تړنه یا کنټرولښت (په انګرېزي: bondage)، د بي-ډي-ايس-ايم له کورنۍ څخه يوه کړنه ده. د جنسي اړیکې پرمهال جنسي شريک تړل کېږي ترڅو د کنټرول او ولکې احساس ولري او ځان ته د غلبې لرونکي فاعل په سترګه وګوري، هغه چې تړل شوی له تړلو او مرييتوب څخه خوند اخلي، هغه چې فاعل دی له درد ورکولو او پر خپل جنسي شريک باندې له تاوتريخوالي څخه خوند اخلي. په دې ډول کړنو کې د تړلو لپاره له رسۍ يا ټوکرانو څخه کار اخيستل کېږي.

د مينې او ايزيدورو تمثيل.
يوه مېرمنه د بنډاج پرمهال چې ښکاري تړل شوې ده.

بانډج د علم له پلوه د «سادو مازوخيزم» اختلالاتو له کورنۍ څخه نه شمېرل کېږي. دا کړنه ښايي په سکس کې د ماډل په توګه هم ترسره شي يا ښايي د بي-ډي-ايس-ايم له مخې ترسره شي. د بي-ډي-ايس-ايم د «بي» تورې مانا همدا بنډاج دی. دا ډول کړنه د سکس پرمهال د جنسي خوند اخيستنې په موخه ترسره کېږي خو کله کله په بي-ډي-ايس-ايم غوښتونکو کسانو کې ښايي پرته له سکس څخه ترسره شي.

هغه کسان چې د بي-ډي-ايس-ايم غوښتونکي دي او په سادو مازوخيزم اخته دي دا ډول کړنه شهوتي خوند ورکوي. د بنډاج دواړه شريکان په خپلو رولونو کې جنسي خوند ترلاسه کوي. هغه چې تړل شوی او د مريي په څېر د خپل جنسي شريک تر ولکې لاندې دی له دې حالت څخه شهوت ترلاسه کوي او هغه چې فاعل دی خپل جنسي شريک باندې غلبه او کنټرول لري له دې خوند اخلي چې جنسي شريک باندې تاوترخوالی وکړي او په بشپړه توګه يې تر ولکې لاندې تړلی وي. په دې ډول کړنې کې د فاعل او مفعول موضوع په جنسيت پورې اړه نه لري، یانې ښايي يوه ښځه فاعله وي نارینه يې تړلی وي د ځان غلام کړی يې وي يا ښايي نارينه فاعل وي خو اصلي خبره دا ده چې جنسيت اړين نه دی.

ډولونه

سمول
 
د بنډاج پرمهال مفعوله ښځه چې مخ او خوله يې په يوې رسۍ تړل شوې ترڅو د فاعل په بشپړ واک او ولکه کې د غلامې په څېر وي

د بنډاج کړنې پرمهال د تړلو ډولونه خورا ډېر او بېلابېل دي، چې په دې لاندې ډولونو وېشل کېږي.

د يوې موخې لپاره تړنه

سمول

دا ډول تړنه په BDSM کې یو له مشهورو تړلو څخه دی چې يو تن يې د يوې تن يې تړل کېږي په دې موخه چې غيرفعال شي او لاسرسي يې محدوده شي. ترڅو فاعل وکولای شي په ازاده توګه وهل او تاوتريخوالی وکړي.[۱]

د ماډل په توګه تړل

سمول

په دې ډول کړنې کې کس د يوې ښکلا په موخه تړل کېږي مانا دا چې مفعول يو ځانګړی کار کوي، يا د سپي په څېر وي، يا د مېز په څېر وي، يا ښځه د سپي په څېر پر زنګنونو ناسته وي او فاعل يې پر شا (کوناټو) شراب وخوري.[۱]

د تاوترخوالي تړل

سمول
 
په رسۍ تړل: ښځه په یو نامناسب حالت کې د ځانګړو بندونو او رسيو په وسيله تړل شوې.

په دې ډول تړلو کې غيرفعال شريک په ډېر بد او دردناک حالت کې وي، داسې تړلی وي چې هېڅ ډول حرکت نشي کولای. دا کړنه په دې موخه کېږي چې په مستقيماً توګه جنسي شريک ته د مرييتوب او غلامۍ احساس ورکړي او خپله د خدايتوب احساس وکړي او جنسي لذت ترلاسه کړي، د يادونې وړ ده چې په دې ډول کړنو کې دواړه لوري له مخکې رضايت سره لري، هغه چې مرييتوب کوي له خپل حالت څخه خوشحاله ده او دا احساس هغه کسانو ته خوند ورکوي چې په سادو مازوخيزم اخته وي او د بي-ډي-ايس-ايم غوښتونکي وي.

فيلمي تړل

سمول

دا ډول تړل يو اسانه ډول دی له هغه پورته ياد شوي تړنې سره نږدېوالی لري، تر ډېره د ښکلا په موخه ښځه تړل کېږي يا په يو ځانګړي حالت کې درول يا کښېنول کېږي. چې د بدن يو ځانګړې برخې ته پاملرنه وکړي، د بېلګې په توګه ښځه د سپي په څېر پر زنګونونو وي، پر کوناټیو يې پياله ايښودل شوې وي او شراب خوري یا بل داسې کار کوي، ترڅو جنسي خوند واخلي.

اړونده ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Fesselspiele Archived 18 February 2008 at the Wayback Machine. in Der Papiertiger, a BDSM encyclopedia.
  NODES