الوار الټو

هوګو الوار هینریک الټو (زوکړه د ۱۸۹۸ کال د فبروري ۳ – مړینه د ۱۹۷۶ کال د مۍ ۱۱) یو فنلنډی معمار او دیزاینر و. د نوموړي په کارونو کې معماري، فرنیچر، نساجي او شیشه اې لوښې او همداشان مجسمه جوړول  او نقاشي شاملیږي. هغه هېڅکله خپل ځان یو هنرمند نه باله او نقاشي او مجسمه جوړول به یې «د هغې ونې ښاخې ګڼلې چې تنه یې معماري ده». د هغه زیاتره مشتریان صنعتګران و، له هغې ډلې کولای شو د Ahlström-Gullichsen  کورنۍ نوم واخلو چې د ده پلویان و. د نوموړي مسلکي فعالیتونه له ۱۹۲۰مې لسیزې تر ۱۹۷۰ کال پورې و، چې د ده اثارو په سبکونو کې له لومړنیو کارونو څخه د نورډیک کلاسیک سبک څخه نیولي بیا تر ۱۹۳۰مې لسیزې پورې تر منطقي نړیوال عصري سبک او په ۱۹۴۰مه لسیزه کې تر زیات ارګانیک عصري سبک پورې منعکس شوي دي.[۱][۲][۳]

د نوموړي معماري اثار د هغه په ټول مسلکي ژوند کې د Gesamtkunstwerk د ډیزاین په توګه مشخص کېږي، هغه بشپړ هنري اثر چې په هغه کې نوموړي له خپلې لومړۍ مېرمن اینو الټو سره یو ځای نه یوازې ودانۍ، بلکې د ودانۍ نننۍ ځانګړنې، موبل او فرنیچر او لامپونه او همداشان شیشه اې لوښې هم ډیزاینول. د هغه د موبل او فرنیچر ډیزاینونه د مډرن سکانډیناوي په توګه په پام کې نیول کېږي او هغه ښایست پېژندنه کومه چې هغوی د خپلو ظریفو ساده جوړونو له اړخه په تېره بیا موادو ته درلوده لکه لرګی او همداشان د هغوی نوښتونو تر اوسه پورې د ټولو لپاره د پام وړ دي او دا لامل شو چې هغه د کږو شوو لرګیو لپاره کومه اختراع تر سره کړه د یادونې وړ ده. د پېړۍ په نیمايي کې هغه د مډرنیزم د یوه مخکښ ډیزاینر په توګه پېژندل کېږي. د نوموړي له خوا دری پوښه لرونکي کږ شوي لرګي اختراع په ښایسته پېژندنه کې پر چارلیز او رې ایمیز او جیورج نیلسون باندې ژوره اغېزه وکړه. د الوار الټو موزیم چې په خپله د الټو له خوا ډیزاین شوی، په هغه ښار کې جوړ شوی چېرې چې نوموړی هلته پیدا شوی او هغه ښار Jyväskylä نومیږي.[۴][۵][۶][۷]

د مډرن هنرونو د موزیم په وېب پاڼه کې د هغه په اړه په یوه لیکنه کې داسې راغلي دي «د رومانټیک او عمل ګرایانه ایډیاګانو د پام وړ ترکیب» او زیاتوي چې د هغه اثار د فریم  او موادو د غیرمتعارفي کارونې له لارې د معماري انساني کولو ته د ژور لېوالتیا ښکارندوی ده چې هم منطقي او هم شهودي اړخ لري. الټو د نړیوال مدرنیزم سبک د اغېز له مخې (یا کارکړن غوښتنه چې په فنلنډ کې هم دا لفظ ورته کاروي) او د سویډن د ایریک ګونار اسپلونډ په ګډون په اروپا کې له مخکښو عصري پالو هنرمندانو سره د هغه د اشنایي له امله الټو وکولای شول چې داسې ډیزاینونه رامنځته کړي کوم چې د نړیوالې دویمې جګړې نه وړاندې او وروسته مډرنیزم پر تګلورې یې ژور اغېز شیندلی دی.[۸]

بیوګرافي

سمول

ژوند

سمول

هوګو الوار هینریک الټو د فنلنډ په کورټاني کې زېږیدلی. د هغه پلار، جوهان هینریک الټو یو فنلنډي ژبی د ځمکې سروې کوونکی او مور یې سلما متیلډا «سیلي» بیا یوه سویډني ژبې پسته رسوونکې وه. کله چې الټو ۵ کلن و نو کورنۍ یې الاجاروي ته وکوچېدله او بیا له هغه ځایه څخه مرکزي فنلنډ د Jyväskylä ښار ته ولاړل.[۹][۱۰][۱۱]

نوموړي د Jyväskylä په لیسه کې ښوونځی ولوست، چې په ۱۹۱۶ کال کې یې هلته لومړنۍ زده کړې تر لاسه کړي او او د رسامي درسونه یې له یوه سیمه ییز هنرمند جوناس هیسکا څخه تر لاسه کړل. په ۱۹۱۶ کال کې، هغه د هیلسنکي د تکنالوجۍ پوهنتون د معماري زده کړو په برخه کې شامل شو. د نوموړي زده کړې د فنلنډ د کورنۍ جګړې له امله وځنډیدلې، چېرې چې هغه هم په جګړه کې ښکېل و. نوموړي د سپین پوځ په لیکو کې جګړه کوله او د لانکیپوهیجا او ټمپیري په جګړو کې یې جګړه کړې ده.[۱۲]

نوموړي خپله لومړۍ معماري کله چې زده کوونکی و جوړه کړه؛ هغه هم په الاجاروي کې د خپلو والدینو لپاره یو کور و. وروسته، هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۲۱ کال کې ترې فارغ شو. د ۱۹۲۲ کال په دوبي کې هغه پوځي خدمت پیل کړ او د هامینه د احتیاط په ښوونیز مرکز کې یې پاته ورسول او د ‍‍‍‍‍۱۹۲۳ کال په جون کې یې دویم بریدمني ته ترفیع وکړه.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۲۰ کال کې په داسې حال کې چې زده کوونکی و، الټو خپل لومړنی بهرنی سفر وکړ او د سټاکهولم له لارې ګوتنبرګ ته ولاړ، چېرې چې هغه د لنډ وخت لپاره له معمار ارویډ بجرک سره کار وموند. په ۱۹۲۲ کال کې، نوموړي په ټامپیر کې په یوه صنعتي نندارتون کې خپل خپلواک لومړنی اثر بشپړ کړ. په ۱۹۲۳ کال کې، هغه Jyväskylä ته ستون شو او هلته یې د «الوار الټو، معمار او د مجسمو هنرمند» تر نوم لاندې دفتر پرانیست. په دې وخت کې چې نوموړي د Jyväskylä د ورځپاڼې Sisä-Suomi لپاره د ریموس تر مستعار نوم لاندې مقالې لیکلي. په دغه وخت کې، هغه یو شمېر وړې د یوې کورنۍ لپاره د کورونو ډیزاینونه جوړ کړل او د کار کاري حجم پر نوموړي زیاتی وکړ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۹۲۴ کال د اکټوبر په ۶مه، الټو له معمارې اینو مارسیو سره واده وکړ. د دې دواړو د عسلو میاشت په ایټالیا کې وه چې دا هلته د الټو لومړنی سفر و، که څه هم اینو هلته پخوا یو تحصیلي سفر کړی و. خو دې سفر د الټو په ژوند کې د مدیترانې د سیمې له کلتور سره یو معنوي تړون رامنځته کړ چې د هغه د ژوند تر پایه ډېر مهم ګڼل کېده.[۲۰]

کله چې دوی بیرته را ستانه شول، نو ګڼ شمېر سیمه ییز پروژې یې پر مخ یوړې، چې تر ټولو مهمه یې د Jyväskylä د کارګرانو کلپ و، کوم چې هغه شمېر نقاشیانې چې دوی د خپل سفر په ترڅ کې زده کړې وي، هغه یې په کې وکارولي په تېره بیا په فلورانس کې د لیون بټیسټا البرټي له خوا د Rucellai په مقبره کې د جشنوارې د سالون تزئینات چې دوی ترې الهام اخیستی و. په ۱۹۲۷ کال کې د فنلنډ په سویل لویدیځ کې د کرهڼې د تعاوني ودانۍ د معماري په سیالۍ کې له بریالي کېدو وروسته، الټو خپل دفتر ټورکو ته ولېږداوه. هغوی تر خپل تګ وړاندې د ښار له تر ټولو مترقي معمار، اریک بریګمن سره اړیکه نیولې وه. هغوی له نوموړي سره پر همکارۍ پیل وکړ په تېره بیا د ۱۹۲۸-۱۹۲۹ کال د ټورکو په نندارتون کې. د الټو د ژوند لیک لیکونکي، ګوران شیلډ ادعا وکړه چې بریګمن یوازینی معما و چې الټو ورسره برابره همکاري وکړه. د فنلنډ په پلازمېنه کې د کارونو د حجم په زیاتوالي سره، الټو بیرته خپل دفتر په ۱۹۳۳ کال کې هلسینکي ته ولېږدواه.[۲۱][۲۲]

په ۱۹۳۵-۱۹۳۶ کال کې الټو او مېرمن یې یو ګډ کور-دفتر د خپل ځان لپاره د هلسینکي په Munkkiniemi کې د ځان لپاره ډیزاین او جوړ کړ، خو وروسته یې بیا په همدغه سیمه کې یو ځانګړی کاري دفتر جوړ کړ (۱۹۵۴-۱۹۵۶)، چې لومړنی دفتر یې اوس د «کور موزیم» او دویم دفتر یې اوس د الوار الټو اکاډمي ده. په ۱۹۲۶ کال کې، ځوان الټو او مېرمن یې په الاجاروي کې د خپل ځان لپاره د دوبني موسم لپاره یوه ویلا ډیزاین او جوړه کړې وه.[۲۳][۲۴]

اینو او الوار دوه اولادونه درلودل چې یوه یې لور وه چې جوهانا «هاني» نومېده (واده شوی لقب یې الانین و چې په ۱۹۲۵ کال کې زېږیدلې وه) او زوی یې همیلکار الټو (په ۱۹۲۸ کال کې زېږیدلی) و. اینو الټو په ۱۹۴۹ کال کې له سرطان څخه مړه شوه.

په ۱۹۵۲ کال کې، الټو له معمارې الیزا ماکینیمي سره واده وکړ (چې په ۱۹۹۴ کال کې مړه شوه). په ۱۹۵۲ کال کې هغه یو دوبنی کور یا په اصطلاح تجربوي کور د خپل ځان او دویمې مېرمن چې اوس الیزا الټو نومیده د فنلنډ په مرکز موراټسالو کې ډیزاین او جوړ کړ. الوار الټو د ۱۹۷۶ کال د مۍ په ۱۱مه په هلسینکي کې ومړ او د هلسینکي د هیټانیمي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. په ۱۹۷۸ کال کې، د فنلنډ د معمارۍ موزیم په هلسینکي کې د الټو د اثارو یو ستر نندارتون پرانیست.[۲۵]

سرچينې

سمول
  1. Chilvers 2004, p. 1
  2. Enckell 1998, p. 32
  3. Anon 2013
  4. Boyce 1985, p. 1
  5. Norwich, John Julius (1990). Oxford Illustrated Encyclopedia of the Arts. US: Oxford University Press. p. 1. ISBN 978-0-19-869137-2.
  6. "Alvar Aalto". www.dwr.com.
  7. Alvar Aalto Museum 2011
  8. "Alvar Aalto". www.moma.org.
  9. Thorne 1984, p. 1
  10. Vuorio, Jukka (23 August 2024). "Tiedätkö miltä näyttää Alvar Aallon ensimmäinen rakennus? Alajärven pikkukaupunki on täynnä Aallon arkkitehtuuria". Seura (in فینلنډي). بياځلي په 30 August 2024.
  11. "Alvar Aalto". www.architecture-history.org. خوندي شوی له the original on 17 January 2023. بياځلي په 14 February 2021.
  12. Pelkonen 2009, p. 201
  13. Labò 1968, p. 1
  14. Vuorio, Jukka (23 August 2024). "Tiedätkö miltä näyttää Alvar Aallon ensimmäinen rakennus? Alajärven pikkukaupunki on täynnä Aallon arkkitehtuuria". Seura (in فینلنډي). بياځلي په 30 August 2024.
  15. Heporauta 1999, p. 10
  16. Weston 1997, p. 20
  17. Labò 1968, p. 1
  18. Heporauta 1999, p. 10
  19. "Alvar Aalto". www.architecture-history.org. خوندي شوی له the original on 17 January 2023. بياځلي په 14 February 2021.
  20. Suominen-Kokkonen 2007, p. 18
  21. Schildt 1994, p. 54
  22. Heporauta 1999, p. 24
  23. "Alvar Aalto". www.architecture-history.org. خوندي شوی له the original on 17 January 2023. بياځلي په 14 February 2021.
  24. Vuorio, Jukka (23 August 2024). "Tiedätkö miltä näyttää Alvar Aallon ensimmäinen rakennus? Alajärven pikkukaupunki on täynnä Aallon arkkitehtuuria". Seura (in فینلنډي). بياځلي په 30 August 2024.
  25. Guimaraes, M. (2012). "A precedent in sustainable architecture: Alvar Aalto's summer house". Journal of Green Building. 7 (2): 64–73. doi:10.3992/jgb.7.2.64.
  NODES