ايريس مارداک

ډيم جين ايريس مارداک (۱۵ جولای ۱۹۱۹- ۸ فبروري ۱۹۹۹ز کلونه) يوه ايرلينډۍ او بریتانوۍ ناول ليکونکې او فيلسوفه وه. مارداک د ښه او بد، جنسي اړيکو، اخلاقياتو او د لاشعور د ځواک په اړه د لیکنو له امله يې زیات شهرت موندلی. «تر جال لاندې (۱۹۵۴ز کال)» په نوم د هغې لومړی ناول، په ۱۹۹۸ز کال کې د موډرن کتابتون له خوا د شلمې پېړۍ د انګليسي ژبې د سلو غوره ناولونو په ډله کې غوره شو. د «سمندر، سمندر» په نوم د هغې د ۱۹۷۸ز کال ناول د «بوکر» جايزه وګټله. په ۱۹۸۷ز کال کې، د ادبياتو د خدماتو له امله ملکه الزابيت دويمې هغې ته د « اغلې» لقب ورکړ. په ۲۰۰۸ز کال کې، د ټايم مجلې مارداک «له ۱۹۴۵راهيسې د ۵۰ سترو بریتانويو ليکوالانو» په نوملړ کې شامله کړه.[۱۴]

ايريس مارداک
Jean Iris Murdoch (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵ جولای ۱۹۱۹[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۸ فبروري ۱۹۹۹[۳][۵][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Oxford (mul) ژباړل[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
جوړښت
جایزې

د هغې په نورو کتابونو کې «بيل ()۱۹۵۸)، سر پرې شوی (۱۹۶۱ ز کال )، سور او شين (۱۹۶۵ ز کال )، ښه او غوره (۱۹۶۸ ز کال)، تور شهزاده (۱۹۷۳ ز کال)، هينري او کاټو (۱۹۷۶ ز کال )، د فيلسوف شاګرد (۱۹۸۳)، ښه روزونکی (۱۹۸۵ز کال )، کتاب او ورورولي (۱۹۸۷ز کال)، سيارې ته پيغام (۱۹۸۹ ز کال ) او د ګرين نايټ (۱۹۹۳ز کال )» شامل دي.

ژوند

سمول

مارداک د ايرلينډ د ډبلين په فيبسبرا کې زېږېدلې وه، د ارين اليس (née Richardso، ۱۸۹۹-۱۹۸۵ز کلونه) او ويلز جان هوګس مارداک لور وه. د هغې پلار يو دولتي مامور و، اصلاً د «کاونټي ډاون، هيل هال» اوسېدونکې و، کورنۍ يې تر ډېره بریده «پريسبيټيرين» (د عيسايي دين يوه مذهبي څانګه ده) عيسايان او شپنه بزګره وه. په ۱۹۱۵ز کال کې هغه د «کينګ ايډوارډ هارس» په ځواکونو کې د سرتيري په توګه وګومارل شو او مخکې تر دې چې د دویم ډګرمن رتبه ورکړل شي، د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې په فرانسه کې خدمت وکړ. د اريس له زېږېدو مخکې د هغې مور د سندرغاړې په توګه روزنه تر لاسه کړې وه، هغه په «ډبلين» کې د منځنۍ طبقې د ايرلينډ د کليسا اړوندې کورنۍ غړې وه. د مارداک مور او پلار په لومړي ځل په ډبلين کې هغه مهال وليدل، کله چې د هغې پلار خپله رخصتي تېروله او په ۱۹۱۸ز کال کې يې واده وکړ. ايريس د دې جوړې يواځینی بچی و. کله چې هغې يوازې څو اونۍ عمر درلود، کورنۍ يې لندن ته ولاړه، پلار يې د روغتيا وزارت کې د دویمې درجې د منشي په توګه کار پيل کړ. هغه د ايرلينډي رياضي پوه «برين مارداک» لرې ترله ده.[۱۵][۱۶][۱۷]

مارداک په «چيزيک» کې ستره شوې وه او په په پرمختګتيزو ښونځيو کې يې زده کړې کړې وې، په ۱۹۲۵ز کال کې د «فوربيل ډيمانسټريشن» ښوونځي کې داخله شوه او له ۱۹۳۲ څخه تر ۱۹۳۸ ز کال پورې يې په «بريسټل» کې د بيډمينټن ښوونځي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۳۸ز کال کې، هغه د اکسفرډ سامرويل کالج ته د انګليسي د لوستلو په نيت ولاړه، خو بيا «ګريټس» برخې ته يې ځان بدل کړل، دا د زده کړې يوه دوره ده چې کلاسيک، لرغونی تاريخ او فلسفه پکې رانغښتي دي. په اکسفرډ کې هغې له «ډونالډ ايم. ميکنينن» سره فلسفه ولوسته او «اګاميمنون» (يو يونانی پاچا و) په اړوند د «ايډوارډ فرينکل» سيمينارونو ته ورتله. په ۱۹۴۲ز کال کې د وياړ لومړۍ درجه سند ورکړل شو. کله يې چې اکسفرډ خوشې کړ، نو په لندن کې يې د ملکې له خزانې سره کار پيل کړ. د ۱۹۴۴ز کال د جون په مياشت کې هغې د خزانې دنده پرېښوده او له UNRRA سره يې کار پيل کړ. په لومړي سر کې يې دنده په لندن کې د دې ادارې د اروپا سيمه ييز دفتر کې وه. په ۱۹۴۵ز کال کې نوموړې لومړی برسلز ته انتقال شوه، بيا انسبرک ته او بالاخره د اتريش «ګراز» ته واستول شوه، دلته يې د کډوالو په يو پنډغالي کې کار وکړ. نوموړې په ۱۹۴۶ز کال کې UNRRA پرېښود.[۱۸][۱۹][۲۰]

له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۴۸ز کال پورې، اريس مارداک د کامبريج په «نيونهام» کالج کې په فلسفه کې د ماسترۍ زده کړې وکړې، هغې په کامبريج کې له «ويټجينسټاين» سره وليدل، خو دهغه درسونو کې حاضره نه شوه، ځکه چې د هغې له رارسېدو مخکې نوموړي «ټرينټي کالج» خوشې کړی و. په ۱۹۴۸ز کال کې، هغه د اکسفورډ د «سينټ اني» کالج همکاره شوه، چېرې چې هغې تر ۱۹۶۳ز کال پورې د فلسفې درسونه ورکړل. له ۱۹۶۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، نوموړې په اونۍ کې يوه ورځ د هنر په رايل کالج کې د عمومي مطالعاتو په څانګه کې درس ورکاوه.[۲۱]

په ۱۹۵۶ز کال کې مارداک له «جان بيلي» سره واده وکړ، څوک چې يو ادبي نقاد، ناول ليکونکی و، او له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۹۲ز کال پورې د اکسفورډ پوهنتون د انګليسي «وارټن» پروفيسر و، له نوموړي سره يې په ۱۹۵۴ز کال کې په اکسفورد کې ملاقات شوی و. دا غېر عادي عاشقانه اړيکه له څلوېښتو کلونو څخه زياته د مارداک تر مړينې پورې پر ځای پاتې شوه. بيلي فکر کاوه چې جنسي اړيکې «اړينې خو د خندا وړ دي». خو له بلې خوا مارداک له ګڼو نارينه او ښځو سره اړيکې درلودلې، کومې چې په بيلا بيلو ځايونو کې خپله [بيلي] ليدلې او د هغه لپاره نا ارامونکې وې. [۲۲][۲۳]

د ايريس مارداک لومړی ناول د «د جال لاندې» په نوم و، کوم چې په ۱۹۵۴ز کال کې خپور شوی و.له دې وړاندې هغې د فلسفې په اړوند مقالې خپرې کړې وې او لومړی مونوګراف يې د «جين پال سارټری» په اړه په انګليسي ژبه کې خپور شوی و. هغې نور پنځه ويشت ناولونه او د فلسفې اثار خپاره کړل، تر څنګ يې شاعري او ډرامه هم وليکل، په ۱۹۷۶ز کال کې نوموړې ته د برتانوي سترواکۍ د نښان ته ونومول شوه، او په ۱۹۸۷ز کال کې د برتانوي سترواکۍ د نښان ښځينه لقب ورکړل شو. هغې ته د بات پوهنتون (DLitt، ۱۹۸۳ز کال )، د کامبريج پوهنتون (۱۹۹۳ز کال) او کينګز پوهنتون (۱۹۹۴ز کال) افتخاري سندونه ورکړل. هغه په ۱۹۸۲ز کال کې د علومو او هنرونو د امریکايي اکاډمۍ افتخاري بهرنۍ غړې وټاکل شوه.[۲۴][۲۵][۲۶]

د «جيکسن معضله» په نوم د هغې وروستی ناول په ۱۹۹۵ز کال کې خپور شو. اريس مارداک په ۱۹۹۷ز کال کې د ذهني اختلالاتو په ناروغۍ (الزايمر) اخته شوه او په ۱۹۹۹ز کال کې په اکسفورد کې مړه شوه. د اکسفورډ په ليډي مارګريټ هال کې يو مېز د هغې وياړ ته ځآنګړی شوی، چېرې به چې هغې له قدم وهلو خوند اخيست.[۲۷]

آثار

سمول

فلسفه

سمول

د یو څه وخت لپاره، د فيلسوفې په توګه د مارداک اغېز او لاسته راوړنې د ناول ليکونکې په توګه د هغې د بريا تر سيوري لاندې راغلې، خو وروستيو ارزونو هغې ته له جګړې وروسته په انګلو-امريکايي فلسفه کې ځانګړی ځای ورکړی، په ځانګړي ډول په اخلاقي فلسفه  او د ارستو او اپلاتون بيا تشرېح لپاره د هغې د وړانديز شوي کار له امله. مارتا نوسبام د مارداک د اخلاقي فلسفې د «نظم او ضبط باندې د بدلون داغېزو» لپاره استدلال کړی، ځکه چې هغې د خپلو تحليلونو لارښونه د خپلې خوښې او انتخاب په يوه زمانه کې د غالبو موضوعاتو پر بنسټ نه وه کړې، بلکې د پاملرنې (خلک يو بل د ليدلو او تصور کول څه ډول زده کوي) او ښکارندويي تجربې له لارې ( د ژوند حسي «شی» اخلاقي حساسيت څه ډول منځ ته راوړي). [۲۸]

د مارداک د فلسفي کار په اړوند يوه وروستۍ ټولپوښتنه کې، «جسټين براکيس» د مارداک  د اخلاقي فلسفې ګڼو جلا جلا ځانګړتياوو ته اشاره کړې، په کومه کې چې يوه «اخلاقي حقيقت پالنه يا طبيعيت پالنه هم شامل دي، له کومې څخه چې په نړۍ کې د عاجزۍ يا سخاوت په څېر ځانګړتياوې، د علم مخالفت، د انساني اخلاقي روانپوهنې رد، يو ډول خصوصيت پالنه، فضايلو ته ځانګړې پاملرنه او د اخلاقي ادراک يا اخلاقي حقايقو ته د کتنې پر استعارې ټينګار، منځ ته راتګ» هم شامل دي. بروکس همدا راز وايي چې د فلسفې پر اصولو د مارداک اغېز يو مهال غیر مستقيم و، ځکه چې هغې هم په خپلو همعصرو او هم د فلسفيانو په راتلونکي نسل اغېز وکړ، په ځانګړي ډول په «الزابت اينسکمب، فلپا فوټ، جان ميکډويل او برنارډ وليمز» باندې. هغې د خپلو لومړيو ناولونو نسخې انسکيمب ته واستولې، خو د انسکيمب په لیکنو کې داسې هېڅ نه شته چې د دې ناولونو عکاسي کوي.[۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ويل شوي په: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Мёрдок Айрис. بياځلي سمون: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ويل شوي په: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Мёрдок Айрис. بياځلي سمون: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ويل شوي په: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0613755. بياځلي سمون: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11917259z. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  7. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  8. سرچينې تړی: https://www.independent.co.uk/arts-entertainment/obituary-dame-iris-murdoch-1069841.html. بياځلي سمون: ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ويل شوي په: Oxford Dictionary of National Biography. خپروونکی: Oxford University Press. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۴.
  10. CONOR.SI ID: 9439843. ويل شوي په: CONOR.SI.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ويل شوي په: The Fine Art Archive. AbART person ID: 158563. بياځلي سمون: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ويل شوي په: Oxford Dictionary of National Biography. Oxford Dictionary of National Biography ID: 71228. خپروونکی: Oxford University Press. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۴.
  13. سرچينې تړی: https://thebookerprizes.com/fiction/backlist/1978.
  14. (5 January 2008). "The 50 greatest British writers since 1945". له اصلي څخه خوندي شوی په 25 April 2011. بياځلي په 1 February 2010.{{cite web}}: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link). The Times. Archived on 25 April 2011. Retrieved on 18 June 2012.
  15. Meyers, Jeffrey (2013). Remembering Iris Murdoch: Letters and Interviews. New York: Palgrave Macmillan. ISBN 9781137352415. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 فبروري 2018. بياځلي په 1 جون 2015.
  16. Conradi, Peter J. (2001). Iris Murdoch : A Life. New York: Norton. ISBN 0393048756.
  17. Wilson, A. N. (2003). Iris Murdoch as I knew her. London: Hutchinson. ISBN 9780091742461.
  18. "Iris Murdoch Deemed Top Pick for Next Chiswick Blue Plaque". Chiswick W4. بياځلي په 19 October 2021.
  19. Susan, Brown; Patricia, Clements; Isobel, Grundy. "Iris Murdoch". Orlando: Women's Writing in the British Isles from the Beginnings to the Present. Cambridge University Press. بياځلي په 15 October 2018.
  20. Somerville College. "Iris Murdoch". Somerville Stories. خوندي شوی له the original on 23 جون 2012. بياځلي په 27 جون 2012.
  21. Conradi, Peter J. (2004). "Murdoch, Dame (Jean) Iris (1919–1999)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford: Oxford University Press. DOI:10.1093/ref:odnb/71228. ISBN 978-0-19-861412-8. 
  22. Ann Wroe (31 جنوري 2015). "Of literature and love". The Economist. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 فبروري 2015. بياځلي په 15 فبروري 2015. Sex did not feature much...
  23. Archer, Graeme (23 جنوري 2015). "The secrets of Iris Murdoch and John Bayley's unconventional marriage". The Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 اپرېل 2015. بياځلي په 3 مارچ 2015.
  24. "Honorary Graduates 1989 to present | University of Bath". Bath.ac.uk. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 جولای 2010. بياځلي په 29 اگسټ 2013.
  25. [۱] Archived 1 February 2013 at the Wayback Machine.
  26. "Book of Members, 1780–2010: Chapter M" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 9 نومبر 2013. بياځلي په 25 جولای 2014.
  27. "Iris Murdoch's Oxford Life". 27 نومبر 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 اگسټ 2017. بياځلي په 22 اگسټ 2017.
  28. Nussbaum, Martha C. (31 December 2001). "When she was good". New Republic. Vol. 225. pp. 28–34.
  29. Broackes, Justin. (2012). "Introduction". Iris Murdoch, philosopher: a collection of essays. Oxford, England: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-928990-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 نومبر 2015.
  30. Broackes, Justin (2011). "Introduction," Iris Murdoch, Philosopher. Oxford: Oxford University Press. ISBN 9780199289905.
  NODES
admin 1