تور هایردال
تور هایردال (په انګلیسي: Thor Heyerdahl؛ پیدایښت: ۶-اکټوبر-۱۹۱۴؛ مړینه: ۱۸-اپرېل-۲۰۰۲) د ناروې هېواد یو ماجراطلب او اټنوګرافر (توکمپېژندونکی) ؤ چې په بیولوجي کې یې زدهکړې کړې وې او په ژوپوهنه، بوټپوهنه او جغرافیه کې یې تخصص درلود.
د هایردال شهرت په ۱۹۴۷ز کال کې د کان-تیکي ماموریت په ترسره کولو سره خپور شو، کله چې هغه د ارام سمندر لهلارې له سویلي امریکا څخه تر تواموتو ټاپوګانو پورې ۸،۰۰۰ کیلومتره (۵،۰۰۰ مایله) واټن د یوې لاسي جوړې شوې بېړۍ په واسطه ووهه. هغه د نوموړي ماموریت لهلارې وښودله چې لرغونو انسانانو هم اوږد سمندري مزلونه کولای شول او لهدې لارې د ټولنو ترمنځ اړیکې ټینګېدلې. دغه ماموریت د فرهنګي پرمختیا او ودې د خپرېدو موډل پورې اړوند ګڼل کېږي.
هایردال نور سمندري سفرونه هم وکړل ترڅو وښیي چې د لرغوني تاریخ په اوږدو کې د خورا لېرې پرتو سیمو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو امکان شتون درلود؛ تر ټولو مهم سفر یې د Ra II ماموریت ؤ چې په ۱۹۷۰ز کال کې ترسره شو او هغه د افریقا له لوېدیځو سواحلو څخه تر باربادوسه پورې واټن د پاپیروس نی څخه جوړه شوې بېړۍ په واسطه ووهه. هغه په ۱۹۸۴ز کال کې د «دولتي څېړونکي» په توګه وګومارل شو.
هایردال د ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۱۸مه نېټه د ایټالیا په کولا میچري کې هغه مهال مړ شو چې د کورنۍ نږدې غړو او خپلوانو لیدلو ته ورغلی ؤ. د ښخېدلو مراسم یې ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه د ناروې دولت لهخوا د اوسلو په لویې کلیسا کې ترسره شول.[۱]
د ۲۰۱۱ز کال د مې په میاشت کې، د تور هایردال آرشیفونه د یونسکو د «نړېوالې حافظې پروګرام» په ثبت کې وراضافه شول. هغه مهال په نوموړي لېست کې له ټولې نړۍ څخه ۲۳۸ ټولګې ثبت شوې وې. د هایردال آرشیف د ۱۹۳۷ او ۲۰۰۲ز ترمنځ کلونه نغاړي او په هغه کې د انځورونو ټولګه، ورځنۍ خاطرې، خصوصي خطونه، د ماموریتونو پلانونه، مقالې، د ورځپاڼو ټوټې او د کتاب او مقالې اصلي خطي نسخې شاملې دي. د هایردال آرشیفونه د کان-تیکي موزیم او په اوسلو کې د ناروې ملي کتابتون لهلورې ساتل کېږي.[۲][۳]
د ځوانۍ کلونه او شخصي ژوند
سمولهایردال د ناروې په لارویک کې زېږېدلی ؤ پلار یې تور هایردال (۱۸۶۹ تر ۱۹۵۷ز) د بیر جوړولو استاد او مور یې الیسون لینګ (۱۸۷۳ تر ۱۹۶۵ز) وه. هایردال په کوچنیوالي کې له خپلې مور څخه په الهام اخېستنې سره، چې د چارلس داروین د تکامل تیوري سره یې ډېره لېوالتیا وه، پر ژوپوهنې مین شو. هغه په خپلې ماشومانه کوټه کې یو کوچنی موزیم جوړ کړ او څرنګه چې ډېر د مارانو لېوال ؤ په موزیم کې یې یو معمولي افعي (Vipera berus) هم درلود.
هغه په اوسلو پوهنتون کې د بیولوجیکي ساینس په پوهنځي کې په ژوپوهنې او جغرافیې څانګو کې زدهکړې وکړې. په همهغه وخت کې، په خصوصي توګه د پولينیزیا فرهنګ او تاریخ هم مطالعه کړ او د پولينیزیا په هکله د کتابونو او مقالو تر ټولو لویه خصوصي ټولګه یې وکتله چې د اوسلو یوه شتمن سوداګر «بیارن کروپلین» پورې اړه درلوده (دغه ټولګه وروسته د اوسلو پوهنتون کتابون د کروپلین له وارثانو څخه وپېرودله او د کان-تیکي موزیم د څېړنې په څانګه کې کېښودل شوه).
په برلین کې له کارپوهانو سره له ۷ دورو او مشورو وروسته، د هایردال ژوپوهنې پروفیسورانو «کریستین بونېوي» او «یالمار بروک» لهخوا یوه پروژه رامنځته او سپانسر شوه. په دې پروژه کې، هغه به د ارام سمندر له ځینو جلا پرتو ټاپوګانو څخه لیدنه کوله او هغو ټاپوګانو ته د سیمې ځینو ژویو د لار موندلو څرنګوالی یې مطالعه کاوه.[۴]
په ۱۹۳۶ز کال کې، مارکېسس ټاپوګانو ته له تګ څخه یوه ورځ مخکې هایردال له لیو کوچرون-تورپ (۱۹۱۶ تر ۱۹۶۹ز) سره واده وکړ؛ هغې په اوسلو پوهنتون کې د اقتصاد زدهکړې کړې وې او هلته له هایردال سره اشنا شوې وه. د واده پر مهال هایردال ۲۲ کلن او تورپ د ۲۰ کلونو وه. په پای کې، دغه خاوند او مېرمن دوه زامن درلودل: تور جونیور او بیورن. په ۱۹۴۷ کې د کان-تیکي ماموریت له پیل څخه لږ څه مخکې، له ۱۱ کلونو ګډ ژوند وروسته سره طلاق شول.[۵]
د نازي آلمان لهخوا د ناروې له اشغال وروسته، هایردال د فینمارک په لېرې پروت شمالي ولایت کې له ۱۹۴۴ کال څخه د ناروې په ازادو ځواکونو کې خدمت وکړ.[۶][۷]
په ۱۹۴۹ز کال کې، هایردال له ایوان دېدېکام-سیمونسن (۱۹۲۴-۲۰۰۶ز) سره واده وکړ. هغوی درې لوڼې درلودې: انېت، ماریان او هېلن الیزابت. هغه خپلې دوهیمې مېرمنې ته هم په ۱۹۶۹ز کال کې طلاق ورکړ. هایردال د بېلېدلو دلیل د ماشومانو روزنې لپاره له کوره لېرېوالی او د باورونو ترمنځ د توپیرونه شتون وښوده. هغه په خپل ژوندلیک کې لیکي چې په خپله د بېلېدو لامل ګرځېدلی او د دغه طلاقونو پوره ګرم دی.[۸]
هایردال په ۱۹۹۱ز کال کې د درېیم ځل لپاره، له ژاکلین بیر (پیدایښت: ۱۹۳۲ز) سره واده وکړ. هغو د کناري ټاپوګانو په تنریفه کې ژوند کاوه او په ۲۰۰۲ز کال کې د خپل تر مړینې پورې یې د لرغونپوهنې اړوند پروژو، په تېره بیا د پیرو په توکومه او آزوف کې، په فعاله توګه کار کاوه. مخکې تر مړینې یې لا هیله درلوده ترڅو په ساموا کې د لرغونپوهنې یوه پروژه ترسره کړي.[۹]
فاتو هیوا
سمولپه ۱۹۳۶ز کال کې، له لیو کوچرون-تورپ سره یوه ورځ وروسته له واده، خاوند او مېرمن د ارام سمندر د فاتو هیوا ټاپو په لور روان شول. په اصل کې هغوی یو اکاډمیک ماموریت درلود ترڅو بېلابېلو ټاپوګانو ته د حیواناتو نوعو د رسېدلو پر څرنګوالي باندې څېړنه وکړي، خو په واقعیت کې هغوی غوښتل «سویلي سمندرونو ته وتښتي» او هېڅکله بېرته ستانه نهشي.[۱۰]
که څه هم د ماموریت لګښت یې د والدینو لهخوا تامین ؤ، خو هغوی له «آذوقې، وسلو او رادیو» پرته نوموړې ټاپو ته ورسېدل. د سفر په مسیر کې یې په تاهیتي کې دمه وکړه او د هغه ځای خلکو ټینګار وکړ ترڅو یو چاړه او د پخولو لپاره یو دېګ ځان سره واخلي.[۱۱]
هغوی په ۱۹۳۷ز کال کې، په اوموا دره کې فاتو هیوا ته ورسېدل او غوښتل یې د درې له منځنۍ غرنۍ سیمې څخه پورې وځي او یوې کوچنۍ متروکه دره کې د ټاپو په ختیځه غاړه کې مېشت شي. هغوی په «اویه» دره کې د خټو یو کور جوړ کړ.[۱۲]
د پخوانیو انسانانو په څېر ژوند کول په لومړیو کې ورته ګران وو، خو ورو، ورو یې عادت وکړ او پر خپلو اکاډمیکو اهدافو باندې یې د کار کولو په موخه د ژوپوهنې او بوټپوهنې اړوند اړینې نمونې راغونډې او تر څېړنې لاندې ونیولې. هغوی غیرمعمولي صنایع کشف کړل، د بومیانو د دود او دستور شفاهي تاریخ ته یې غوږ کېښود او د «غالب بادونو» (د ځمکې سطحي بادونه چې له یوه ټاکلي لوري څخه لګېږي) او د سمندر د بهېدلو لوري او جهت په هکله یې یادښتونه ولیکل. [۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه
سمولهایردال د ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۱۸مه نېټه په ۸۷ کلنۍ کې، د لیګوریا په کولا میچري کې د ماغزو تومور لهامله مړ شو. کولا میچري ته د کورنۍ له نږدې غړو سره د رخصتۍ تېرولو لپاره تللی ؤ. وروسته له هغو چې یې ناروغي تشخیص شوه، نه یې ډوډۍ او نه یې درمل خوړل او همدا یې د مړینې لپاره یوه پلمه شوه.[۱۶][۱۷]
د ښخېدلو مراسم یې ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه د ناروې دولت لهخوا د اوسلو په لویې کلیسا کې ترسره شول او په کولا میچري کې د خپل کور په باغچه کې ښخ شو. هایردال یو آتیست ؤ.[۱۸][۱۹][۲۰]
خپاره شوي آثار
سمول- På Jakt efter Paradiset (د جنت په لټه کې)، ۱۹۳۸ز؛ فاتو-هیوا: طبیعت ته راګرځېدنه (سرلیک یې په انګلیسي کې په ۱۹۷۴ز کال کې بدل شو).
- د کان-تیکي ماموریت: په سویلي سمندرونو کې د بېړۍ سفر لهلارې (Kon-Tiki ekspedisjonen، د «کان-تیکي: د ارام سمندر له پورې خوا په یوې بېړۍ کې» په توګه هم پېژندل کېږي)، ۱۹۴۸ز.
- امریکایي هندیان په ارام سمندر کې: د کان-تیکي ماموریت ترشا پرته تیوري (شیکاګو: راند مکنالي، ۱۹۵۲ز)، ۸۲۱ مخه.
- آکو-آکو: د ایستر ټاپو راز، ۱۹۵۷ز.[۲۱]
سرچينې
سمول- ↑ J. Bjornar Storfjell, "Thor Heyerdahl's Final Projects," in Azerbaijan International, Vol. 10:2 (Summer 2002), p. 25.
- ↑ "Memory of the World Register Application form from Kon-Tiki Museum for Thor Heyerdahl Archives" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09. بياځلي په 1 September 2011.
- ↑ "New collections come to enrich the Memory of the World". Portal.unesco.org. خوندي شوی له the original on 14 July 2012. بياځلي په 1 September 2011.
- ↑ Thor Heyerdahl, In the Footsteps of Adam: A Memoir, London: Abacus Books, 2001, p. 78.
- ↑ "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2020. بياځلي په 18 July 2020.
- ↑ Obituary, Jo Anne Van Tilburg, 19 April 2002, The Guardian
- ↑ "Explorer Thor Heyerdahl dies", 18 April 2002, BBC
- ↑ Thor Heyerdahl, In the Footsteps of Adam. Christophersen translation (ISBN 0-349-11273-8), London: Abacus, 2001, p. 254.
- ↑ J. Bjornar Storfjell, "Thor Heyerdahl's Final Projects". in Azerbaijan International, Vol. 10:2 (Summer 2002), p. 25.
- ↑ Copied content from Fatu Hiva (book);see that page history for attribution
- ↑ "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2020. بياځلي په 18 July 2020.
- ↑ Copied content from Fatu Hiva (book);see that page history for attribution
- ↑ "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2020. بياځلي په 18 July 2020.
- ↑ Copied content from Fatu Hiva (book);see that page history for attribution
- ↑ "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2020. بياځلي په 18 July 2020.
- ↑ Radford, Tim (19 April 2002). "Thor Heyerdahl dies at 87". The Guardian. London. بياځلي په 6 July 2009.
- ↑ Harris M. Lentz III (2003). Obituaries in the Performing Arts, 2002: Film, Television, Radio, Theatre, Dance, Music, Cartoons and Pop Culture. McFarland. pp. 134–. ISBN 978-0-7864-1464-2.
- ↑ J. Bjornar Storfjell, "Thor Heyerdahl's Final Projects," in Azerbaijan International, Vol. 10:2 (Summer 2002), p. 25.
- ↑ "Thor Heyerdahl". 18 April 2002. بياځلي په 27 March 2017.
- ↑ "Kon-Tiki – World". بياځلي په 27 March 2017.
{{cite web}}
:|archive-url=
requires|archive-date=
(help); Unknown parameter|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ نېټه=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Gibbs, Walter (19 December 2000). "Did the Vikings Stay? Vatican Files May Offer Clues". The New York Times. بياځلي په 12 February 2013.