ایلان ماسک

ایلان ریو ماسک(Elon Reeve Musk) (زیږون:جون ۲۸ مه،  ۱۹۷۱ ز) کارزېږوونکی او د سوداګرۍ په برخه کې له مخکښانوڅخه دی. هغه د سپېس اېکس (SpaceX) اجرائیوي مشر او اصلي انجینر، د تسلا کمپنۍ (Tesla, Inc) اجرائیوي مشر او د هغو د تولیداتو طرح کوونکی، د بورینګ کمپنۍ بنسټ اېښودونکی(The Boring Company)، او د نیورالینګ (Neuralink) او اوپن اې آی (OpenAI) شریک بنسټګر دی. میلیاردر ماسک د ۲۰۲۱ ز کال په سپټمبر میاشت کې د نړۍ تر ټولو بډایه کس ښودل شوی دی.[۴۶]

ایلان ماسک
Elon Musk (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۸ جون ۱۹۷۱[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
استوګنځی
Bel Air (en) ژباړل[۶]سسکچوانKingston (en) ژباړلBoca Chica (en) ژباړل[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
دنده
programmer (en) ژباړلengineer (en) ژباړلentrepreneur (en) ژباړلinvestor (en) ژباړلسوداگرسياستوال ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
غړی د
دین
جوړښت
جایزې
ایلان ماسک
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۸ جون ۱۹۷۱[۳][۴][۵][۳۳][۳۴]
پریتوریا, ترانسوال, سویلي افریقا
استوګنځای بل آیر, لاس انجلس, کلیفرنیا, امریکا[۳۵][۳۶]
هېواد غړيتوب سویلي افریقا, کاناډا, امریکا
روغتيايي څرنګوالی کویډ–19 [۳۷]  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
ښځه
اولاد ۶ زامن (۱ مړ)[۳۹]
مور او پلار مای ماسک (مور)
ایرول ماسک (پلار)
واک
عملي ژوند
تعليم واترلوف د کور چمتوالی ښونځی
پریتوریا د هلکانو عالی لیسه
کار/مسلک متشبث, انجینر, اختراع کونکی
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۸][۹]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه تشبُث [۴۴]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی پي پال ،  سپېس‌اېکس ،  تسلا موټرز [۴۵]،  اوپن‌اِې‌آی ،  د متحده ایالاتو فدرالي حکومت   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
تنخواہ تسلا موتورز[۴۲]
$۷۸.۲ میلیونه (۲۰۱۲)
$۶۹,۹۸۹ (۲۰۱۳)
(۲۰۱۴)
ټوله شتمني US$۱۲.۲ میلیارده (ډسمبر ۲۰۱۵)[۴۳]
لاسليک
Elon Musk
Elon Musk

وېبپاڼه
وېبپاڼه رسمي ویب پاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ماسک د کاناډایي مور او سویلي افریقايي پلار څخه زېږیدلی او د سویلي افریقا په پرتوریا (Pretoria) کې را لوی شوی دی. د لنډ مهال لپاره یې وړاندې له دې چې په ۱۷ کلنۍ کې د زده کړو په موخه د کاناډا کووینز پوهنتون (Queen's University) ته لاړ شي، په پرتوریا پوهنتون (University of Pretoria) کې زده کړې وکړې. هغه دوه کاله وروسته پنسلوانیا پوهنتون (University of Pennsylvania) ته لاړ، چېرې چې هغه د اقتصاد او فزیک په برخه کې خپل لېسانس ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۹۵ زکال کې کالیفورنیا ته لاړ، څو په سټنفورډ پوهنتون (Stanford University) کې زده کړې وکړي، خو پریکړه یې وکړه چې سوداګري پیل کړي، له خپل ورور کېمبل (Kimbal) سره یې په ګډه د زیپ ۲ (Zip2) په نوم د انټرنټي سافټویرونو شرکت جوړ کړ. دغه نوی په پښو ولاړ شرکت په ۱۹۹۹ زکال کې د کامپک (Compaq) شرکت له خوا په ۳۰۷ میلیونه امریکايي ډالرو وپېرل شو. ماسک هماغه کال، د شراکت په ډول د اېکس.کام (X.com) په نامه انلاین بانک جوړ کړچې په ۲۰۰۰ زکال کې له کانفینتي (Confinity) سره یوځای شو او پی پل (PayPal) یې رامنځ ته کړ. دغه شرکت په ۲۰۰۲ زکال کې د اي بې (eBay) له خوا په ۱.۵ میلیارده ډالرو وپېرل شو.

په ۲۰۰۲ زکال کې، ماسک د سپېس اکس (SpaceX) په نامه، د فضایي لېږد وسایلو تولید کوونکي شرکت او د فضایي لېږد رالېږد د خدمتونو کمپنۍ بنسټ کېښود، چې په خپله یې اجرائیوي مشر او لوړ پوړی تخنیکي مسئول و. هغه په ۲۰۰۴ زکال کې د برېښنایي موټرو د جوړونکې کمپنۍ تسلا موتورز (Tesla Motors, Inc) (اوس تسلا کمپنۍ) سره د هغې د رئیس او د تولیداتو د طرح کوونکي په توګه یوځای شو چې په ۲۰۰۸ زکال کې یې د هغې اجرائیوي مشري هم پر غاړه واخیسته. په ۲۰۰۶ زکال کې یې د سولر سیتي په نامه، د لمریزې برېښنا د خدمتونو وړاندې کوونکې کمپنۍ په جوړېدو کې مرسته وکړه، چې بیا وروسته د تسلا له خوا وپېرل شوه او په تسلا انرژي واوښته. نوموړی په ۲۰۱۵ زکال کې د شراکت په ډول د دوستانه مصنوعي هوش (friendly artificial intelligence) غیر انتفاعي څېړنیز شرکت  اوپن اې آی (OpenAI) بنسټ کېښود. په ۲۰۱۶ زکال یې په شراکت سره د نېورالینک (Neuralink) په نامه،  د عصبي تکنالوژي کمپنۍ چې د مغز – کمپیوټر په نښلېدو تمرکز لري، جوړه او د بورېنګ کمپنۍ په نامه یې د تونل جوړولو د ودانیز شرکت بنسټ کېښود. ماسک د هایپرلوپ (Hyperloop) په نوم د لېږد رالېږد لپاره د چټک ریل سیستم هم طرح کړی دی.

ماسک په یو شمېر بحث جوړوونکو او ډېرو عمومي غیر معمول او غیر علمي موضوعاتو کې د هغه د دریځ نیولو له امله، تر نیوکو لاندې هم راغلی. په ۲۰۱۸ ز کال کې یې یو بریتانوي تونل ایستونکي د تام لوآنګ تونل (Tham Luang cave rescue) د ژغورنې په عملیاتو کې ، پرهغه د درغلي کولو تور پورې کړ؛ د کالیفورنیا قضايي پلاوي د ماسک په پلوي پریکړه وکړه. په همدغه کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د بورس او اسهامو کمیسیون (US Securities and Exchange Commission)  د هغه د دروغجن ټویټ له امله، چې څرګنده کړې یې وه، هغه د تسلا د خپلولو لپاره بودیجه برابره کړې، له ده شکایت وکړ. نوموړی د (SEC) سره هوکړې ته ورسېد او د لنډ مهال لپاره له ریاست ګوښه او همدارنګه یې د ټویټر په کارولو کې پر ځان محدودیتونه ومنل. ماسک د کوېډ ۱۹ ټول شموله ناروغۍ اړوند ناسم معلومات خپاره کړي او د مصنوعي هوش او عمومي لېږد رالېږد اړوند یو شمېر موضوعاتو په ګډون د ده نورنظریات هم د کارپوهانو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

سوداګریز ژوند

سمول

زیپ ۲

سمول

په ۱۹۹۵ ز کال کې ماسک، کېمبل (Kimbal) او ګرېګ کوري(Greg Kouri) د انټرنټي سافټوېر شرکت زیپ ۲ د انجل پانګوالو (angel investors) څخه د پانګې په اخیستو تاسیس کړ. دوی دغه پانګونه په پالو آلټو (Palo Alto ) کې په یوه کوچني کرایي دفتر کې وکړه. دغه شرکت د ورځپاڼو خپروونکو لپاره انټرنټي ښاري لارښود، د نقشو په لرلو، لارو ښودلو او ژېړو پاڼو په لرلو سره جوړ او بازار ته وړاندې کړ. ماسک وایي: وړاندې له دې چې شرکت یې بریالۍ شي، نه یې شو کولای کور وپېري، پر ځای مو دفتر په کرایه نیولی و، په کوچ به ویده کېدم، په YMCA کې به مې حمام کاوه او له خپل ورور سره مې په ګډه له یوه کمپیوټر څخه کار اخیست. د ماسک په وینا: ویب پاڼه به د ورځې له مخې فعاله وه او د شپې به مې په کې کوډېنګ کاوه، په اونۍ کې اووه ورځې، هره شېبه.، د ماسک ورور له نیویارک تایمز او شیکاګو تریبیون سره هوکړه لاسلیک کړه، د شرکت مدیره پلاوی یې قانع کړ، څو له سیټي سرچ (CitySearch) سره د یوځای کېدو له پلانه تېر شي. ماسک هڅې وکړې څو اجرائیوي مشر شي، خو هغه څوکۍ د کمپنۍ له رئیس ریچ سورکین (Rich Sorkin) سره وه او د مدیره پلاوي له خوا یې هڅې شنډې شوې. کمپک (Compaq) د ۱۹۹۹ زکال په فبروري میاشت کې، په ۳۰۷ میلیونه ډالرو زیپ ۲ وپېرله. ماسک هم د خپلې ۷ سلنې ونډې له مخې ۲۲ میلیونه ډالر ترلاسه کړل.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

اېکس.کام او پې پال

سمول

په ۱۹۹۹ زکال کې، ماسک په مشترک ډول د پر لیکه (آنلاین) مالي خدمتونو او برېښنالیک له لارې د پیسو د ورکړې شرکت اېکس.کام (X.com) بنسټ کېښود، چې د فدرال بیمې لرونکی لومړنی آنلاین بانک و. په څو میاشتو کې یې له ۲۰۰ زره زیات پېرودونکي (مشتریان) پیدا کړل. د دغه شرکت پانګوالو ماسک بې تجربې ولید او د کال تر پایه یې د هغه پر ځای بېل هاریس (Bill Harris) د اجرائیوي مشر په توګه وټاکه. په راتلونکي کال کې، اېکس.کام له کانفینټي (Confinity) آنلاین بانک سره، چې د مکس لیوچین (Max Levchin) او پیټر ټایل (Peter Thiel) له خوا جوړ شوی و، یوځای شو، څو د غیر ضروري سیالۍ مخه ونیسي. کانفینیټي د پې پال (PayPal)  په نامه د پیسو د لېږد خپل ځانګړی خدمت درلود، چې د اېکس.کام له خدمت څخه ډېر مشهور و. په یوځای شوي شرکت کې، ماسک یوځل بیا د اجرائیوي مشر دنده ترلاسه کړه. له هغې چې ماسک د مایکروسافټ سافټوېر له لینوکس (Linux) غوره وګاڼه، په شرکت کې یې درز رامنځته کړ او هغه  د دې لامل وګرځېد، څو ټایل (Thiel) استعفا ورکړي. په شرکت کې د یو شمېر تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو او منسجم سوداګریز موډل د نشتوالي له امله، مدیره پلاوي ماسک له اجرائیوي مدیریت څخه لرې او پر ځای یې ټایل د ۲۰۰۰ زکال په سپټمبر کې وټاکه. د ټایل تر مدیریت لاندې شرکت، په پې پال خدمتونو ډېر پام وکړ او په ۲۰۰۱ ز.کال کې، د شرکت نوم پې پال (PayPal) ته واښت. په ۲۰۰۲ زکال کې، پې پال د اي بې (eBay) شرکت له خوا، د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وپېرل شو، چې ماسک په کې د ۱۱.۷ سلنه ونډې په لرلوسره چې تر ټولو زیاته ونډه یې لرله – له ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات ترلاسه کړل.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸]

په ۲۰۱۷ ز.کال کې ماسک له پې پال څخه د اېکس.کام برخه په نامعلومه بیه وپېرله، او څرګنده یې کړه چې هغه ورته له احساسي پلوه ارزښت لري.[۶۹][۷۰]

سپیس اېکس

سمول

په ۲۰۰۱ ز کال کې، ماسک د مریخ له غیر انتفاعي ټولنې (nonprofit Mars Society) سره یوځای شو، هغه ته دا فکر پیدا شو چې مریخ ته د بوټو د ودې یوه خونه ولېږي، له همدې امله د خپلې پروژې لپاره د مالي امکاناتو د برابرلو په موخه لاس په کار شو. د ۲۰۰۱ ز کال په اکټوبر کې ماسک مسکو ته سفر وکړ، تر څو قاره وهونکي بالیستیک توغندي (ICBMs) وپیري او وکولای شي، شنې خونې فضا ته ولیږي. هغه له NPO Lavochkin او Kosmotras شرکتونو سره ولیدل، په داسې حال کې چې په دې برخه کې تازه کاره او نوی و. ان یوه روسي انجینر هغه ته دومره ارزښت ورنه کړ. وروسته دغه ډله خالي لاس امریکا ته راوګرځېدله. د ۲۰۰۲ ز.کال په فبروري میاشت کې یو ځل بیا دغه ډله روسیې ته د درېو ICBMs د موندلو په موخه لاړه. دوی له Kosmotras سره بله کتنه وکړه چې په دې لیدنه کې یې دوی ته یو توغندی په ۸ میلیونه ډالرو بیه کړ، چې ماسک و نه منله. ماسک پریکړه وکړه چې داسې یو شرکت جوړ کړي، څو وکولای شي، په لږ لګښت سره میزایلونه جوړ کړي. ماسک د ۲۰۰۲ ز.کال په مۍ میاشت کې، په خپلې ۱۰۰ میلیونه ډالري لومړنۍ پانګې سره Space

Exploration Technologies Corp د اکتشافي تکنالوژي سپېس اېکس جوړ کړچې تر ۲۰۲۱ ز کال پورې، هغه د دغې کمپنۍ اجرائیوي مشر او د سرانجینر په توګه یادېږي.[۷۱][۷۲][۷۳][۷۴][۷۵]

له درې ځله ناکامه توغولو وروسته، سپیس ایکس وتوانېد چې په ۲۰۰۸ ز کال کې، د فالکان ۱ په نوم توغندي په توغولو باندې بریالي شي. دا په مایع سون توکو باندې لومړنی خصوصي توغندی و چې د ځمکې مدار ته ورسېد.

سرچينې او ياداښتونه

سمول

شخصي اړیکې

سمول

په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې، هغې د خپل راتلونکي مېرمن، جاسټین ماسک سره ولیدل، چې یو تکړه لیکواله وه او ورسره يي وپېژندل. د دې واده په پایله کې ۵ زامن (دوه ګوني دری ګوني ) وو چې نومونه یې ډایمین (Damian)، ګریفین(Griffin)، خاوییر(Xavier)، ساکسون (Saxon) او کای (Kai) وو. په حقیقت کې، ایلان شپږ زامن درلودل. خو یو یې په ماشومتوب کې د ناروغۍ له امله مړ شو. په دې ډول، د جاسټین سره د ایلان اړیکه له 8 کلونو وروسته (په ۲۰۰۸کې) له منځه لاړه او په 2010 کې یې د دویم ځل لپاره واده وکړ او دا ځل یې د برتانوي اداکارې ټيلولا رایلي سره واده وکړ. مګر دا ځل هم له هغه سره د څلور کاله ژوند کولو وروسته، هغه په ۲۱۰۴ کې له خپلې میرمنې څخه جلا شو.

  1. X post ID: 1669041170263990286. سرچينې تړی: https://twitter.com/elonmusk/status/1669041170263990286.
  2. سرچينې تړی: https://www.esquire.com/news-politics/a16681/elon-musk-interview-1212/.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ سرچينې تړی: https://www.biography.com/people/elon-musk-20837159. Invalid <ref> tag; name "f3f082ff41180d3b3c6f1d3bb95d694d2e0e6e35" defined multiple times with different content
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: musk-elon. Subject named as: Elon Musk. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه. Invalid <ref> tag; name "d68e92786fd157095b430c3ea1b2bff468997019" defined multiple times with different content
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: GeneaStar. GeneaStar person ID: muskelon. Subject named as: Elon Musk. Invalid <ref> tag; name "c53c558f52612a41f5795e3215712f200f92c581" defined multiple times with different content
  6. سرچينې تړی: http://www.forbes.com/sites/trulia/2013/11/01/billionaire-tesla-ceo-elon-musk-buys-home/. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. Publisher: فوربېز.
  7. سرچينې تړی: https://nypost.com/2021/07/05/elon-musk-is-living-in-a-prefab-tiny-house-worth-only-50k/, .
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: mzk2015891473. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲. Invalid <ref> tag; name "82f53a01c815d04414178d6cdcd72d3b2d3aea51" defined multiple times with different content
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CONOR.SI ID: 271431011. ذکر کېدنه: CONOR.SI. Invalid <ref> tag; name "c03411cc20da03fad2e4b74a7704a3abbb0686c2" defined multiple times with different content
  10. ذکر کېدنه: datos.bne.es. Retrieved: ۹ مارچ ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX5628980. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
  11. "Entrepreneur". ۱۹۹۷.
  12. "The Sydney Morning Herald" (in انګرېزي ژبه). Fairfax Media.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  13. Archive URL: https://web.archive.org/web/20130829173209/http://money.cnn.com/2007/11/13/magazines/fortune/paypal_mafia.fortune/.
  14. "Elon Musk beats Dragon's Den star Steven Bartlett to Rusty Razor pseudoscience award" (in British English). ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴. بياځلي په ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  15. سرچينې تړی: https://www.nae.edu/270224.aspx.
  16. سرچينې تړی: https://www.metropoles.com/brasil/musk-recebe-de-bolsonaro-a-medalha-de-ordem-do-merito-da-defesa.
  17. Archive URL: https://web.archive.org/web/20220131121232/https://time.com/collection/100-most-influential-people-2021/. Retrieved: ۳۱ جنوري ۲۰۲۲.
  18. سرچينې تړی: https://time.com/person-of-the-year-2021-elon-musk/. خپرېدو نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. Retrieved: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱.
  19. "Elon Musk: Interview with FT's Person of the Year". بياځلي په ۱۹ مې ۲۰۲۳.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  20. سرچينې تړی: https://www.smenet.org/Professional-Development/Awards-Competitions/Award-Recipients/John-Fritz-Medal-Award.
  21. سرچينې تړی: https://www.welt.de/wirtschaft/article216274010/Elon-Musk-bekommt-Axel-Springer-Award.html.
  22. سرچينې تړی: https://www.teslarati.com/tesla-spacex-ceo-elon-musk-receives-stephen-hawking-medal/.
  23. ذکر کېدنه: Directory of Fellows of the Royal Society. Fellow of the Royal Society ID: 13829. اثر ژبه: British English.
  24. سرچينې تړی: https://royalsociety.org/news/2018/05/distinguished-scientists-elected-fellows-royal-society-2018/. Retrieved: ۳۰ اپرېل ۲۰۲۲.
  25. سرچينې تړی: https://www.sharecast.com/news/general-news/donald-trump-sadiq-khan-and-elon-musk-among-times-100-most-influential-people-of-2018--3253291.html.
  26. سرچينې تړی: https://seas.yale.edu/news-events/news/seas-celebrates-class-2015-honors-innovators-elon-musk-and-dean-kamen.
  27. سرچينې تړی: https://www.pcmag.com/news/edison-awards-honor-elon-musk-lenovos-yang-yuanqing.
  28. سرچينې تړی: https://www.heinleinprize.com/hall-of-fame.
  29. سرچينې تړی: https://living-legends-of-aviation.myshopify.com/pages/elon-musk.
  30. سرچينې تړی: https://www.carnegie.org/awards/great-immigrants/2010-great-immigrants/.
  31. Archive URL: https://web.archive.org/web/20170801035127/http://www.nss.org/news/releases/pr20090617.html.
  32. سرچينې تړی: https://www.ithistory.org/honor-roll/dr-elon-musk#:~:text=In%202010he%20was%20elected%20to,University%20of%20Surrey%20in%20England..
  33. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=elon;n=musk — subject named as: Elon Musk
  34. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000027925 — subject named as: Elon Musk — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  35. "Billionaire Tesla CEO Elon Musk Buys Neighbor's Home in Bel Air For $۶.۷۵ Million". Forbes. بياځلي په November 1, 2013.
  36. "Inside Elon Musk's $۱۷M Bel Air Mansion". Bloomberg News. بياځلي په August 21, ۲۰۱۳.{{cite news}}: CS1 errors: dates (link)
  37. https://cleantechnica.com/2020/11/19/tesla-ceo-elon-musk-reports-recovery-from-confirmed-covid-infection/ — د نشر نېټه: ۲۱ نومبر ۲۰۲۰
  38. http://www.dailymail.co.uk/news/article-3185591/Elon-Musk-withdraws-divorce-papers-against-wife-Talulah-Riley-one-month-pair-spotted-holding-hands-Allen-Company-conference.html
  39. Musk, Justine (September ۱۰, ۲۰۱۰). "'I Was a Starter Wife': Inside America's Messiest Divorce". Marie Claire. بياځلي په November 28, 2012.{{cite journal}}: CS1 errors: dates (link)
  40. Hull, Dana (April ۱۱, ۲۰۱۴). "Timeline: Elon Musk's accomplishments". بياځلي په June 11, ۲۰۱۵ – via مرکوری نیوز.{{cite news}}: CS1 errors: dates (link)
  41. Zanerhaft, Jaron (2013). "Elon Musk: Patriarchs and Prodigies". CSQ. C-Suite Quarterly. بياځلي په June 11, 2015.http://www.csq.com/2013/01/elon-musk-patriarchs-and-prodigies/
  42. Ohnsman, Alan (April 25, 2014). "Tesla Pays CEO Musk $۷۰,۰۰۰ Following $78 میلیونه Year". Bloomberg Business. Bloomberg. بياځلي په June 11, 2015.
  43. "Profile: Elon Musk". Bloomberg Billionaires. [[بلومبرګ L.P.|]]. بياځلي په ډسمبر ۱۱, ۲۰۱۵.{{cite news}}: CS1 errors: dates (link)
  44. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2015891473 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  45. http://uk.businessinsider.com/tesla-the-origin-story-2014-10
  46. Cai, Kenrick (September 27, 2021). "Elon Musk Eclipses $200 Billion To Become Richest Person In The World Again". Forbes (in انګليسي). بياځلي په September 28, 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  47. Strauss, Neil (November 15, 2017). "Elon Musk: The Architect of Tomorrow". Rolling Stone. خوندي شوی له the original on August 17, 2020. بياځلي په November 15, 2017.
  48. Huddlestone, Tom Jr. (June 19, 2018). "Elon Musk slept on his office couch and 'showered at the YMCA' while starting his first company". CNBC. خوندي شوی له the original on August 18, 2020. بياځلي په September 4, 2020.
  49. Chafkin, Max (December 1, 2007). "Entrepreneur of the Year, 2007: Elon Musk". Inc. خوندي شوی له اصلي څخه په February 18, 2018. بياځلي په December 13, 2020.
  50. "Zip2 Founder Launches 2nd Firm: Readies Financial Supersite. – Free Online Library". www.thefreelibrary.com. خوندي شوی له اصلي څخه په April 12, 2021. بياځلي په April 12, 2021.
  51. Kidder (2013), pp. 224–228.
  52. Cooper, Charles. "CitySearch, Zip2 to merge in $300 million deal". ZDNet. خوندي شوی له اصلي څخه په October 27, 2020. بياځلي په March 25, 2021.
  53. Vance (2015), p. 67.
  54. Vance (2015), p. 14.
  55. Junnarkar, Sandeep (February 16, 1999). "Compaq buys Zip2". CNET. خوندي شوی له اصلي څخه په October 21, 2014. بياځلي په December 13, 2020.
  56. Hartmans, Matt Weinberger, Avery. "How billionaire Tesla and SpaceX CEO Elon Musk went from getting bullied as a child to becoming one of the most successful and provocative men in tech". Business Insider. خوندي شوی له اصلي څخه په March 23, 2020. بياځلي په April 3, 2020.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  57. Vance (2015), p. 109.
  58. Vance (2015), p. 78.
  59. Vance (2015), p. 84.
  60. Vance (2015), p. 86.
  61. Jackson (2004), pp. 40, 69, 130, 163.
  62. Vance (2015), p. 85.
  63. Vance (2015), pp. 85–86.
  64. Vance (2015), pp. 86–87.
  65. Vance (2015), pp. 87–88.
  66. "Timeline: The rise of PayPal". ft.com. خوندي شوی له اصلي څخه په June 22, 2020. بياځلي په April 3, 2020.
  67. "SEC 10-K". PayPal. December 31, 2001. خوندي شوی له the original on August 25, 2020.
  68. Vance (2015), pp. 116.
  69. Huang, Echo. "Elon Musk bought a web domain worth millions with "sentimental value" to him". Quartz. خوندي شوی له the original on June 25, 2020. بياځلي په April 3, 2020.
  70. Statt, Nick (July 10, 2017). "Elon Musk now owns X.com, the defunct domain of his second startup". The Verge. خوندي شوی له the original on June 25, 2020. بياځلي په September 3, 2020.
  71. Koren, Marina (May 6, 2021). "Elon Musk Is Maybe, Actually, Strangely, Going to Do This Mars Thing". The Atlantic.
  72. California Business Search (C2414622 – Space Exploration Technologies Corp), خوندي شوی له اصلي څخه په February 23, 2018, بياځلي په December 13, 2020
  73. Wayne, Leslie (February 5, 2006). "A Bold Plan to Go Where Men Have Gone Before". The New York Times. خوندي شوی له the original on April 12, 2020. بياځلي په February 16, 2015.
  74. Vance, Ashlee (May 14, 2015). "Elon Musk's space dream almost killed Tesla". BloombergL.P. خوندي شوی له اصلي څخه په February 23, 2017. بياځلي په June 7, 2015.
  75. Vance (2015), pp. 99, 102—103.
  NODES
twitter 1