تېریزاماري، مېرمن مې (د زېږد نوم: برېزیر، چې د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه زیږېدلې ده) یوه بریتانوی سیاستواله ده چې له ۲۰۱۶ ز نه تر ۲۰۱۹ ز پورې یې د بریتانیا د لومړۍ وزېرې او د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه دنده ترسره کړې ده. له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۱۶ز پورې د کامرون په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیرې په توګه او له ۱۹۹۷ ز کال راهیسې په بېرکشایر کې د مېډين هېد په استازیتوب د پارلمان غړې وه. نوموړې له ایډیالوژیکي اړخه ځان د یوه ملته محافظه کارې په توګه ګني. [۱۷][۱۸][۱۹]

ترزا مې
Theresa May (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ اکتوبر ۱۹۵۶[۵][۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
استوګنځی
Sonning (en) ژباړل[۸]Oxfordshire (en) ژباړل[۹]10 Downing Street (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۱۷۲٫۷۲ سنتيمتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
tmay.co.uk[۱۲] (انګرېزي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

مېرمن می په اکسفوردشایر کې لویه شوې ده او د اکسفورد سېنټ هوګ په کالج کې یې زده کړې کړې دي. په ۱۹۹۷ ز کال کې له فراغت نه وروسته، نوموړې د انګلستان بانک او د تادیاتو د تصفیې د چوپړتیاوو په ټولنه کې کار وکړ. هغې په میرټن کې د ډرنفورډ په استازیتوب د شورا د غړې په توګه هم دنده ترسره کړه. د ولسي جرګې د غړیتوب لپاره له دوو ناکامو هڅو وروسته، په ۱۹۹۷ ز کال کې نوموړې د میدن هیډ د استازې په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړه. آغلې مې، د رسمي اپوزېسیون په سیوري کابینه کې له ۱۹۹۹ نه تر تر ۲۰۱۰ ز کال پورې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې نوموړې د محافظه کار ګوند مشره هم وه. د ۲۰۱۰ ز کال له عمومي ټاکنو وروسته د ګډ حکومت په جوړېدو سره، آغلې مې د کورنیو چارو وزیره او د ښځو او مساواتو وزیره وټاکل شوه، خو له وروستۍ دندې نه یې په ۲۰۱۲ ز کال کې استعفا ورکړه. د ۲۰۱۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې بیا د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، چې په ۶۰ کلونو کې د کورنیو چارو په وزارت کې یې تر ټولو اوږده دنده ترسره کړې ده. هغې د خپلې دورې په موده کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات په لاره واچول، د نشه یي توکو د پالیسۍ او د قات د بوټي د بندیز په اړه یې سختې کرښې و ټاکلې او په کډوالۍ یې نور محدودیتونه راوستل.  نوموړې د ټاکل شویو پولیسو او جرمونو د کمېشنرانو معرفي، د ابو قتاده له شړلو څارنه کوله او د پولیسو کالج او د جرمونو ملي اداره یې منځ ته راوړه.  [۲۰]

د ۲۰۱۶ ز کال د جولای په میاشت کې د ډیویډ کامرون له استعفا نه وروسته، آغلې مې د محافظه کار ګوند مشره وټاکل شوه او له مارګریت تاچر وروسته دویمه ښځه ده چې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه یې دنده ترسره کړه. نوموړې لومړۍ او تر اوسه یوازینۍ ښځه ده چې د دولت د دوو لویو ادارو، د لومړي وزیر دفتر او د کرونیو چارو وزارت مشري یې کړې ده. هغې د ۲۰۱۷ ز کال په مارچ میاشت کې د ۵۰ مادې پر بنسټ له اروپايي اتحادیې نه د انګلستان د وتلو بهیر پیل کړ. په راتلونکې میاشت کې، هغې د بریګزیټ په خبرو اترو کې د خپل ملاتړ د پیاوړي کولو د خپلې ځواکمنې او باثباته رهبرۍ د ښودلو په موخه له نېټې نه مخکې عمومي پارلماني ټاکنې اعلان کړې. د دې ټاکنو په پایله کې یو ځوړند پارلمان (چې هېځ ډلې مطلق اکثریت نه درلود) رامنځ ته شو، چې په کې د محافظه کار ګوند د چوکیو شمېر له ۳۳۰ نه ۳۱۷ چوکیو ته را ټیټ شو، که څه هم نوموړي ګوند، له ۱۹۸۳ ز کال نه را په دې خو ترټولو لوړې رایې وګټلې.[۲۱][۲۲]

نوموړې د لومړي وزیر په توګه، د چیکرز د تړون پر بنسټ له اروپایي اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ خبرې پر مخ بوتلې، چې په پایله کې د برېګزېټ هوکړه وشوه. هغې د ملي روغتیا د چوپړتیاوو د اوږدمهاله پلان پر مټ د ملي روغتیا د چوپړتیاوو د تمویل لپاره د ۲۰ ملیارده پونډو د زیاتوالي څارنه هم کوله، د لومړي ځل لپاره یې د نژداي توپیر د څارنې پلاوي را منځ ته کړ او د چاپېریال ۲۵ کلن پلان یې په لاره واچو. د ۲۰۰۸ ز کال د اقلیم د بدلون قانون یې تعدیل کړ چې پر بنسټ یې د بریتانیا ونډه، په ۲۰۲۵ ز کال کې د نړیوالې تودوخې په برخه کې پای ته رسېږي. په انګلستان کې د بېکارۍ شمېر ټيتې کچې ته ورسېد، چې له ۱۹۷۵ ز کال نه را په دې خوا د بېکارۍ ترټولو ټیټ ریکارډ دی. وروسته له هغه چې د نوموړې د برېګزېټ د وتلو د تړون مسوده د پارلمان له خوا درې ځلې رد شوه، هغې استعفا ورکړه او د هغې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن یې ځایناستی شو. هغه په ولسي جرګه کې د غړې په توګه پاتې کېږي. [۲۳][۲۴]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړې

سمول

تېرېزا مې، د ۱۹۵۶ ز کال په اکتوبر میاشت کې په ایسټبورن، سوسیکس کې نړۍ ته سترګې پرانستې او د زیدي ماري (د زېزد نوم: بارنس، ۱۹۲۸ – ۱۹۸۲ز) او هوبرټ برېزیر (۱۹۱۷ – ۱۹۸۱ز) یوازینی ماشوم و. د هغې پلار د انګلستان د کلیسا مشر او (انګلیسي کاتولیک) مذهبه و چې د ایستبورن د روغتون کشیش و. هغه وروسته د هایتروپ او اینسټون او په پای کې د اکسفورډ په ختیځ کې په ویتلې کې د سینټ ماري کشیش شو. مې مور، د محافظه کار ګوند ملاتړې وه. پلار یې په ۱۹۸۱ ز کال کې د موټر د ترافیکي پېښې د ټپونو له امله له دې نړۍ سترګې پتې کړې او مور یې په راتلونکي کال کې د عصبي سیستم د ناروغۍ له امله له نړۍ سره مخه ښه وکړه. مې وروسته وویل چې: " خواشینې ده چې دوی [د هغې مور او پلار] هېڅکله و نه لیدلم، چې زه د پارلمان د غړي په توګه ټاکل شوې یم." [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

می، په پیل کې د هیتروپ په لومړي ښوونځي کې چې یو دولتي ښوونځی و، زده کړې پیل کړې، وروسته یې د سینټ جولیانا کانونټ د نجونو په ښوونځي کې چې په بیګبروک کې د رومي کاتولیک خپلواک ښوونځی و او په ۱۹۸۴ ز کال کې وتړل شوه، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. [۳۵][۳۶][۳۷]

نوموړې په ۱۳ کلنۍ کې د هولټن پارک د نجونو د ګرامر په پخواني ښوونځي کې، چې په ویټلي کې دولتي ښوونځی و، ځای وګاټه. د هغې د زده کړې په دوره کې د اکسفوردشایر ښوونیز سیستم له سره تنظیم شو او ښوونځۍ د ویلتي پارک عالي ښوونځۍ ته بدله شوه. آغلې مې د اکسفورډ په پوهنتون کې ګډون وکړ او په سینټ هیګ کالج کې یې د جغرافیې برخه ولوستله او په ۱۹۷۷ ز کال کې د لېسانس دویمه درجه سند ترلاسه کړ. هغې د شنبې په ورځو د خپل خرڅ د ګټلو لپاره په نانوایي کې کار کاوه او جګه، فیشن ته پام لرونکې ځوانه ښځه وه. د نوموړې د ملګرو په وینا: "هغې له ماشومتوب راهیسې د لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیرې ځای ته د رسېدو د هیلو په اړه خبرې کولې." د پوهنتون د یوه ملګرې یې، پټ فرانکلنډ وایي: "زما داسې وخت نه په یادېږي چې هغې به د سیاسي هیلو په اړه خبرې نه کولې. زما هغه وخت ښه په یاد دی، کله مارګریت تاچر لومړی دا مقام خپل کړ، هغه ډېره په غوصه شوې وه."  [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

پخوانۍ تجربه

سمول

آغلې مې د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۳ ز کلونو ترمنځ، د انګلستان په بانک کې او له ۱۹۸۵ ز نه تر ۱۹۹۷ ز کال پورې یې، د تادیاتو د تصفیې د چوپړتیاوو دفتر کې د مالي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې په دې بنسټ کې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د اروپا د چارو د څانګې د رئیسې او له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۱۹۹۷ ز کال پورې د نړیوالو چارو د سترې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړه. [۴۳][۴۴]

د سیاست په ډګر کې لومړي ګامونه

سمول

آغلې می، له ۱۹۸۶ کال نه تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د لندن د میرتون په ټولنه کې د ټولنې په شورا کې د ډرنسفورډ وارډ په استازيتوت د شورا د غړې په توګه دنده ترسره کړه، چې په دې ځای کې (۱۹۸۸ – ۱۹۹۰ز) د ښوونې او روزنې رئیسه وه او (۱۹۹۲ – ۱۹۹۴ز) کې د ډلې مرستیاله او د شورا ویانده وه.  [۴۵]

نابریالۍ ملي هڅې

سمول

مېرمن می، د ۱۹۹۲ ز کال په عمومي ټاکنو کې د شمال لوېدیځ درهم د کارګر ګوند د خوندي چوکۍ لپاره د محافظه کار ګوند نومانده وه، د اوسني غړې هیلري آرمسټرانګ نه وروسته په دویم ځای کې راغله او د لیبرال دیموکرات راتلونکي مشر ټیم فارون درېیم ځای خپل کړ. آغلې می بیا د ۱۹۹۴ز په ناڅاپي ضمني ټاکنو کې، چې د پارلمان د کارګر غړي جو ریچارډسن د مړینه له امله وو، ډګر ته راغله. دا چوکۍ په ۱۹۴۵ ز کال کې له را منځ ته کېدو راهیسې په پرله پسې توګه د کارګر ګوند په واک کې وه او داسې انګېرل کېده چې د کارګر ګوند نومانده مارګریټ هوج به یې په اسانۍ سره وګټي، چې همداسې هم وشول. په دې سیالۍ کې، آغلې می یو لرې درېیم ځای خپل کړ.[۴۶][۴۷]

پارلماني چوکۍ ته بریالیتوب

سمول

آغلې مې د ۱۹۹۷ ز کال له عمومي ټاکنو نه نږدې ۱۸ میاشتې وړاندې، د میډین هیډ لپاره چې د ویندسور او میډین هیډ او ووکینګام له سهم نه یوه نوې خوندي تازه منځ ته راغلې څوکۍ وه، د محافظه کار ګوند د نوماندې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ۲۵۳۴۴ (۴۹.۸٪)  رایو په ګټلو سره چې د دویم کس، د لیبرال دیموکراتانو د نوماند اندریو ترینس کیترینګهم چې ۱۳۳۶۳ (۲۶.۳٪) رایې یې وړې وې، د ټولو رایو په پرتله یې دوه برابره وې، په اسانۍ سره وټاکل شوه. له دې سره، د نوموړې ګوند په ۱۵۰ وروستیو کلونو کې تر ټولو بدې ماتې سره مخامخ شوه. [۴۸][۴۹]

سرچینې

سمول
  1. سرچينې تړی: http://blog.findmypast.co.uk/2013/famous-family-trees-theresa-may/.
  2. سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/news/uk-politics-20692893.
  3. سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/democracylive/house-of-commons-22464177.
  4. سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/news/uk-politics-14126514.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Who is Theresa May: A profile of UK's next prime minister". BBC News Online (په British English). ۱۲ جولای ۲۰۱۶. Archived from the original on 13 July 2016. نه اخيستل شوی 13 July 2016.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. ذکر کېدنه: FemBio database. FemBio ID: 31612. Subject named as: Theresa May. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  7. "Brockhaus Enzyklopädie" (په جرمني ژبه). نه اخيستل شوی 9 October 2017.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  8. سرچينې تړی: http://www.independent.co.uk/news/people/philip-may-theresa-may-husband-profile-a7131461.html. Quotation: The pair live in Sonning-on-Thames, a village and civil parish in Berkshire where Mrs May is the local MP..
  9. سرچينې تړی: http://www.telegraph.co.uk/news/0/theresa-may-who-is-the-woman-bidding-to-be-the-next-tory-leader/.
  10. سرچينې تړی: https://www.st-hughs.ox.ac.uk/statement-theresa-may-mp/. Quotation: Mrs May studied Geography at St Hugh’s between 1974 and 1977.
  11. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jo20191032732. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ "Rt Hon Theresa May MP". UK Parliament Website (په British English). د لویې بریتانیا پارلمان. نه اخيستل شوی 13 July 2016. {{cite web}}: |archive-url= requires |archive-date= (help)سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/person/theresa-may-1956. Retrieved: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴.
  14. Deborah Orr (۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۹). "Theresa May: David Cameron's lady in waiting". TheGuardian.com (په انګرېزي ژبه). ګارډيان. Archived from the original on 7 March 2016. نه اخيستل شوی 30 ډيسمبر 2016.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  15. ۱۵٫۰۰ ۱۵٫۰۱ ۱۵٫۰۲ ۱۵٫۰۳ ۱۵٫۰۴ ۱۵٫۰۵ ۱۵٫۰۶ ۱۵٫۰۷ ۱۵٫۰۸ ۱۵٫۰۹ ۱۵٫۱۰ ۱۵٫۱۱ ۱۵٫۱۲ ۱۵٫۱۳ ۱۵٫۱۴ ۱۵٫۱۵ ۱۵٫۱۶ "UK Parliament Website" (په British English). د لویې بریتانیا پارلمان.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  16. سرچينې تړی: https://www.today.com/news/time-reveals-100-most-influential-people-2017-check-out-full-t110588.
  17. Matthews, Andrew (1 August 2020). "Former PM now Lady May after husband is knighted". The Times. نه اخيستل شوی 1 August 2020.
  18. Ball, James (17 July 2016). "This Is What It's Like To Work In Government For Theresa May". BuzzFeed News. Archived from the original on 6 September 2017. نه اخيستل شوی 6 June 2017.
  19. Quinn, Ben (30 June 2016). "Theresa May sets out 'one-nation Conservative' pitch for leadership". The Guardian. نه اخيستل شوی 24 July 2018.
  20. Rentoul, John (1 July 2016). "Boring and competent Theresa May is what the nation needs after the shock of the Brexit vote". Voices. The Independent. Archived from the original on 1 July 2016. نه اخيستل شوی 2 July 2016.
  21. Crace, John (9 July 2018). "Political crises don't come much bigger than Brexit". GQ. نه اخيستل شوی 10 July 2018.
  22. "General election 2017: Why did Theresa May call an election?". BBC News. 9 June 2017. Archived from the original on 5 September 2017. نه اخيستل شوی 4 September 2017.
  23. Gove, Michael; Department for Environment, Food and Rural Affairs (11 January 2018). "25 Year Environment Plan - 'A Green Future: Our 25 Year Plan to Improve the Environment', sets out what we will do to improve the environment, within a generation". gov.uk (په انګليسي). نه اخيستل شوی 1 October 2021.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  24. "UK Labour Market, July 2017". ONS. 12 July 2017. نه اخيستل شوی 12 July 2017.
  25. The International Who's Who. Europa Publications. 2004. p. 1114.
  26. Gove, Michael (9 March 2017). "Mrs May is our first Catholic prime minister". The Times. نه اخيستل شوی 9 March 2017.
  27. Brasier, Hubert, Crockford's Clerical Directory 1977–79, Oxford University Press
  28. "Conservative Leader Hopefuls Have Faith". Church Times. Archived from the original on 22 August 2016. نه اخيستل شوی 12 July 2016.
  29. Davies, Ben (22 May 2001). "Vote 2001: Key People Theresa May Education and Employment". BBC News. Archived from the original on 15 May 2010. نه اخيستل شوی 20 October 2010.
  30. "Famous family trees: Theresa May". Blog.findmypast.co.uk. 19 March 2013. Archived from the original on 10 August 2016. نه اخيستل شوی 1 July 2016.
  31. McSmith, Andy; Morris, Nigel. "Theresa May: Iron lady in waiting". The Independent. Archived from the original on 31 October 2016. نه اخيستل شوی 30 October 2016.
  32. Day, Elizabeth (27 July 2014). "Theresa May – what lies beyond the public image?". The Guardian. London. Archived from the original on 15 July 2016. نه اخيستل شوی 10 July 2016.
  33. Mendick, Robert (9 July 2016). "The Oxford romance that has guided Theresa May from tragedy to triumph". The Daily Telegraph. London. Archived from the original on 11 July 2016. نه اخيستل شوی 12 July 2016.
  34. "Theresa May on losing both parents at 25: I'm sorry they never saw me elected as an MP". inews. 3 October 2016. Archived from the original on 22 September 2017. نه اخيستل شوی 11 May 2017.
  35. Kite, Melissa (15 May 2011). "How clashes with Theresa May led Dame Pauline Neville Jones to quit". The Sunday Telegraph. Archived from the original on 4 July 2016. نه اخيستل شوی 5 July 2016.
  36. "Screaming arrival". BBC News. 8 May 2000. Archived from the original on 13 August 2017. نه اخيستل شوی 20 October 2010.
  37. Sullivan, Paul (2012). The Little Book of Oxfordshire. New York: History Press. ISBN 978-0-7524-8243-9. Archived from the original on 17 November 2017. نه اخيستل شوی 5 July 2016.
  38. "Looking back with Theresa". The Oxford Times (په انګليسي). نه اخيستل شوی 31 May 2019.
  39. "Girls were taught in idyllic surroundings at Holton Park". Oxford Mail. 8 June 2009. Archived from the original on 4 October 2013. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
  40. "Oxford University class list." The Times (London). 11 July 1977. p. 14.
  41. Stamp, Gavin (25 July 2016). "Who is Theresa May: A profile of UK's new prime minister". BBC News. Archived from the original on 16 May 2017. نه اخيستل شوی 29 May 2017.
  42. UK, Alison Millington, Business Insider (8 June 2017). "The life and career of British Prime Minister Theresa May". Business Insider. نه اخيستل شوی 17 May 2019.
  43. Kaminska, Izabella (12 July 2016). "Who is Theresa May?". Financial Times. نه اخيستل شوی 27 March 2020.
  44. "Theresa May | Biography, Facts, & Policies". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 27 March 2020.
  45. "Former Merton councillor Theresa May to become prime minister today". Wimbledon Guardian. 13 July 2016. Archived from the original on 31 January 2017. نه اخيستل شوی 18 January 2017.
  46. Stamp, Brian Wheeler and Gavin (24 May 2019). "The Theresa May story". BBC News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 27 March 2020.
  47. "PROFILE: Theresa May... fantastic or a flop? MM chart the outgoing PM's career | Mancunian Matters". www.mancunianmatters.co.uk. 28 March 2019. نه اخيستل شوی 27 March 2020.
  48. "As Theresa May makes a bid for prime minister we look at her first foray into politics". ITV News. 7 July 2016. Archived from the original on 8 July 2016. نه اخيستل شوی 9 July 2016.
  49. "PROFILE: Theresa May... fantastic or a flop? MM chart the outgoing PM's career | Mancunian Matters". www.mancunianmatters.co.uk. 28 March 2019. نه اخيستل شوی 27 March 2020.
  NODES
Done 1
eth 1
News 14
Story 2