وکړ. رنان د لومړنیو پوهانو څخه دی چې د خزر نظریه چې اوس نامعتبره ده، پر مخ بوتله، د دې نظریې په باور اشکنازي یهودان د خزرانو اولادونه وو، هغه ترکانو چې یهودی دین یې منلی ؤ او د خپل خان-مېشته حکومت له رنګېدو وروسته لوېدیځې اروپا ته کډه شول.   [۴][۵][۶][۷]

ارنسټ رنان
ارنسټ رنان

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت
دين کاتولیکه کلیسا [۳]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه
کاروونکي ژبه
لاسليک
ارنسټ رنان

ژوند  

سمول

زېږون او کورنۍ  

سمول

نوموړي د بریټني په ټریګویئر کې د کب نیونکو یوه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نیکه یې چې د کب نیولو خپلې کښتۍ په واسطه لږ شتمني برابره کړه، په ټریګویئر کې یې یو کور وپيرود او هلته مېشت شو، او پلار یې چې د یوې کوچنۍ کټر کښتۍ کپټان او یو کلک جمهوریت غوښتونکی ؤ، د ګاونډي ښار لانیون د سلطنت پلوه سوداګر له لور سره یې واده وکړ. رنان په خپل ټول ژوند کې د خپل پلار او مور د سیاسي باورونو تر منځ د تضاد څخه خبر ؤ. پنځه کلن ؤ چې پلار یې مړ شو او خور یې، هنریټ، چې دولس ز کاله له ده نه لویه وه، د کورنۍ معنوي مشره شوه. هغه چې په ټریګویئر کې د نجونو لپاره د ښوونځۍ د ساتلو په هڅه کې ناکامه شوه، دا ځای یې خوشی کړ او د ځوانو مېرمنو لیلیه لرونکې ښوونځۍ کې د ښوونکې په توګه پاریس ته لاړه.  [۸][۹]

تعلیم

سمول

په دې حال کې ارنسټ د خپل پلرني ښار په کلیسايي دیني مدرسه کې تعلیم وکړ. د هغه د ښوونځي په راپورونو کې "مطیع، صبور، هڅاند، زیارکښ او دقیق" بلل شوی. په داسې حال کې چې کشیشانو هغه ته ریاضیات او لاتین تدریس کړل، مور یې تعلیم ورباندې بشپړ کړ. د رنان مور نیمه برېتون وه. د هغې پلرني نیکونه د بورډو څخه وو او رنان به ویل چې: په خپل ذات کې ګاسکونان او بریټنان په دوامداره توګه اختلاف درلود.[۹]    [۱۰][۱۱]

رنان د ۱۸۳۸ ز کال د دوبي په اوږدو کې د ټریګویئر په ز کالج کې ټولې جایزې وګټلې. خور يې په پاریس کې، چې هلته تدریس کاوه، د ښوونځي ډاکتر ته د خپل ورور په اړه وویل، او ډاکتر اف.اې.پي. ډوپنلوپ ته چې د سنټ نیکولاس-دو-چاردونټ کلیسايي ز کالج په جوړېدو کې ښکېل ؤ، خبر ورکړ، په دې ز کالج کې ځوان کاتولیک اشراف او د کاتولیک دیني مدرسو زیاتره تکړه زده کونکي اړ وو چې د اشرافو او کشیشانو ترمنځ د ملګرتیا د رامنځته کولو نظر سره یوځای زده کړې وکړي. ډوپانلوپ رینان ته چې هغه وخت پنځلس کلن ؤ او هېڅکله د برېټني څخه بهر شوی نه و، بلنه ورکړه. "ما په بې حسۍ سره زده کړل چې پوهه د کلیسا امتیاز نه ؤ ... زه د استعداد، شهرت، نوموالي کلیمو په معنی پوه شوم." په ټریګویئر او پاریس کې دین هغه ته په بشپړ ډول بل ډول ښکاره شو. هغه ابي ډوپنلوپ د پلار په څېر ګڼه.  [۹]  [۱۲]

په ایسي – لېس مولېنوکس کې زده کړې  

سمول

رنان په ۱۸۴۰ ز کال کې سنټ نیکولاس خوشی کړ، ترڅو د ایسي – لېس مولېنوکس په دیني مدرسه کې د فلسفې زده کړې وکړي. هغه په لېوالتیا سره د کاتولیک ښوونیزې فلسفې یا scholasticism (سکولاستیسیزم) ته ننوت. د فیلسوفانو په منځ کې، توماس ریډ او نیکولاس مالبرانش لومړی د هغه پام ځان ته واړاوه او بیا یې د جي. ډبلیو. اف. هیګل، ایمانویل کانت او جې. جي. هرډر ته متوسل شو. رنان د ماورا الطبیعه یا metaphysics چې نوموړي زده کاوه او هغې عقیدې ترمنځ چې ده په ډاګه کوله، تضاد ولید، خو د تائید وړ حقایقو ته لېوالتیا د هغه د شکاکیت مخه ونیوله. هغه هنریټ ته ولیکل، "فلسفه هڅوونکې ده او یوازې نیمایي یې د حقیقت اشتیاق پوره کوي، زه د ریاضياتو لېوال یم". هینریټ د کاونټ زاموسکي په کورنۍ کې د خپلې پخوانۍ دندې په پرتله زیات ګټور مصروفیت منلی ؤ. هغې په خپل ورور باندې ډېر پیاوړی نفوذ وکاراوه.  [۹]  [۱۲]

په سنټ سولپیس ز کالج کې زده کړې  

سمول

هغه څه چې چې د رنان راټول شوي شکونه یې حل کول، ریاضي نه وه بلکې ژبپېژندنه یا philology وه. د زده کړې دوره یې په ایسي کې بشپړه شوه، په ۱۸۴۴ ز کال کې سنټ سولپیس ز کالج ته لاړ ترڅو کلیسا ته د وارېدو وړاندې د فلولوژي په برخه کې خپله سند واخلي او په دې ځای کې یې عبراني زده کړې پیل کړې. هغه پوه شو چې د اشعیا کتاب دوهمه برخه نه یوازې په بڼه کې بلکې په نېټه کې هم له لومړۍ برخې سره توپیر لري، دا چې د پنځو کتابونو یا Pentateuch ګرامر او تاریخ د موسی له دوران څخه وروسته دی او دا چې د ډانیال کتاب د ترتیب د وخت څخه یې پېړۍ وروسته په روښانه ډول لیکل شوی. په شپه کې یې د ویکتور هوګو نوي ناولونه لوستل؛ د ورځې له خوا یې د آرتر ماري لو هیر تر نظر لاندې عبراني او سریاني زده کړه کولې. رنان د ۱۸۴۵ ز کال په اکتوبر کې د ستانیسلاس په مقصد چې د اوراتوریانو یو لوی ز کالج ؤ، سنټ سولپیس ز کالج پرېښود. هغه چې لاهم د کلیسا تر تسلط لاندې یې خورا ډېر احساس کاوه، په ​​نه لېوالتیا سره  يې د دیني ژوند سره خپلې وروستۍ اړیکې پای ته ورسولې او د ام. کروزټ د هلکانو ښوونځۍ کې ښوونکی شو.[۹]  [۱۲]

علمي مسلک  

سمول

رنان چې د کشیشانو له لوري يې تعلیم ترلاسه کړ، اړ و چې د خپل ټول ځواک د فوق العاده پراختیا سره ساینسي نظریه ومني. د کائناتو  جلال او شوکت د هغه زړه یوړ. د خپل ژوند په پای کې يې د آمیل په اړه ولیکل، "هغه سړی چې د شخصي خاطراتو د لیکلو لپاره وخت لري، هېڅکله یې د کائناتو عظمت نه دی درک کړی." رنان ته د فزيکي او طبيعي علومو په اړه یقینونه د کيميا پوه مارسيلين برتهلوټ له خوا چې هغه مهال اتلس کلن هلک او د ام. کروزټ په ښوونځۍ کې د هغه شاګرد ؤ، په ۱۸۴۶ ز کال کې څرګند شول. دوی ملګرتیا د رنان د مړینې تر ورځې پورې دوام وکړ. رنان یوازې په ماښام کې د لارښود په توګه بوخت ؤ. د ورځې په جریان کې يې د سامي ژبپېژندنې په برخه کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړ. په ۱۸۴۷ ز کال کې يې د ولني جایزه یا Volney prize ترلاسه کړه، دا جایزه یوه له اصلي امتیازونو څخه ده چې د ډبرلیکونو اکاډمۍ له لوري هغه ته "د سامي ژبو عمومي تاریخ" د نسخې په پار ورکړل شوه. په ۱۸۴۷ ز کال کې یې د Agrégé de Philosophie  په توګه خپل سند واخیست، یعنې، د پوهنتون همکار او ونډوم په لیسه یا lycée Vendôme کې د استاد په توګه دنده ورته وړاندیز شوه.  [۹]  [۱۲]

رنان په ۱۸۵۶ ز کال کې د پاریس کې د هنډریک شفر له لور او د آري شفر ورېرې، کورنلي شفر سره واده وکړ، دواړه هالنډي الاصله فرانسوي انځورګران وو. دوی دوه ماشومان درلودل، آري رنان، چې په ۱۸۵۸ ز کال کې زیږیدلی ، یوه انځورګره شوه او نومي، چې په ۱۸۶۲ ز کال کې زیږېدلې او بالاخره د فیلسوف یانیس سیچاریس سره یې واده وکړ. د امریکا فلسفې ټولنې په ۱۸۶۳ ز کال کې هغه یو نړیوال غړی وټاکه.   [۱۳]

سرچينې

سمول
  1. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?276833 — subject named as: Ernest Renan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/joseph-ernest-renan — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  3. منښتلیک: CC BY-SA 3.0 او GNU Free Documentation License
  4. کينډۍ:WsPSM
  5. کينډۍ:Cite speech
  6. Stampfer, Shaul (Summer 2013). "Did the Khazars Convert to Judaism?". Jewish Social Studies. Bloomington, Indiana: Indiana University Press. 19 (3): 1–72. doi:10.2979/jewisocistud.19.3.1. S2CID 161320785.
  7. "Did the Khazars Convert to Judaism? New Research Says 'No'". en.huji.ac.il. Hebrew University of Jerusalem. 26 June 2014. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
  8. Kaufmann, Alfred (1924). "Renan: The Man," The Catholic Historical Review, Vol. 10, No. 3, pp. 388-398.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ ۹٫۴ ۹٫۵ کينډۍ:EB1911
  10. Loth, Joseph (1892). "Renan au Collège de Tréguier," Annales de Bretagne 8 (1), pp. 124-9.
  11. Galand, René (1959). L'Âme Celtique de Renan. Presses Universitaires de France.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ "Theiss, Will. "The Pale Galilean: Ernest Renan, Jesus, and Modern History", Marginalia, Los Angeles Review of Books, March 16, 2018". Archived from the original on September 26, 2021. نه اخيستل شوی May 21, 2022. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. "Joseph Ernest Renan". American Philosophical Society Member History Database. نه اخيستل شوی 17 February 2021.
  NODES
Intern 1
languages 1
os 6
web 1